د ایکنا د راپور له مخې، چې د الثورة نت له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، دغه اکاډمي او د دیني علومو ښوونځی، چې د یمن د قرآن کریم پوهنځي یوه څانګه ګڼل کېږي، په عمار بن یاسر جومات کې، چې د رداع اړوند د ولد ربیع په سیمې کې موقعیت لري، جوړ شوي دي. د دغو دواړو علمي مرکزونو د پرانیستې مراسم د امام زید بن علي (ع) د شهادت له کلیزې سره هممهاله ترسره شول؛ هغه امام چې د «حلیف القرآن» (د قرآن همتړون) په لقب مشهور دی.
په دغو مراسمو کې، چې د ولایت د مرستیالانو عبدالسلام النصیري او ناصر العجي په ګډون ترسره شول، د دې نوي علمي بنسټ پر اهمیت، د قرآن کریم او قرآني علومو د خدمت او تدریس په برخې ټینګار وشو.
ویناوالو وویل؛دغه مرکزونه د یمن د دیني عالمانو او وتلو مبلغینو په روزنې کې مهم رول لري، او دا ډول نوښتونه به په ټولنه کې د دیني پوهاوي د پراختیا او د اسلامي ارزښتونو د خپرېدو لامل شي.»
د مراسمو په دوام کې ټینګار وشو چې د دغې اکاډمۍ او ښوونځي پرانیسته د قرآني او دیني زدهکړو سره د ژمنتیا څرګندونه ده، او همدارنګه د امام زید (ع) له ارزښتونو، په ځانګړې توګه د قرآن او اسلامي اصولو سره د هغه له ټینګې ژمنتیا، څخه د الهام اخیستلو هڅه ده.
ګډونوالو د دې علمي پروژې د جوړونکو او ملاتړو له هڅو مننه وکړه او د هغې پر حیاتي رول یې ټینګار وکړ، څو داسې نسلونه وروزي چې په دیني پوهه سمبال، ټولنې ته ګټور او د خلکو د خدمت وړ وي.
په دغو مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه هم ترسره شول، چې د قرآن کریم مقام او د انسان او ټولنې په جوړښت کې یې د رول تبیین ته ځانګړي شوي وو.
زید بن علي بن الحسین (ع) د امام سجاد (ع) زوی او د شیعه مذهب او اسلامي نړۍ له ممتازو شخصیتونو څخه و. هغه د قرآن کریم سره د ډېرې مینې او دوامدارې ملګرتیا له امله د «حلیف القرآن» (د قرآن همپیمان) په لقب یاد شوی دی.
زید بن علي (ع) په ۱۲۱ هجري قمري کال کې د اموي خلیفه هشام بن عبدالملک پر ضد پاڅون وکړ. یو شمېر خلکو له هغه سره بیعت وکړ، خو وروسته د کوفې په ښار کې د هغه او د خلیفه د لښکرو ترمنځ په جګړه کې نوموړی په شهادت ورسېد.
https://iqna.ir/fa/news/4363751