د ایکنا د راپور له مخې، چې د الشرق ورځپاڼې په حواله ئې راکړی ،راغلی دي،، دغه سیالۍ د قطر د شیخ جاسم بن محمد بن ثاني د قرآن کریم سیالیو د نړیوالې برخې یوه څانګه ده.
د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د جولائی تر ۳۰مې (د زمري تر ۸مې) دوام وکړي. په دغو سیالیو کې د نړۍ له بېلابېلو براعظمونو څخه د ۳۳ هېوادونو ۸۲ ګډونوال برخه اخلي، چې ټولو ئې مخکې د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې لوړ مقامونه ترلاسه کړي دي.
ددغه وزارت په اعلامیې کې زیاته شوې چې مقدماتي پړاو د ویډیوئي کنفرانس له لارې د شیخ جاسم بن محمد بن ثاني د قرآن کریم سیالیو په مرکزي دفتر کې، چې د وزارت په ودانۍ کې موقعیت لري، ترسره کېږي.
دغه پنځه ورځنۍ سیالي د دغې نړیوالې سیالۍ اعتبار او د قرآن کریم د خدمت، د قرآني فعالیتونو د ملاتړ او د نړۍ د حافظانو د هڅونې په برخې کې د قطر مخکښ رول څرګندوي.
د «ترټولو غوره کسانو » سیالي ځانګړی ماهیت لري او یوازې هغو کسانو ته د ګډون اجازت ورکول کېږي چې یا ئې په نړیوالو او یا هم په معتبرو قرآني سیالیو کې لومړی مقام ګټلی وي، او یا هم هغو کسانو ته چې په تېرو دریو کلونو کې یې د شیخ جاسم بن محمد بن ثاني د قرآن کریم سیالیو د «د ټول قرآن حفظ» په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړی وي
په روان پړاو کې د قرآن کریم یو شمېر هغه حافظان ګډون لري چې مخکې یې په سترو نړیوالو قرآني سیالیو کې لوړ مقامونه خپل کړي دي. دا چاره د سیالۍ د لوړې کچې څرګندونه کوي او د «ترټولو غوره» لقب ترلاسه کول یې په نړیواله کچه یو ستر قرآني ویاړ ګرځولی دی.
دغه سیالي په در یو پرلهپسې پړاوونو کې ترسره کېږي. لومړی پړاو د ۸۲ ګډونوالو په شتون سره پیل شوی دی. د قضاوت دوه تخصصي پلاوي به ګډونوال وارزوي او له هغوی څخه به ۴۰ غوره کسان دویم پړاو ته غوره کړي.
دویم پړاو به په حضوري ډول په قطر کې د «امام محمد بن عبدالوهاب»په جومات کې ترسره شي، چې ګډونوال به د خلکو او د نړیوالو قاضیانو د پلاوي پر وړاندې، چې د اسلامي نړۍ د قرائت او تجوید مخکښ عالمان او متخصصین پکې شامل دي، سیالي وکړي.
وروسته به د قضاوت نړیوال پلاوی لس غوره کسان وروستي پړاو ته وټاکي. په وروستي پړاو کې به ګډونوال د قاضیانو د پلاوي پر وړاندې حضوري سیالي وکړي، څو د «ترټولو غوره» لقب او د نړیوالو قرآني سیالیو په تاریخ کې تر ټولو ارزښتناکه جایزه، چې یو میلیون قطري ریاله ده، ترلاسه کړي.
دغه سیالي یوازې د قرآن کریم په حفظ، ترتیل او تجوید پورې محدوده نه ده، بلکې د علمي او هراړخیزې تګلارې له مخې د قرآن کریم د لغتونو د معناوو حفظ هم پکې شامل دی. په دې برخه کې د «السراج فی بیان غریب القرآن؛ د قرآن د نااشنا لغتونو د پېژندنې څراغ» نومې کتاب باندې استناد کېږي، او دا موضوع په مقدماتي، دویم او وروستي پړاو کې ارزول کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4366415