ایکنا- د سعودي عربستان د «ملک عبدالعزیز» د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر د ۴۶ نړیوالې سیالۍ ښځینه او نارینه ګډونوالو په مدینه منوره کې د «ملک فهد» د قرآن کریم د چاپ مرکز لیدنه وکړه.
د ایکنا د راپور له مخې، د «عاجل» په حواله ورکړل شوی ، دغه لیدنه د سیالیو د ګډونوالو لپاره د ځانګړي فرهنګي پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوه. دا لیدنه وروسته له دې شوې چې د سیالیو وروستي پړاوونه، چې د مکې مکرمې په مسجدالحرام کې ترسره شوي وو، پای ته ورسېدل.
ښځینه او نارینه ګډونوال، چې د نړۍ له بېلابېلو براعظمونو څخه د ۱۳۳ هېوادونو ۳۳۴ کسان وو، د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ مرکز له تاسیساتو، بېلابېلو څانګو او د تولید له کرښو څخه لیدنه وکړه او د قرآن کریم د چاپ له بېلابېلو پړاوونو او د چاپ د بیاکتنې او نهائي کولو له وسایلو سره آشنا شول.
هغوی همدارنګه د دغه مرکز د قرآني خپرونو، د قرآن کریم د چاپ او ژباړې په برخه کې له فعالیتونو او له ۸۰ څخه زیاتو ژبو ته د قرآن کریم د ژباړې او په ټولې نړۍ کې د دغه مرکز د خپرو شوو اثارو د وېش له هڅو څخه خبر شول.
د سیالیو ګډونوالو د قرآن کریم د خدمت لپاره د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ مرکز امکانات او تخصصي فعالیتونه وستایل او د قرآن کریم د پاملرنې، چاپ، خپرولو او زدهکړې په برخې کې یې د سعودي عربستان هڅې هم وستایلې.
چهارشنبه؛ د سعودي عربستان د قرآن سیالیو پایغونډه
په عین حال کې، د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د ملک عبدالعزیز د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر د ۴۶ نړیوالې سیالۍ د وروستي پړاو د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
دغه سیالي چې د مکې مکرمې په مسجدالحرام کې ترسره شوه، د ښځینه او نارینه قاضیانو شتون او د نړۍ له ۱۳۳ هېوادونو څخه د ۳۳۴ ګډونوالو د قرآن کریم تلاوتونه شاهد وو.
په دې دوره کې د سیالیو د ټولو جایزو مجموعه هم زیاته شوې او ۱۰ میلیونه او ۲۶۰ زره سعودي ریالو ته رسېدلې ده. همدارنګه د جایزو د ګټونکو شمېر ۵۰ کسانو ته لوړ شوی، چې په پنځو څانګو کې له هرې څانګې څخه به پنځه کسان جایزې ترلاسه کوي.
ټاکل شوې چې د دغو سیالیو د پایغونډه د چهارشنبې په ورځ، یعنی نن د زمري په ۲۸ ، په مسجدالحرام کې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود تر څارنې لاندې ترسره شي او په پنځو څانګو کې له ګټونکو څخه به پکې ستاینه او تجلیل وشي.
د یادونې وړ ده چې د «ملک عبدالعزیز» د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر ۴۶مه نړیواله سیالي د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، په مکه مکرمه کې پیل شوې وه.
د دغو سیالیو موخه مسلمان ځوانان د قرآن کریم حفظ، د هغه د مفهوم درک او تدبر ته هڅول او د عادلانه سیالۍ زمینه برابرول بلل شوې ده.
د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ مرکز چې په مدینه منوره کې موقعیت لري، د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر په ۳۰مه په مدینه کې پرانیستل شو او له نږدې څلورو لسیزو فعالیت وروسته، اوس په نړۍ کې د قرآن کریم د چاپ پر تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.