د ایکنا د راپور له مخې، دا پروګرام د حسینی اربعین د مرکزي اورګان د فرهنګي او ښوونیزې کمېټې د مقاومت شورا، د اسلامي انقلاب او سپېڅلې دفاع د ملي میوزیم، د «پېشګامان» علمبنسټ هولډینګ، د ښځو د مشارکت ادارې، د «زیتون» نوښت چټکوونکي او نورو همکارو بنسټونو په مرسته د «له نظرئې تر محصول پوې ؛ د زائر، مقاومت او ماډرن اسلامي تمدن په خدمت کې نوښت» په شعارونو اعلان شوی دی.
د دې پروګرام موخه د حسینی اربعین، مقاومت او د موکبونو د خدمتونو په برخې کې د نوښتګرو محصولاتو، خدمتونو او ټیکنالوژیو پېژندنه، ملاتړ او پراختیا ده. همدارنګه د خلاقو صنعتونو فعالانو، علمبنسټه شرکتونو، ټیکنالوژۍ متخصصانو، هنرمندانو، څېړونکو، سټارټاپونو او د نوښتونو او محصولاتو خاوندانو ته د ګډون زمینه برابروي.
د پروګرام مهم چورلیزونه په دې ډول دي؛
مقاومت، د حقایقو بیانول او د اربعین نړیوال روایت؛
مصنوعي ځیرکتیا او نوې رسنۍ؛
هوښیارې یا سمارټ ټیکنالوژۍ او د زائرانو خدمتونه؛
فرهنګي او هنري خلاق صنعتونه؛
د فرهنګ اقتصاد او خلاق سوداګریز فعالیتونه؛
د زیارت ګرځندوی؛
ولسي ډیپلوماسي؛ او دغه راز
د اسلامي امت جوړونه او د ماډرن اسلامي تمدن وده.
د ارزونې له بشپړېدو وروسته، غوره شوي آثار او محصولات به له روزنې، مسلکي لارښوونې، د پراختیا او سوداګریز کېدو له ملاتړ، د ودې مرکزونو او نوښت چټکوونکو ته له معرفۍ، او همدارنګه د تر ۵ میلیاردو ریالو پورې د مالي ملاتړ څخه برخمن شي.
ګروهمن کسان کولای شي د نوملیکنې او نورو معلوماتو لپاره د ایتا په چینل @sanaye_khallagh مراجعه وکړي او یا هم د https://digiform.ir/arbaeenmokeb1405 له لارې نوملیکنه ترسره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4364640