IQNA

   ایران، عربستان او عمان د هرمز تنګي د ناامنۍ پر ختمولو ټینګار وکړ

6:28 - July 29, 2026
د خبر لمبر: 3493096
تماس وزرای خارجه ایران، عمان و عربستان
ایکنا- د ایران، سعودي عربستان او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د ثبات لپاره د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

یکنانیوز د خارجه وزارت د اطلاعاتو د څانګې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیګا د عمان له بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له  وزیر فیصل بن فرحان سره په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو او سیمې وروستي پرمختګونه وڅېړل.

درو  واړو خواوو د ملګرتیاؤ  پر پیاوړتیا، د سیمې د ثبات لپاره د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو په پر مخ بیولو او د امریکا د تېریګرو  اقداماتو له امله پر هرمز تنګي د تپل شوې ناامنۍ د ختمولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي په یوې وینا کې ویلي وو:د امریکا له جنایتونو وروسته، چې هرمز تنګی وتړل شو، په عمان کې خبرې اترې ترسره شوې.

غریب‌آبادي ویلي، مقابل لوري ټینګار کاوه چې د پرانیستل شوې جنوبي لارې په  وسیله دې د بېړیو تګ راتګ دوام وکړي، څو د ایران او عمان مذاکرات پایلې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه چې ایراني پلاوي دا وړاندیز ونه مانه او په زغرده ئې ووئيل؛ د جنګ پیل به د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي سیاست بدل نه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4366646

captcha