د ایکنا د راپور له مخې، چې د «الشبیبه» له قوله خپور شوی راغلي دي، د عمان راډیو قرآن د زمري میاشتې په شپږمه نېټه خپله شلمه کلیزه ولمانځله. دغه راډیو له دوو لسیزو راهیسې د قرآن کریم، قرآني علومو او د بېلابېلوسټایلونو د تلاوتونو خپرولو ته ځانګړې شوې ده.
دغه راډیو په ۲۰۰۶ کال کې هره ورځ تر اوو ساعتونو پورې په خپرونو سره پیل شوه او د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې ئې خپرونې ۲۴ ساعته شوې.
پروګرامونه ئې د ۲۸ خپرندویو سټېشنونو له لارې د عمان ټول ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي او همدارنګه د سپوږمکۍ او د «عین» ډیجیټلي پلیټ فورم له لارې د هېواد دننه او بهر اورېدونکو ته رسېږي.
د عمان د رسنیو وزارت د راډیوګانو د عمومي ریاست د قرآن ریډیو مشر احمد بن مهنا الکندي وویل، د دې راډیو شلمه کلیزه د هغې په رسنیز بهیر کې یو مهم پړاو دی او دا راډیو له خپل پیل راهیسې د قرآن کریم د خپرولو، د اسلام د سولې غوښتونکو ارزښتونو د پیاوړتیا او د دقیقو قرآني او علمي مطالبو د وړاندې کولو لپاره کار کوي.
هغه زیاته کړه چې قرآن ریډیو، د حفص او قالون په روایتونو د قرآن د ثبت ترڅنګ، د عمان د بېلابېلو ولایتونو او عمرونو د قاریانو د تلاوتونو ثبت ته هم پراخه پاملرنه کړې ده.
الکندي وویل، راډیو عماني قاریانو ته دا فرصت هم برابر کړی چې د ثبت پر مهال او تر ثبت وروسته د خپلو تلاوتونو د ارزونې او تایید بهیر وڅاري.
هغه څرګنده کړه چې د عمان د راډیو او ټیلیويژن د قاریانو د ټاکنې کمېټه د قرائاتو د علم له متخصصو استادانو جوړه ده او ټول غړي یې د همدې راډیو قاریان دي.
د عمان د خبري آژانس د راپور له مخې، د عمان قرآن ریډیو په ۲۰۲۵ کال کې د عمان د احصایې او معلوماتو د ملي مرکز له خوا د راډیو او ټیلویژن د پروګرامونو په اړه په ترسره شوې ټولپوښتنې کې د خلکو د رضایت تر ټولو لوړه درجه ترلاسه کړې ده
https://iqna.ir/fa/news/4366838