IQNA

د حسینی اربعین د زائرانو په لاره کې د «قرآني تمځایونو» د  پروګرام  پراخ هرکلی

15:36 - August 04, 2026
د خبر لمبر: 3493133
قرآنی موکب
ایکنا- د حسینی اربعین د زائرانو پر لاره د «قرآني تمځایونو» پروګرام، چې د قرآني فرهنګ د دودیدا، د زائرانو د قرائت د اصلاح، د اربعین له فرصت څخه د قرآني ارزښتونو د بنسټیز کولو، او زائرانو ته د وړیا قرآني خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی، د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

د ایکنا د راپور له مخې چې د کربلاء الآن له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، یاسر الطائي، چې د حضرت امام حسین(ع) د سپېڅلي آستان د دارالقرآن الکریم  یو  استاد دی، وویل چې دغه مرکز د نجف د علمیه حوزې په همکارۍ د «یا حسین» پر لاره او د «د امام حسن مجتبی(ع) د زائرانو ښارګوټي» په سیمې کې د زائرانو لپاره د «قرآني تمځایونو» پروګرام جوړ کړی دی.

هغه څرګنده کړه چې د دغو تمځایونو موخه د قرآني فرهنګ خپرول، د زائرانو د قرائت اصلاح، د اربعین له ورځو څخه د قرآني ارزښتونو د ټینګولو لپاره ګټه اخیستل، او قدرمنو زائرانو ته د وړیا قرآني خدمتونو وړاندې کول دي.

الطائي وویل، په دغو تمځایونو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره کېږي، چې له هغو څخه د متخصصو استادانو په شتون کې انفرادي غونډې دي، څو د زائرانو د ورځنیو لمونځونو د فاتحې او اخلاص سورو  قرائت اصلاح کړي.

همدارنګه، هره ورځ قرآني غونډې د دارالقرآن د قاریانو په ګډون ترسره کېږي، او د کوچنیانو د استعدادونو د نندارې لپاره د قرآن د حفظ او تلاوت ځانګړي پروګرامونه هم جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې په دې تمځایونو کې چټکې قرآني سیالۍ او ازموینې هم ترسره کېږي، او ګډونوالو ته متبرکې ډالۍ ورکول کېږي.

الطائي وویل، په دغه سټال یا موکب  کې د قرآن کریم د آیتونو په محور د عربي خطاطۍ نندارتون هم جوړ شوی و، او همدارنګه د «قرآني ماشومانو » پروګرام، چې د لنډو سورو د زده کړې لپاره ځانګړی شوی، هم ترسره کېده. ترڅنګ یې زائرانو ته متبرکې ډالۍ هم ورکول کېدې.

هغه دا هم وویل چې دغه موکب د زائرانو د قرآني پوښتنو د ځواب ویلو مرکز هم و.

دغه عراقي قرآني فعال، د دې ټینګار ترڅنګ چې دا سټال  د زائرانو له پراخ او برکتي شتون سره مخ ؤ، د بېلابېلو عربي او بهرنیو هېوادونو د پلاوو ګډون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: دغه ګډون د امام حسین(ع) د اربعین په شپو ورځو کې د قرآن کریم د پیغام د وحدت او نړیوالتوب څرګندونه کوي، او دا ښئي چې دغه قرآني تمځایونه زائرانو ته د خدمت په برخه کې خورا مثبت اغېز لري.»

https://iqna.ir/fa/news/4367596

captcha