د ایکنا د راپور له مخې، چې د الیوم السابع له قوله ئې خپور کړیراغلي دي، په دغو مراسمو کې د مصر د اوقافو وزارت د البحیره استازي شیخ عبدالصبور انصاري د قضاؤت د کمېټې غړو ته د یادګاري ډالیو په ورکولو سره د هغوی قدرداني وکړه.
په دې مراسمو کې د مصر د اوقافو وزارت یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی و، او د سیالیو د قاضیانو د کمېټې غړي، شیخ یاسر الشرقاوي، محمد فاروق ابوالخیر او شیخ نصر ابوالجلاجل وستایل شول.
د داورۍ کمېټه ګډونوال د دقیقو علمي او فني معیارونو له مخې ارزوي او هر ګډونوال ته کافي وخت ورکوي، څو خپل قرآني مهارتونه او وړتیاوې په بشپړه توګه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د «دولت تلاوت» د پروګرام دوهم پړاو، چې څه موده وړاندې په مصر کې پیل شوی، لا هم د مصر له بېلابېلو ولایتونو څخه د بااستعداده قاریانو د موندلو او روزلو بهیر ته دوام ورکوي.
دغه پروګرام د مصر د اوقافو وزارت او د المتحده رسنیزو خدماتو شرکت په همکارۍ جوړ شوی، چې موخه یې د قرآن کریم د حافظانو ملاتړ او د تجوید د اصولو سره سم د صحیح قرائت فرهنګ ته وده ورکول دي.
تېر کال د «دولت یا محفل تلاوت» لومړی پړاو د مصر له بېلابېلو ولایتونو څخه د غوره قرآني استعدادونو د پېژندنې په موخه ترسره شو او د الحیاة، CBC، ناس، مصر قرآن کریم سپوږمکیزو چینلونو او همدارنګه د Watch It پلیټ فورم له لارې خپور شو.
https://iqna.ir/fa/news/4366487