ایکنا- د مسجدالاقصی خطیب، شیخ عکرمه صبري، ټینګار وکړ چې ددغه جومات په اړه د صهیونیستي رژیم او د هغه د افراطي ډلو هر ډول وړاندیز یا اقدام، پر دې سپېڅلي ځای د حاکمیت او واک د تپلو او د اسلامي اوقافو د ادارې د واکونو د سلبولو په لور ګام دی.
ایکنانیوز، د فلسطین د اطلاعاتو مرکز په حواله راپور راکړی، شیخ عکرمه صبري وویل: په مسجدالاقصی کې د صهیونیستي ښارګوټو د اوسېدونکو نڅا او سندرې ویل ښئي چې دغه ځاي د هغوی لپاره هېڅ ډول سپېڅلتیا نه لري؛ بلکې اصلي هدف ئې د مسلمانانو کمزوري کول او له بلې خوا د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه فلسطین ته د یهودیانو د ورتګ هڅول دي.
هغه زیاته کړه: افراطي ډلې د مسجدالاقصی له موضوع څخه د انتخاباتي تبلیغاتو د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي، څو دکنست یا پارلیمان په راتلونکو ټاکنو کې د افراطي یهودیانو ترمنځ تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي؛ په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې اسرائیلي ټولنه ورځ تر بلې د افراطیت پر لور روانه ده
شیخ عکرمه صبري په مسجدالاقصی کې د روانو اقداماتو او بدلونونو د خطرې په باب خبرداری ورکړ او صهیونیستي رژیم ئې د هر ډول احتمالي تاوتریخوالي یا تېري مسؤول وباله.
د مسجدالاقصی خطیب په پای کې ټینګار وکړ: د مسجدالاقصی پر وړاندې د نیواکګر رژیم اقدامات د فلسطینیانو او مسلمانانو پر مقدساتو ښکاره تېری دی او په دې زمینه کې د اسرائیلو هرډول اقدام، په هر نوم او عنوان سره چې وي، د منلو وړ نه دی.
https://iqna.ir/fa/news/4370982