IQNA

6:36 - August 19, 2026
د خبر لمبر: 3493204

په الجزایر کې د قرآن د ملي اوونۍ لپاره مقدماتي سیالۍترسره شوې

ایکنا- د الجزایر د قرآن د ملي اوونۍ د ۲۸ پړاؤ  لپاره د قرآن ملي مقدماتي سیالۍ د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په دغه هېواد کې ترسره شوې.

قرآنی فعالیتونه

د ایکنا د راپور له مخې، د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزیر یوسف بلمهدي د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، د قرآن د ملي اوونۍ د ۲۸   د پړاؤ  لپاره د ملي مقدماتي سیالیو د فعالیتونو د پیل څارنه وکړه. دغه سیالۍ د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کېږي.

نوموړي په دغو سیالیو کې په خپلې وینا کې وویل: «دا ستره سیالي چې د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون په ملاتړ ترسره کېږي، د اسلامي امت په ژوند کې د قرآن چورلیزي مقام او همدارنګه د ملي هویت په ساتنې او په ټولنې کې د اخلاقي ارزښتونو په ټینګښت کې د هغه تاریخي رول څرګندوي.»

هغه زیاته کړه: «قرآن ته پاملرنه، د هغه زده کړه او د قرآن له اهل کسانو درناوی، په الجزایر کې د دیني او ملي اقتدار د ساتنې په چوکاټ کې تعقیبېږي.

بلمهدي د قرآني بنسټونو د پرله‌پسې پراختیا او د قرآن په مدرسو او زاویو (د قرآن د دودیزې زده‌کړې مرکزونو) کې د کارکوونکو ښوونکو او استادانو د روزنې او زده‌کړې د کچې د لوړولو لپاره ترسره شوې هڅې وستایلې.

هغه یادونه وکړه چې دغو هڅو د الجزایري ګډونوالو سره مرسته کړې ده چې په بېلابېلو نړیوالو قرآني محفلونو او سیالیو کې ویاړمنې او د پام وړ پایلې ترلاسه کړي.

د الجزایر د دیني چارو وزیر ټینګار وکړ: د قرآن هغه سیمه‌ییزې سیالۍ چې په تېر جولائی میاشت کې د الجزایر په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوې، د تنکیو زلمیانو، ځوانانو، لویانو او د سواد زده‌کړې په پروګرامونو کې د ګډون کوونکو له ډلې څخه د ۱۵۰۰ کسانو ګډون شاهدې وې.

هغه زیاته کړه: دغو سیالیو د اوسني ملي پړاو لپاره د ګډون په موخه ۲۰۰ تنه وټاکل، چې دا پړاو په شپږو څانګو کې ترسره کېږي. په دې سیالیو کې به له هرې څانګې څخه لس غوره کسان وټاکل شي.

له دې پړاو وروسته به ۶۰ ګډونوال د قرآن د ۲۸مې ملي اوونۍ د ځانګړو سیالیو نهائي سیالیو  ته لار ومومي. ټاکل شوې چې دا نهائي سیالۍ به د سپټمبر د میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې په «بجایه» ولایت کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د قرآن ملي اوونۍ په الجزایر کې له مهمو قرآني فعالیتونو څخه ده چې هر کال په دغه هېواد کې د بېلابېلو قرآني پروګرامونو په ترسره کولو سره لمانځل کېږي.

د قرآن ملي اوونۍ فعالیتونه، چې د الجزایر د ولسمشر په ملاتړ ترسره کېږي، د حضرت محمد(ص) د میلاد د جشن د ځانګړو پروګرامونو یوه برخه هم ده.

https://iqna.ir/fa/news/4370428

captcha