IQNA

16:18 - August 17, 2026
د خبر لمبر: 3493197
د تیونس د بهرنیو چارو وزارت  

د قرآن سپکاوی افراط پالنې ته لمن وهل دي

ایکنا- د تیونس د بهرنیو چارو، کډوالۍ او له هېواده بهر د تیونسوالو د  چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د قرآن کریم د سپکاوي مخالفت څرګند کړ او دغه ډول کړنې ئې د افراط‌ پالنې  او ترهګرۍ د پراخېدو لامل وبللې.

تیونس

یکنانیوز د اردن د خبري اژانس په حواله راپور راکړی، تیونس د مظاهرو د حق تر پوښښ لاندې او د بیان د آزادۍ په پلمه د قرآن کریم سپکاوی په کلکه رد کړی او دغه ډول پېښې ئې ناوړه او کرغېړنې کړنې بللي دي.

د تیونس د بهرنیو چارو، کډوالۍ او له هېواده بهر د تونسوالو د چارو وزارت په خپرې کړې اعلامیې کې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د دیني مقدساتو درناوی وکړي، څو د داسې جنایتونو د تکرار مخه ونیول شي؛داسې کړنې چې د ګډ ژوند او زغم له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

په اعلامیې کې راغلي: «یو ځل بیا د قرآن کریم د سپکاوي له لارې، د مظاهرو د حق په نوم او د بیان د آزادۍ په پلمه، د مسلمانانو پر احساساتو ښکاره تېری او کرغېړن  خوځښت ترسره شوی دی.»

د تیونس د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ: «دا کرغېړن جنایت چې په منظم ډول تکرارېږي، یوازې افراط‌ګرۍ او ترهګرۍ ته لمن وهي؛ هغه کسان چې دغه جنایت ترسره کوي، او همدارنګه هغه کسان چې تر شا ئې ولاړ دي، د دینونو ترمنځ د شخړې د رامنځته کولو او د افراطي خوځښتونو د ملاتړ هڅه کوي.

په اعلامیې کې زیاته شوې:  د حیرانتیا وړ خبره ده چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې دغه جنایتونه له یوې واحدې سرچینې او ورته سیاسي موخو څخه سرچینه اخلي؛ څو د ټولنو امنیت او ثبات او همدارنګه د خلکو او هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره اړین متقابل درناوی کمزوری کړي.»

د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په سهار، د اګست پر ۱۴ ، د سویډن د ستاکهم جامع جومات له ودانۍ بهر یو ځل بیا د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی وشو. دا د ۲۰۲۵ کال له ډسمبر راهیسې د ورته پېښو دریمه پېښه بلل کېږي.

د ستاکهم جامع جومات امام او مدیر محمود الخلفي ، د دې پېښې په اعلانولو سره په فېسبوک کې له خپل پوسټ سره یو انځور هم خپور کړ. په انځور کې د قرآن کریم یوه نسخه ښکاري چې جلد ئې سوری شوی او د جومات د  باندې په یوه کټاره کې په ځنځیر او قلف ځړَول شوې وه.

الخلفي له چارواکو او د سویډن له ټولنې وغوښتل چې د دغو تیریو  پر وړاندې څرګند دریځ ونیسي. هغه ټینګار وکړ چې د دغو کړنو پر وړاندې مبارزه یوازې د مسلمانانو له حقوقو دفاع نه ده، بلکې د ګډ ژوند، متقابل درناوي له ارزښتونو څخه ساتنه ده او د توکمپالنې، لمسوَنې او د دیني کرکې خپرولو ردول هم څرګندوي.

https://iqna.ir/fa/news/4370033

captcha