IQNA

6:37 - August 12, 2026
د خبر لمبر: 3493173

د الازهر په غونډي کې د قرآن کریم د اصلي متن پر بشپړتیا ټینګار

ایکنا- د الازهر د اسلامي څېړنو مجمع د «شبهې او ځوابونه» په  سرلیک سره د غونډو د لړۍ دریمه غونډه جوړه کړه او هغه ادعاوې ئې رد کړې چې ګواکې د قرآن کریم د ټولولو او لیکلو پر مهال د قرآن ځینې آیتونه له منځه تللي یا په هغه کې غیرمعتبر متنونه ورزیات شوي دي.

الازهر

د ایکنا د راپور له مخې، د الازهر د اسلامي څېړنو مجمع د «شبهې او ځوابونه» تر عنوان لاندې د غونډو درېیمه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د قرآن کریم د راټولولو موضوع او په دې اړه د موجودو ناسمو تصورونو ته د ځواب ویلو موضوع وڅېړل شوه.

په دې غونډه کې د طنطا د قرآن پوهنځي پخواني مشر سامي عبدالفتاح هلال او د الازهر د اسلامي څېړنو مجمع د تبلیغ د عالي کمېټې د مرستیال عمومي منشي حسن یحیی ګډون کړی و.

سامي عبدالفتاح هلال په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د قرآن کریم د غونډولو په اړه ناسم تصورات، چې ډېری وخت د ځینو لوېدیځو لیکنو له لارې خپرېږي، د قرآن کریم د تاریخ د مبهموالي او د هغه د راټولولو د ځنډ په اړه پر ادعاوو تمرکز کوي؛ خو دا ادعاوې پر باوري تاریخي حقایقو ولاړې نه دي.

هغه څرګنده کړه چې ځینې مستشرقین ادعا کوي، د قرآن کریم آیتونه د رسول الله(ص) تر څارنې لاندې نه لیکل کېدل او د قرآن  غونډول د هغه حضرت له رحلت وروسته ترسره شول. نوموړي وویل، دغه ادعاوې د وحې د کاتبانو رول له پامه غورځوي؛ هغه کاتبان چې د قرآن کریم آیتونه به د نازل کېدو پر مهال ثبتول.

سامي عبدالفتاح هلال ټینګار وکړ چې قرآن کریم هم د مؤمنانو په زړونو کې او هم په لیکلې بڼه ساتل شوی و او همدې چارې د قرآن د متن د دقت او صحت ضمانت کړی دی.

هغه وویل: د حضرت ابوبکر(رض) د خلافت پر مهال د قرآن کریم غونډول، د قرآن کریم د یو شمېر قاریانو له شهادت وروسته د یوې بېړنۍ اړتیا په ځواب کې ترسره شول. قرآن کریم د رسول الله(ص) د ژوند پر مهال د لیکل شوو آیتونو او د صحابه‌وو په زړونو کې د خوندي شوو آیتونو پر بنسټ په باوري لیکلي نسخو کې راټول شو؛ هغه بهیر چې په معتبرو تاریخي روایتونو کې پرې ټینګار شوی دی.

سامي هلال همدارنګه د جبرائیل(ع) له لوري پر رسول الله(ص) د قرآن کریم د نازلولو په بهیر کې د هغه د رول په اړه وویل: هغه قرآن کریم چې نن زموږ په لاس کې دی، په بشپړه توګه له هغې وروستۍ نسخې او هغه اصلي متن سره سمون لري چې د آیتونو د نازلېدو په وروستي پړاو کې حضرت جبرائیل(ع) رسول الله(ص) ته سپارلی و.

هلال په پاي کې ټینګار وکړ چې د عثمان بن عفان(رض) د خلافت پر مهال د قرآن کریم د لیکلو د بڼې یو شان کول د مسلمانانو د ټولنې د یووالي د ساتلو په موخه ترسره شول او دغه نسخې د هغو اصلي پاڼو له مخې ولیکل شوې چې د رسول الله(ص) له یوې  مېرمنې حفصې(رض) سره وې.

حسن یحیی هم په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د قرآن کریم دغونډولو په اړه معتبر روایتونه د خورا لوړې کچې دقت او پاملرنې ښکارندويي کوي. نوموړي وویل، صحابه‌وو یوازې پر حافظې تکیه نه کوله، بلکې لیکلي متنونه یې د خلکو په زړونو کې له خوندي شوو آیتونو سره هم پرتله کول.

هغه څرګنده کړه چې د عثمان(رض) د خلافت پر مهال د قرآن کریم راټولول او د لیکلو نسخو یو شان کول د مسلمانانو د یووالي د ساتلو او د قرائتونو ترمنځ د اختلاف د مخنیوي لپاره ترسره شول. د هغه په وینا، دغه اقدام د قرآن کریم د لیکلو د نسخو په یو شان کولو کې مرسته وکړه او موخه یې په خپله د قرآن کریم د متن د کومې نیمګړتیا اصلاح کول نه وو.

حسن یحیی په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې د قرآن کریم د یوې برخې د له منځه تللو په اړه ادعاوې هېڅ معتبر سند نه لري.

هغه وویل، د قرآن کریم تاریخ د هغه د حفظ او لیکلو یو جامع او بشپړ نظام څرګندوي او ټینګار کوي چې د ثابتو حقایقو او ناسم تصورونو د جلا  لپاره باید معتبرو سرچینو ته مراجعه وشي.

https://iqna.ir/fa/news/4369176

captcha