ایکنا- د فلسطین د اوقافو او دیني چارو وزارت د غزې تړانګې له بېلابېلو ولایتونو څخه د ګډونوالو په شتون کې د قرآن کریم د حفظ او تفسیر د «الاقصی» په نامې سره د پنځهویشتمې سیالۍ د ترسره کېدو خبر ورکړ.
ایکنانیوز د «الرأي» په حواله راپور راکړ، د فلسطین د اوقافو او دیني چارو وزارت د غزې تړانګې له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۱۸۶۳ نارینه او ښځینه ګډونوالو د معلوماتو د ثبتولو بهیر له بشپړېدو وروسته، د قرآن کریم د حفظ او تفسیر د «الاقصی» نومې پنځهویشتمې کورنۍ سیالۍ د نوملیکنې پای ته د رسېدو خبر ورکړ.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره شو چې د غزې له ټولو سیمو څخه ۱۸۶۳ نارینه او ښځینه ګډونوالو نوملیکنه کړې وه، څو د مقدماتي پړاو لپاره چمتووالی ونیول شي؛ ټاکل شوې وه چې دغه پړاو د یکشنبې په ورځ د تخصصي فرعي کمېټو تر څارنې لاندې پیل شي.
د وروستیو برېښنائي نوملیکنو د معلوماتو له مخې، دغه وزارت په سیالۍ کې د لوړې کچې ګډون خبر ورکړی او ویئلې ئې دي ،چې ۶۲۲ نارینه او ۱۲۴۱ ښځینه ګډونوالو په دې سیالۍ کې نوملیکنه کړې ده.
په لومړۍ برخې کې ، یعنې د ټول قرآن کریم د حفظ په برخې کې ۲۶۱ نارینه او ښځینه ګډونوالو؛ په دویمه برخه، یعنې د ۲۰ سپارو یا جزؤ د حفظ په برخې کې ۱۸۵ ګډونوالو؛ او په درېیمه برخه، یعنې د ۱۰ سپارو یا جزؤ د حفظ په برخې کې ۱۴۱۷ نارینه او ښځینه ګډونوالو نوملیکنه کړې ده. د ګډونوالو تر ټولو لوړه شمېره په همدې درېیمه برخې کې ثبت شوې ده.
د تصویب شوي پروګرام له مخې، مقدماتي پړاوونه د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۲۵مه، د سیالیو د څارونکو فرعي کمېټو په مرکزي دفتر کې پیل شوي دي.
د فلسطین د اوقافو وزارت اعلان کړی چې د دغې سیالۍ پنځهویشتم پړاو د عمان د خیر غوښتونکو په سخاوتمندانه مرستو او د «مداد الخیر» د بېړنیو مرستو د کمپاین په ملاتړ او همکارۍ ترسره کېږي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې د خلکو پراخ ګډون په فلسطینۍ ټولنې کې د قرآن کریم د ژور شتون څرګندونه کوي او دا ښيي چې د غزې د تړانګې خلک، سره له دې چې سیمه له سختو او بېساري شرایطو سره مخ ده، د قرآن کریم له آسماني کتاب سره د حفظ او د آیتونو د تدبر له لارې د نږدې پاتې کېدو لېوالتیا لري.
https://iqna.ir/fa/news/4370044