ایکنا- د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د بورسا ولایت «صفا» جومات د دودیزې مذهبي معمارۍ او اوسمهالې معمارۍ د مشترکاتو له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «ډیلي نیوز» ورځپاڼې په حواله ئې ر اکړی ،راغلي دي، د «صفا» جومات په ۲۰۱۳ کال کې د ۱۲۵۰ میتره مربع ځمکې پر مساحت د یوه کوچني مذهبي مجموعې په توګه جوړ شوی او د ۹۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري. دغه جومات د عبادت تر څنګ د کنفرانسونو تالار او ورزشي امکانات هم لري او د بورسا او د ترکیې د نورو ښارونو سیلانیان ځانته جلبوي.
د دغه جومات تر ټولو ځانګړې ځانګړنه خوځنده چت دی چې د جوړښت میکانیزم ئې د ګاډي د «سن روف» (sunroof) په څېر دی. د ګنبد هغه شیشه یي برخه چې ۱۲۰ میتره مربع مساحت لري، د ریموټ کنټرول له لارې پرانیستل او تړل کېږي. دا ځانګړنه د اوړي په ګرمو میاشتو کې د جومات په دننه کې د طبیعي هوا د جریان زمینه برابروي.
دغه طرحه دودیزه مذهبي معماري له اوسمهاله انجینرۍ سره یوځای کوي. د معمول جوماتونو پر اپوټه، د صفا جومات چلچراغ نه لري؛ بلکې د دغه جومات دننه روښانتیا د LED څراغونو له لارې ترسره کېږي، چې د جومات له ساده او مینیمال معمارۍ سټایل سره همغږي لري.
بورسا لا هم د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د پام وړ شمېر ځانته جلبوي. د بورسا ولایت د کلتور او ګرځندوی ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دغه ولایت په استوګنیزو مرکزونو کې له یو میلیون او ۷۶۰ زرو څخه زیاتو کسانو استوګنه کړې ده. د دغه ښار عثماني میراث، چې د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې ثبت شوی، بورسا ئې د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د ګرځندوی له مهمو مقصدونو څخه ګرځولې ده.





https://iqna.ir/fa/news/4369842