IQNA

دښمن ته په خطاب کې د سردار عبداللهي پیغام

د هر ایرانی د شهادت په بدل کې به یو امریکایي عسکر جهنم ته واستول شي

6:49 - July 25, 2026
د خبر لمبر: 3493077
سپاه پاسداران خاتم ا
ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم‌الانبیا (ص) د مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې ووئيل؛ له دې وروسته، د هر هغه ایرانی وګړي د شهادت په بدل کې چې شهید شي، یو امریکائی عسکر به ووژل شي

  د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم‌الانبیا (ص) د مرکزي غونډ قوماندان، سترجنرال علي عبداللهي، بیګا په ټولنیزو رسنیو کې په خپور کړي پیغام کې ولیکل: هغه اصل چې مونږ مخکې هم د هغه د عملي کېدو وړتیا پر دښمن ته ثابته کړې وه، له همدې شېبې وروسته ئې د جنګ د ډګر یوه پریکنده  او رسمي اعلان شوې معادله بولو؛ د اسلامي ایران د هر سرلوړي وګړي د شهادت په بدل کې به یو امریکائي عسکر ووژل شي.

هغه د خپل پیغام په دوام کې دښمن ته په خطاب کې وویل: ستاسو لپاره مو جهنم ته د  وړیا او مستقیم لیږدونکي ټکټونه تیار کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4365900

captcha