د ایکنا د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د یادغونډې مراسم، چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیتالله العظمی سید مجتبی حسيني خامنهای له لورې جوړ شوي وو، د سهشنبې په مازدیګر په رسمي ډول د تهران د امام خمیني (رح) د مصلی په شبستان کې د هېواد د نړیوال قاري محمدحسین سعیدیان د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شول.
په دغو مراسمو کې حکومتي او پوځي چارواکو چارواکو، د اسلامي انقلاب مینهوالو او د شهید امام د ویرجنو کسانو پراخ ګډون کړی و.
وروسته محمدرضا بذري، چې د اهلبیت (ع) ذاکر او مداح دی، د مصیبت ویر او مرثیه ولوستله.
د یادغونډې په مراسمو کې له دریم معظم رهبر سره د وفادارۍ نوی تړون هم وشو

د مصلی یا عیدګاه د شبستان فضا د غم او حماسې ګډ انځور وړاندې کاوه؛ داسې غم چې لا هم د خلکو له څېرو او سترګو نه و لېرې شوی، او داسې حماسه چې د استکبار ضد شعارونو، د شهید رهبر له آرمانونو سره د بیعت د نوي کولو او د اسلامي انقلاب له دریم معظم رهبر حضرت آیتالله العظمی سید مجتبی حسيني خامنهای سره د نوي میثاق په بڼه څرګندېده
د دغو مراسمو هممهاله کېدل د محرم د میاشتې له وروستۍ ورځې سره، د مراسمو فضا تر بل هر وخت زیات عاشورایي کړې وه.
وروسته د قرآن کریم مشهور قاري قاسم مقدمي د قرآن کریم سپېڅلي آیتونه تلاوت کړل.
له هغه وروسته د شهید رهبر مشر زوی، حجتالاسلام والمسلمین سید مصطفی حسيني خامنهای، وینا وکړه.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پیغام رسول!
د شهید رهبر امام خامنه اي مشر زوي د خپلو خبرو په دوام کې، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهای د پیغام په رسولو سره وویل:ما ته دنده را وسپارل شوه چې د اسلامي انقلاب د معظم او معزز رهبر د مننې او قدردانۍ پیغام، د دغه ستر، بېساري او تاریخي ولسي پاڅون په مناسبت، خلکو ته ورسوم.
هغه د شهید رهبر د جنازې او یادغونډو په مراسمو کې د خلکو له پراخ او ولولناک شتونه په مننې سره زیاته کړه:د ایران قدرمنو خلکو په خپلې وفادارۍ، بصیرت او بېساري ګډون سره داسې صحنې رامنځته کړې چې دښمن ته ئې زغمل ډېر سخت وو. په تهران، قم، مشهد او د هېواد په نورو سیمو کې د خلکو میلیوني ګډون، د هغه ژوَر مفهوم له امله چې له ځان سره ئې درلود، هماغه حقیقت ئې څرګند کړ چې ما مخکې ورته اشاره کړې وه، او بېشکه چې د دې شتون اغېزې او برکتونه به په راتلونکي کې لا روښانه شي.
حجتالاسلام سید مصطفی حسيني خامنهای همدارنګه د دغو مراسمو له ټولو تنظیموونکو څخه مننه وکړه او په پای کې ئې د عراق له خلکو او چارواکو څخه هم د هغوی د همکارۍ او ګډون په خاطر قدرداني څرګنده کړه.

https://iqna.ir/fa/news/4363941