ایکنانیوز د عربي ۲۱ په حواله راپور راکړی، ګینه له هغو هېوادونو سره یوځای شوی چې غواړي خپل تاریخي او فرهنګي میراث، چې بهرنیو هېوادونو ته منتقل شوی،بېرته ترلاسه کړي. په همدې لړ کې ئې له فرانسې څخه د ساموري لافیا توره (Samore Lafiya Toure) د شخصي قرآن کریم د بېرته سپارلو غوښتنه کړې ده. نوموړی د لوېدیځې افریقا له هغو نامتو رهبرانو څخه ؤ چې د فرانسوي استعمار د پراختیا پر ضد ئې کلکه مبارزه کړې وه.
دغه خطي قرآن اوس مهال د پاریس د پوځ په میوزیم کې ساتل کېږي. دا نسخه په ۱۸۹۸ کال کې، کله چې ساموري توره ونیول شو او وروسته ګابن ته جلاوطن شو، د هغه له نورو شخصي توکو سره یو ځای د فرانسوي پوځ له خوا لوټ شوې وه.
د ګینې دغه غوښتنه د هغو نړیوالو هڅو یوه برخه ده چې غواړي هغه اسناد، خطي نسخې او کتابونه بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي چې د استعمار پر مهال له خپلو هېوادونو څخه ایستل شوي وو.
له ګینې سربېره،ایتوپیا او انډونیشیا هم له اروپائي بنسټونو څخه د خپلو تاریخي اثارو او اسنادو د بېرته سپارلو غوښتنې کړې دي.
د لومونډ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ګینه هیواد غوښتنه یوازې د ساموري توره په شخصي قرآن پورې محدوده نه ده، بلکې غواړي نور هغه خطي نسخې او تاریخي اسناد هم بېرته ترلاسه کړي چې اوس مهال په فرانسې کې ساتل کېږي.
ګینه همدارنګه د هغو خطي نسخو او تاریخي اسنادو د بېرته سپارلو غوښتنه کړې چې د دغه هېواد د تاریخ اړوند دي او ځینې ئې په عربي ژبه یا عربي لیکدود لیکل شوي دي. د ګینه هیواد چارواکي دغه آثار د لوېدیځې افریقا د استعمار له پړاؤ مخکې د علمي، دیني او ادبي بډایه میراث یوه مهمه برخه ګڼي.

دا غوښتنه وروسته له دې وشوه چې د ګینې د کلتور، ګرځندوي او دودیزو صنایعو وزیر موسی سیلا د تېرې میاشتې په نیمائي کې د پاریس د پوځ له میوزیم څخه لیدنه وکړه او د خپل هېواد د پلاوي غړو هلته د ساموري توره له شخصي قرآن څخه خبر شول.
دغه خطي قرآن له څو لسیزو راهیسې د ساموري توره له نورو شخصي توکو سره یو ځای په فرانسه کې ساتل کېږي.
د ساموري توره د قرآن د بېرته ستنولو موضوع لومړی ځل په ۱۹۶۸ کال کې راپورته شوه، کله چې د ګینه هیواد لومړي ولسمشر احمد سیکو توره د خپل هېواد د خپلواکۍ د لسمې کلیزې په مناسبت له فرانسې وغوښتل چې د ساموري توره قرآن، توره او دودیزې جامې بېرته ګینې ته وسپاري.
https://iqna.ir/fa/news/4365500