د ایکنا د راپور له مخې، چې د مصراوي له خبري وېبپاڼې ئې نقل کړی راغلي دي، د مصر د اوقافو وزارت په همدې مناسبت په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا پروژه هغه مهال د مصر د اوقافو وزارت تر څارنې لاندې او د مصر د اسلامي چارو د عالي شورا له لارې عملي شوه، او د قرآني علومو د نامتو علماوو او قاریانو په همکارۍ ئې د قرآن کریم د زده کړې او خپرولو لپاره نوي افقونه پرانیستل.
ددغه وزارت په اعلامیې کې ټینګار شوی چې دا ستره لاسته راوړنه د هغه وخت د الازهر د شیخ شیخ محمود شلتوت او د قرآن د غږیز ثبت د مفکورې د بنسټګر لبیب السعید د هڅو پایله وه، چې دا پروژه د مصر د اوقافو د پخواني وزیر احمد عبدالله طعیمه د وزارت پر مهال عملي شوه.
د قرآن کریم د دې ترتیل شوې نسخې د ثبت لپاره، د حفص له عاصم روایت سره سم، نامتو مصري قاري شیخ محمود خلیل الحصري د یوې ځانګړې علمي کمېټې په څارنې سره وټاکل شو.
په اعلامیې کې راغلي چې دا غږیز اثر وروسته د قرآن کریم د تلاوت اصلي مرجع وګرځېد، د قرآن د صحیح تلاوت په ساتنې او د تحریف د هڅو په مخنیوي کې ئې مهم رول ولوباوه، او همدارنګه دا د قرآن کریم د خدمت په برخه کې د مصر مخکښ رول څرګندوي، هغه رول چې د نورو سترو مصري قاریانو د تلاوتونو له نړیوال خپرېدو څخه هم مخکې پیل شوی و.
د مصر د اوقافو وزارت په پای کې ټینګار کړی چې د قرآن کریم د خدمت خپل رسالت به د بېلابېلو نوښتونو او پروژو له لارې دوام ورکړي؛ په ځانګړې توګه د «دولت یا محفل تلاوت» نومې دټيلویژني سیالۍ، د تلاوت د روزنیزو مرکزونو پراختیا، د قرآن کریم د حافظانو روزنه او د قرآني سیالیو ترسره کول، څو د مصر قرآني مقام لا پیاوړی شي.
د یادونې وړ ده چې شیخ محمود خلیل الحصري، د مصر مشهور او ستر قاري، لومړنی قاري و چې قرآن کریم یې په ترتیل سره ولوست او د ټيپ ریکارډر پر کیسټ ئې ثبت کړ. همدارنګه، هغه یوازینی قاري و چې د ده خوږ او روحپالونکی تلاوت د امریکا په سپینې ماڼۍ کې هم غږول شوی و.
https://iqna.ir/fa/news/4366023