د ایکنا د راپور له مخې، د ۱۴۰۵ کال د حسینی اربعین د سفر لپاره د نوملیکنې بهیر، چې د چنګاښ له نهمې نېټې څخه د سماح په سسټم (samah.haj.ir) کې پیل شوی، عتبات عالیاتو ته د زائرانو د تګ د شپو ورځو په را نږدې کېدو سره په چټکۍ روان دی. البته د چنګاښ تر ۳۰مې پورې، له یو میلیون او ۳۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو په دې سسټم کې نوملیکنه کړې چې وئيل کیږي دغه نوم لیکنې له یو نیم میلیون کسانو اوس اوښتې ده.
د ثبتنام شوو کسانو د احصائیو له مخې، ۵۸ فیصده نوملیکونکي نارینه او ۴۲ فیصده ئې ښځې دي. د تهران، خراسان رضوي او خوزستان ولایتونه د نامو د ثبتونکو تر ټولو لوړ شمېر لري. همدارنګه، مهران، شلمچه او خسروي سرحدي لارې د زائرانو د وتلو تر ټولو ډېر غوښتل شوي سرحدونه دي.
سږ کال د حسینی اربعین په نامو لیکونکو زیارتوالو کې د بېلابېلو عمرونو کسان شامل دي؛ د ۱۷ ورځني ماشوم او ۱۱۰ کلن زائر نومونه هم د دغه معنوي سفر لپاره ثبت شوي دي. دا موضوع د حسینې اربعین په ستر لاریون کې د بېلابېلو عمرونو او د ټولنې د ټولو پرګنو پراخ ګډون څرګندوي.
ټولو هغو کسانو ته چې د حسینې اربعین په شپو ورځو کې عتبات عالیاتو ته د سفر نیت لري، سپارښتنه شوې چې د بیمې، روغتیائي او مرستندویه خدماتو څخه د برخمنېدو لپاره حتمي په سماح سسټم کې نوملیکنه وکړي او خپل ثبتنام وروستیو شپو ورځو ته ونه ځنډوي، څو د زائرانو لپاره د غوره پلان جوړونې او ښه خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4365462