IQNA

د اسلامي ټوریزم د پراختیا لپاره د انډونیشا پروګرامونه

14:44 - June 28, 2026
د خبر لمبر: 3492965
انډونیشیا او ټوریزم
ایکنا- د انډونیشیا د ټوریزم  وزارت هڅه کوي چې د دغه  هېواد په ټولو ګرځندویزو سیمو کې حلالو محصولاتو ته لاسرسی زیات کړي، څو د مسلمانو سیلانیانو لپاره مناسب شرایط لا ښه شي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د انتارا نیوز له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د انډونیشیا د ګرځندوی او خلاق اقتصاد وزارت لوړپوړي کارپوه وینسنسیوس جمادو د جمعې په ورځ، په جاکارتا کې انتارا خبري اژانس ته وویل: مونږ د ګرځندویزو کلیو له اړوندو لورو سره خبرې کړې دي، څو ډاډ ترلاسه کړو چې هغوی د حلالو خدمتونو لپاره ټول اړین شرایط برابر کړي، په ځانګړي ډول د حلال تصدیقونو ترلاسه کول.

هغه زیاته کړه چې انډونیشیا د لوړ کیفیت او د مسلمانانو لپاره د مناسب ګرځندوی په وړاندې کولو کې، په ځانګړې توګه د  هڅونو، کنفرانسونو او نندارتونونو (MICE) په برخې کې، د پام وړ سیاليزه برتري لري.

د ټوریزم د معلوماتو له مخې:

۶۰ سلنه بهرني سیلانیان د کلتوري تجربو لپاره انډ،نیشیا ته سفر کوي؛

۳۰ سلنه ئې طبیعي جاذبو سره  لېوالتیا لري؛

او پاتې نور د انسان له خوا جوړو شویو تفریحي او ټوریسټي  ځایونو څخه لیدنه کوي.

جمادو د مسلمانانو لپاره د مناسب سیل په اړه وویل چې حکومت غواړي حلال محصولات د طبیعت او کلتور له جاذبو سره یوځای کړي. په دې پروګرام کې د سمندري ګرځندوی، غوټه‌وهنې (ډایونګ) او سرفنګ په څېر د زړه راښکونکو فعالیتونو پراختیا هم شامله ده.

حکومت لا هم په بېلابېلو ټوریسټي  سیمو کې حلالو محصولاتو ته د لاسرسي څارنه کوي او خپلې هڅې ئې تر ډېره په هغو ۱۳ سیمو متمرکزې کړې دي چې د ټوریزم د چارو د  وزارت له خوا د مسلمانانو لپاره مناسب مقاصد اعلان شوي دي. په دغو سیمو کې لوېدیځي سوماترا، جاکارتا، باندونګ او بانتن هم شامل دي.

جمادو ټینګار وکړ چې وزارت د حلالو محصولاتو د تضمین ادارې (BPJPH) سره د خوړو، څښاک او هغو توکو لپاره چې د استوګنې او خدماتو په سکټور کې وړاندې کېږي، د حلال تصدیق د صادرولو په برخې کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه چې وزارت هوډ لري څو د مسلمانانو د نړیوال سفر په ګراف (GMTI) کې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د غوره ګرځندویز مقصد مقام خپل کړي.

هغه وویل، سږ کال انډونیشیا له ترکیې سره په ګډه دویم مقام خپل کړی، چې دا د ۲۰۲۵ کال د پنځم مقام په پرتله درې درجې پرمختګ ښيي.

د دې نوې درجه‌بندۍ له مخې، انډونیشیا د ملایشیا وروسته د مسلمانانو لپاره د نړۍ دویم غوره ګرځندویز مقصد بلل شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4360605

captcha