IQNA

د عمان  قرآن ریډیو د عماني قاریانو د مرتل تلاوتونو ثبت ته دوام ورکوي

18:41 - July 30, 2026
د خبر لمبر: 3493101
قرانی ریډیو
ایکنا- د عمان د   قرآن ریډیو مشر د دې راډیو د شلمې کلیزې په مناسبت په یولړ دستورو کې وویل چې دغه راډیو، د حفص او قالون په روایتونو د قرآن کریم د نسخو د چمتو کولو ترڅنګ، د عماني قاریانو د تلاوتونو ثبت ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «الشبیبه» له قوله خپور شوی راغلي دي، د عمان راډیو قرآن د زمري میاشتې په شپږمه نېټه خپله شلمه کلیزه ولمانځله. دغه راډیو له دوو لسیزو راهیسې د قرآن کریم، قرآني علومو او د بېلابېلوسټایلونو د تلاوتونو خپرولو ته ځانګړې شوې ده.

دغه راډیو په ۲۰۰۶ کال کې هره ورځ تر  اوو ساعتونو پورې په خپرونو سره پیل شوه او د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې ئې خپرونې ۲۴ ساعته شوې.

پروګرامونه ئې د ۲۸ خپرندویو سټېشنونو له لارې د عمان ټول ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي او همدارنګه د سپوږمکۍ او د «عین» ډیجیټلي پلیټ فورم له لارې د هېواد دننه او بهر اورېدونکو ته رسېږي.

د عمان د رسنیو وزارت د راډیوګانو د عمومي ریاست د  قرآن ریډیو مشر احمد بن مهنا الکندي وویل، د دې راډیو شلمه کلیزه د هغې په رسنیز بهیر کې یو مهم پړاو دی او دا راډیو له خپل پیل راهیسې د قرآن کریم د خپرولو، د اسلام د سولې غوښتونکو ارزښتونو د پیاوړتیا او د دقیقو قرآني او علمي مطالبو د وړاندې کولو لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه چې  قرآن ریډیو، د حفص او قالون په روایتونو د قرآن د ثبت ترڅنګ، د عمان د بېلابېلو ولایتونو او عمرونو د قاریانو د تلاوتونو ثبت ته هم پراخه پاملرنه کړې ده.

الکندي وویل، راډیو عماني قاریانو ته دا فرصت هم برابر کړی چې د ثبت پر مهال او تر ثبت وروسته د خپلو تلاوتونو د ارزونې او تایید بهیر وڅاري.

هغه څرګنده کړه چې د عمان د راډیو او ټیلیويژن د قاریانو د ټاکنې کمېټه د قرائاتو د علم له متخصصو استادانو جوړه ده او ټول غړي یې د همدې راډیو قاریان دي.

د عمان د خبري آژانس د راپور له مخې، د عمان  قرآن ریډیو په ۲۰۲۵ کال کې د عمان د احصایې او معلوماتو د ملي مرکز له خوا د راډیو او ټیلویژن د پروګرامونو په اړه په ترسره شوې ټولپوښتنې کې د خلکو د رضایت تر ټولو لوړه درجه ترلاسه کړې ده

https://iqna.ir/fa/news/4366838

captcha