ایکنانیوز د بلومبرګ په حواله راپور راکړی، امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې لېنډسي ګراهم، هغه تجربهکار جمهوري غواړی سناتور چې د امریکا په کانګرس کې د ایران په ضد له تر ټولو مشهورو څېرو څخه ګڼل کېد او تل ئې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د سختو سیاستونو ملاتړ کاوه، مړ شوی دی.
د لېنډسي ګراهام دفتر په یوې لنډې اعلامیې کې چې په انلاین بڼه خپره شوې، ویلي دي چې نوموړی د جولائی په ۱۱ ، له یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ وروسته مړ شو.
د هغه د مړینې د اصلي لامل په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د صهیونیسټ رژیم 24 چینل خبریال «امیچای شټاین» د دې جمهوري غوښتونکي او جګړهپال سناتور د مړینې په غبرګون کې لیکلي دي ،سناتور لېنډسي ګراهم، چې د اسرائیلو یو ترټولو لوي پلوی او په سنا کې د اسرائیلو له سترو دوستانو څخه و، مړ شو.
لېنډسي ګراهام څوک و؟
هغه د واشنګټن او تلابیب ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا د ملاتړ په خاطر مشهور و او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو سیاستونو له مخکښو ملاتړو څخه شمېرل کېده چې د صهیونیسټ رژیم په ګټه وو؛ له هغې ډلې بیتالمقدس ته د امریکا د سفارت لېږدول او د جولان پر لوړو د نیواکګر رژیم د حاکمیت په رسمیت پېژند
لېنډسي ګراهم له نورو هیوادړونو څخه د امریکا د پوځي مداخلو کلک ملاتړی و او هغه سیاستوال ؤ چې د عراق او سورئې د کورنیو جګړو پر مهال ئې په دغو هېوادونو کې د امریکا د پوځي شتون د پراخولو غوښتنه کوله.
هغه د امریکا په کانګرس کې د صهیونیسټ رژیم له اغېزناکو ملاتړو څخه و او د «طوفان الاقصی» عملیاتو وروسته د غزې د جګړې پر مهال ئې څو ځله اسرائیلو ته د لا ډېرو وسلو د لېږلو غوښتنه کړې وه.
ګراهم څو ځله وړاندیز کړی و چې که ایران د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړي، امریکا باید د ایران د تېلو تأسیسات او تصفیهخانې بمباري کړي، څو د ایران اقتصاد په ټپه ودریږي.
https://iqna.ir/fa/news/4363562