د ایکنا د راپور له مخې، چې د voi.id له قوله ئې خپور کړی راغلی دي، د D-8 د انډونیشیا ۲۰۲۶ حلال نندارتون تنظیموونکو د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول د دې نړیوالې غونډې د پای اعلان وکړ.
په دغه نندارتون کې، چې د جولای له ۸ (د چنګاښ ۱۷مه) پیل شوی و، د انډونیشیايي سوداګرو او د D-8 غړو هېوادونو د شریکانو په ګډون د کابو ۱۳.۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز موافقې ثبت شول.
په ټولیز ډول، د D-8 د حلال انډ،نیشیا لومړنی نندارتون د ۸۰ سټالونو یا غرفو په ګډون سره ترسره شو، چې پکې د D-8 غړو هېوادونو او همدارنګه د فلسطین او سریلانکا ۸۰ شرکتونو برخه اخیستې وه. دغه راز، د D-8 له ډلې څخه د باندې هېوادونو، لکه متحده ایالاتو، روسیې او سنګاپور، هم پېرودونکي دغه نندارتون ته جلب کړي وو.
په عین حال کې، دغه نندارتون د انډونیشیا دننه او بهر څخه له ۵۰۰۰ څخه ډېر لیدونکي جذب کړل.
د انډ،نیشیا د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اعلامیې کې ویلي چې د D-8 د لوړو زدهکړو مرکز د ۲۹ همغږۍ غونډو په ترڅ کې صادرونکي، تولیدوونکي او احتمالي سوداګریز شریکان سره راټول کړل.
د دغو غونډو په نتیجې کې، د انډونیشیايي سوداګرو او د D-8 غړو هېوادونو د بېلابېلو شرکتونو ترمنځ یو شمېر د تفاهم یادښتونه (MoU) لاسلیک شول.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي:اټکل کېږي چې د دغو معاملو ټولیز ارزښت به کابو ۱۳.۴ میلیونه امریکايي ډالر وي، چې د حلالو مصالحو او صنعتي خامو موادو سوداګري هم پکې شامله ده.»
تمه کېږي چې د D-8 حلال نندارتون به په سیمه او نړۍ کې د حلالو محصولاتو د ارزښت کړئ لا پیاوړی او پراخه کړي.
دغه نندارتون د انډونیشیا د بهرنیو چارو وزارت، د اسلامي اقتصاد او مالي چارو ملي کمېټې، د حلالو محصولاتو د تضمین ادارې، د انډ،نیشیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې، او د PT. Angan Kreasi Semesta شرکت په ګډې ملګرتیا سره جوړ شوی و.
د اسلامي مخ پر ودې هېوادونو د اتو هېوادونو ډله (D-8) یوه اقتصادي ټولنه ده چې غړي یې ایران، ترکیه، پاکستان، بنګلهدېش، انډ،نیشیا ،ملایشیا،مصر او نایجیریا دي. آذربایجان جمهوریت د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۹ د دغې ډلې د نهم غړي په توګه ومنل شو.
https://iqna.ir/fa/news/4363963