ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار کړی چې د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د سپېڅلي یووالي د ټینګښت د حکم اطاعت، د دښمن پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د بریا لپاره یو اړین شرط دی.
، محمدباقر قالیباف د ټولنیز چینل ایکس (X) له لارې په خپل پیغام کې ولیکل:پر سپېڅلي یووالي ټینګار یوازې یوه اخلاقي یا ټولنیزه سپارښتنه نه ده، بلکې د دښمن پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د بریا لپاره یو اړین شرط دی.
د ایران د اسلامي شورا مشر زیاته کړه:راځئ چې د اسلامي انقلاب د ستر رهبر د دغه شرعي او ملي حکم اطاعت، په دې ملي مقاومت او د ایران د اداره کولو په بهیر کې د خپل تاریخي رول یوه مهمه برخه وګرځوو.

https://iqna.ir/fa/news/4364896