IQNA

16:12 - August 18, 2026
د خبر لمبر: 3493203

د مکې په دفاعي تړون کې دې د درست اسلامی امت او اسلامی هیوادونو ګټې او حقوق په نظر کې ونیول شي

ایکنا- د پاکستان یوه دیني عالم او د دینی اوسیاسی چارو تکړه کارپوه د عربستان،ترکیې او پاکستان ترمینځ د مکې دفاعی تړون په باب روښانه کړه ،که دغه شان تړون د غزې د مظلومو بې څوکه خلکو د بوږنونکو حالاتود رابرسیره کیدا په وخت جوړ شوی وائ نو لازیات به ئې د اسلامی او انسانی اقدارو خدمت کړی وائ او باید دغه شان تړون  د تفرقې او درز لپاره نه ،بلکې د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو د حقوقو د احقاق لپاره وکارول شي.

ډاکټر غیور غالب

یکنانیوز  راپور راکوي، د پاکستان یوه تکړه دینی عالم او د دینی اوسیاسی چارو تکړه کارپوه او ټولنیز فعال  ډاکټر غیور غالب  د مکې د دفاعی او امنیتی تړون په باب  له ایکنانیوز سره په خصوصی خبرو کې ووئيل، که دغه شان تړون د غزې د بې څوکه او مظلومو خلکو د وینو دبهیدا او د هغوي د کورونو د ویجاړیدا په  وخت همدغو اسلامی هیوادونو له خوا جوړ شوی وائ ،نو خپل اسلامی او انسانی حق به ئې ادا کړی ؤ،البته  که څه هم دغه تړون په ځنډ سره دی ،خو د اسلامی امت لپاره یو نیک  ځيری کیدلی شي . هغه روښانه کړې ده ،که د غه تړون د اسلامی امت د یووالی او اتحاد او دغه راز د اسلامی هیوادونو د حقه حقوقو د احقاق لپاره وکارول شي او په دغه تړون کې نور اسلامی او سیمه ایز هیوادونه هم شامل شي ، نو دا به نه یوازې د حقوقو  داحقاق سبب شي،بلکې په درستې نړئ کې به د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو د هویّت او ځائيګي د ساتلو سبب هم شي  او د استکبار  او استعمار  په تیره بیا امریکائي او اسرائیلي قدرتونه به  د سیمې له هیوادونو د ناوړې استفادې جراءت ونه لري.

له ډاکټر غیور غالب سره بشپړ مرکه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

captcha