IQNA

د امریکا له خوا د ایران پر ضد جنګ؛د عربو هېوادونو پخپلو کې سره  اختلاف (مقاله)

12:15 - August 04, 2026
د خبر لمبر: 3493129
فارس خلیج او عربان
ایکنا- د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د فارس خلیج د څنډې عربي هېوادونه لا هم د ایران پر ضد د جنګ د دوام د څرنګوالي په اړه پځپلو کې سره له ژورو اختلافونو سره مخ دي.

ایکنانیوز د  پارس ټوډې د فارسی څانګې له قوله  راپور راکړ، د فارس خلیج د عربي هېوادونو ترمینځ د ایران پر ضد د روان  جنګ د څرنګوالي په اړه ژور اختلاف رامنځته شوی دی. دا اختلاف یوازې یو ډیپلوماټیک نظر اختلاف نه دی، بلکې د دغو هېوادونو د امنیتي، اقتصادي او سټراټیژیکو اندېښنو انعکاس دی؛ داسې جنګ چې امریکا ئې په پیلولو سره د ټولې سیمې امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د دغه اختلاف یو لوری  هغه هېوادونه دي چې د خبرو اترو او د کړکېچ د کمېدو ملاتړ کوي، او بله خوا هغه هېوادونه دي چې د ایران پر وړاندې د سخت دریځ او پوځي دباؤ  پَلوي دي.

په لومړۍ ډلې کې چې سعودي عربستان، قطر او عمان پکې شامل دي، د کړکېچ د حل لپاره پر خبرو اترو او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کوي. دا دریځ د دغو هېوادونو له دې روښانه درک څخه سرچینه اخلي چې د جنګ دوام به د دوي پر اقتصاد او امنیت ډېر درانه لګښتونه وتپي.

دغه هېوادونه، چې اقتصاد ئې تر ډېره حده د انرژۍ پر صادراتو او د سیمې پر ثبات ولاړ دي، د سمندري لارو د ګډوډېدو، د بیمې د لګښتونو د لوړېدو، د پانګې د وتلو او د خپلو پراختیائي پروژو د  تم کېدو  په اړه اندېښمن دي.

جنګ دغه هېوادونه د یوې داسې پوځي شخړې په لومړۍ کرښې کې درَولي، چې البته دوي خپله هم د امریکا په واک کې د پوځي اډو د ورکولو له لارې د جنګ په پیلیدا او دوام کې رول لرلی دی.

سعودي عربستان، چې له ایران سره د کړکېچ د کمېدو په پړاؤ  کې ئې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته ټینګې کړې وې، داسې ښکاري، سره له دې چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې د ایران په بریدونو ناخوښ  دی، نه غواړي یو ځل بیا پراخې شخړې ته ور وګرځي.

دغه هېواد حتی د امریکا له هغو پوځي پلانونو سره مخالفت کړی چې غواړي  هرمز تنګی په زور بېرته پرانیزي، ځکه  عربستان خپلې اوږدمهاله ګټې په ثبات، د کړکېچونو په مدیریت او د پوځي تاوتریخوالي په نه زیاتېدو کې ویني؛ داسې پوځي زیاتوالی چې د دغه هېواد اقتصادي موخو ته زیان رسولی شي.

قطر هم، چې د منځګړیتوب پر بنسټ بهرنۍ تګلاره لري، تل ئې پر ډیپلوماټیکو حل‌لارو ټینګار کړی او په دې برخې کې له عمان او سعودي عربستان سره همغږی دی.

عمان، چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او خبرو اترو دودیز ملاتړی بلل کېږي، لا هم پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی او باور لري چې د دوامدار امنیت د تأمین یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

دغه درې هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې پوځي لاره نه یوازې د ستونزې حل نه دی، بلکې لا زیاتې ویجاړۍ رامنځته کولی شي.

په مقابل لوري کې، متحده عربي امارات، اردن،بحرین او کویت   د ایران پر وړاندې  یو بل  ډول سخت دریځ غوره کړی دی.

د راپور له مخې، دا هېوادونه چې د ایران پر ضد د امریکا له بریدونو سره په بشپړ  ملګرتیا او حتی په دغو بریدونو کې د ګډون له امله د ایران د توغندوي او ډرونز  د متقابلو بریدونو تر ټولو ډېر زیانمن شوي، باور لري چې ایران به له پوځي دباؤ  او جدي ګواښ پرته له خپلو اقداماتو لاس وانخلي.

دوي له امریکا غوښتي چې د ایران پر وړاندې لا پریکنده سیاست غوره کړي.

متحده عربي امارات،بحرین  او کویت ، چې د راپور له مخې د شخړې له پیل راهیسې ئې د ایران پر ضد بریدونه کړي او د بهرنیو پوځي تأسیساتو کوربه هم دي، د هرمز تنګي د جبري پرانیستلو لپاره د یوه نړیوال  ائتلاف د جوړېدو غوښتونکي دي او د دغه اقدام لپاره ئې  خپل چمتووالی اعلان کړی هم دی.

دغه اختلاف د عربي هېوادونو ترمنځ د ګډ دریځ رامنځته کول له ستونزو سره مخ کړي او د سیمې هېوادونه ئې په یوه نازک وضعیت کې درولي دي.

په داسې حال کې چې متحده عربي امارات، اردن،بحرین او کویت له امریکا او حتی اسرائیلږ سره د امنیتي همغږۍ د زیاتولو پر لور روان دي، سعودي عربستان، قطر او عمان هڅه کوي له مستقیمې ډَغَرې لیرې ووسي او د ډیپلوماسۍپه وسیله حل لاره ولټوي.

دغه وضعیت نه یوازې د خلیج د ملګرتیا شورا د غړو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو اغېزې کړي، بلکې د امریکا بهرنۍ تګلاره ئې هم له ننګونو سره مخ کړې ده، ځکه واشنګټن په سیمې کې د هر ډول پوځي یا ډیپلوماټیک اقدام لپاره د خپلو عربي متحدینو ملاتړ ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، داسې ښکاري چې د سیمې راتلونکی به تر ډېره پورې  په دې پورې تړلی وي چې د دغو دوو تګلارو، یعنې د کړکېچ کمول او یا پوځي دباؤ، کومه یوه د عربو هېوادونو او د هغوي د اصلي متحد، امریکا، په سیاست کې زیات وزن پیدا کوي، او دا چې څنګه به اوسنی ډَغَره د یوې نوې سیمه‌ییزې امنیتي معمارۍ پر لور واوړي.

په هر حال د ډونالډ ټرمپ د غلیمانه سیاست دوام او پر ایران د پوځي ګواښونو د دوام لپاره د هغه ټینګار، د فارس خلیج د امنیتي وضعیت له لا خرابېدو پرته بله پایله نه لري.

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i41688

captcha