ایکنا- د شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی امام خامنهاي د تدفین د څلوېښتمې ورځې د لمانځنې او په مشهد مقدس کې د کرامت جومات د درناوي مراسم به د «محفل» ټیلیوېژني خپرونې د یو شمېر قرآني شخصیتونو او عواملـو په ګډون ترسره شي.
د ایکنا د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی سیدعلي خامنهاي د تدفین د څلوېښتمې ورځې د رارسېدو په مناسبت به د هغه د یاد او خاطرو د درناوي او همدارنګه د مشهد مقدس د کرامت جومات د لمانځنې په موخې سره مراسم ترسره شي؛ هغه جومات چې په مشهد مقدس کې د نوموړي د اوسېدنې پر مهال د هغه د دیني، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو په مخینې کې له مهمو ځایونو ګڼل کېږي.

دا مراسم به له قرآني او فرهنګي تګلارې سره ترسره شي او د «محفل» خپرونې د پېژندل شوو څېرو او عواملـو ګډون به ئې له ځانګړنو څخه وي. د «محفل» ویاند رسالت بوذري، د دې خپرونې قرآني څېرې حامد شاکرنژاد او احمد ابوالقاسمي، همدارنګه حجتالاسلام والمسلمین سیدکاظم روحبخش او حجتالاسلام والمسلمین محمدباقر طباطبایينژاد، چې د «محفل» له کوربه کسان دي، به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

په مشهد کې د دغو مراسمو ترسره کول د شهید رهبر د دیني او قرآني فعالیتونو د مخینې د یوې برخې د بیا راژوندي کولو او په دغه ښار کې د کرامت جومات د هغه د دیني فعالیتونو د یوه مهم مرکز په توګه د یادولو لپاره یو فرصت دی.

https://iqna.ir/fa/news/4370389