IQNA

د سپاه پاسدارانو خبرداری!

د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د کوربه هیوادونو عام خلک کې ددوي له مرکزونو لیرې شي

16:48 - July 24, 2026
د خبر لمبر: 3493070
سپاه پاسداران
ایکنا- سپاه پاسدارانو په سیمې کې د امریکائي پوځي مرکزونود کوربه هیوادونو  خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، دامریکائي پوځيانو د پوښښ اوپټيدا  له ځایونو دې فوري لیرې شي.

ایکنانیوز د سباه نیوز له قوله راپور راکړی،د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو په یوې فوري ۴۹ اعلامیې کې  وئيل شوي دي، لکه څنګه چې  زمونږ په ایجنډا کې به د ددغه شان جنایتونو د دوام په بڼه کې  د مونږ اقدام د جنایتکارو فصاص کول وي،  ډیری ترهه ګر امریکائي پوځیان او افسران ئې د مبارزانو د کوټلو ګوزارونو له ویرې  خپلو مرکزونو تښتیدلي  او په ښارونو کې  ئې په ودانیو کې د خپلو جنایتونو د  هدایتولو مرکزونه  جوړ کړي دي، د هغو هیوادونو عامو خلکو ته چې د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو کوربه دي  خبرداری ورکوو،چې په فوری توګه دې د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د پټيدا  او یا د پوښښ له ځایه تر پنځه سوه  میټرو پورې  لیرې ووسی، څو په امن کې خوندي پاتې شي.کنه نو نور به د تاوانونو خپل ذمه وار وي او یا خپل رژيمونه دې ته اړ کړي چې د امریکاجنایتکار او ترهه ګر پوځیان دې له خپل ټاټوبی وباسي او دنورو  په تیره بیا دایران د اسلامی جمهوریت د ټاټوبی او ولس په ضد دې له همدغو ځایونو جنایتونه نه کوي.   

https://iqna.ir/fa/news/4365822

captcha