iqna

IQNA

بچوې
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان د دولسم پړاؤ د کار د پیلیدا په مناسبت پخپل پیغام کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ددفتر مشر حجةالالسلام محمدي ګلپایګاني په پارلیمان کې وړاندې کړ، ددې خبرې په کولو سره چې  هر نوی پارلیمان د هیواد په روښانه   افق کې  یوه نوي ځلا راپنځولی  او  د ملت  انګیزه او امید زیاتولی شي، وفرمائيل، هغه ټکی چې  تل ورباندې ټينګار کوم  دا دی چې  مجلس یا پارلیمان باید د هیواد په  عمومي چاپیریال کې  ورورولۍ  او یوزړتوب ته بلونکی  او  د همتونو  راپنځونکی او امید رابرسیره کونکی شي.
د خبر لمبر: 3489286    خپرونې تاریخ : 2024/05/27

ایکنا – د لبنان د اسلامی عمل  جبهې عمومی غږملونکي ټيڼګار کړی؛شهید رئیسي د خپل نیکه رسول الله(ص)په تعلیماتو  او اسلامی اصولو ته پابند یو مسئول واقعي بیلګه او یو استثنائي شخصیّت او د نړۍ ددرستو مستضعفینو اوپتمنو او دهغو په سر کې د فلسطین د ملت ملاتړی ؤ.
د خبر لمبر: 3489283    خپرونې تاریخ : 2024/05/27

ایکنا – د ایران یو نړیوال قاري حمید رضا احمدي وفا د شهید ولسمشر او د هغه د ملګروشهیدانو د درنښت په دستورو کې چې په امام خمیني امامباړې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په شتون سره ترسره شوي، د الرّحمن سورې له لومړي تر ۱۳ پورې آیتونو تلاؤت وړاندې کړ چې وستایل شو.
د خبر لمبر: 3489281    خپرونې تاریخ : 2024/05/26

ایکنا – د خداي بخښلی ولسمشر شهید آیت الله ابراهیم ریسی، د تبریز د خداي بخښلي جمعې امام حجةالاسلام آل هاشم، خداي بخښلي خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان،د آذربایجان شرقي ګورنر خدای بخښلي مالک رحمتي، د ولسمشر د ساتونکو  سرټیم  سردار سید مهدي موسوي، او ورسره د چورلکې دعملې د شهادت دستورې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي له خوا پرون سهار اته بجې دحضرت امام خمیني په امامباړې کې د سیاسی او پوځي چارواکو، بهرنیو میلمنو، سیاسی او کلتوري شخصیَتونو او د خلکو د مختلفو پرګنو په شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489276    خپرونې تاریخ : 2024/05/26

ایکنا – په قرآن کریم کې د ؛شهد؛ او د؛شهدا؛ ټکی 55 ځله ذکر شوی دی چې ټول د ګواه ،حجت ،حاضر او پوه په معنا دي او یوازې په یوه مورد کې د خدای په لاره کې د مقتول  په معنا  ذکر شوی دی.
د خبر لمبر: 3489275    خپرونې تاریخ : 2024/05/26

ایکنا – د آیت الله ابراهیم ریسی او د هغه د ملګرو شهیدانو  په یاد او  درنښت کې  دقرآن کریم د ختم دستورې د اصفهان   ولایت کې د حضرت امام رضاعلیه السلام د ګرانې خور حضرت زینب(س) په سپيڅلي حرم کې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3489274    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

د خدمت د شهیدانو د جنازو  دستورې د تهران د ولس په ولولناک او پرتمین او میلیوني شتون  سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489273    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا - حضرت ایت الله خامنه اي مرحوم شهید حسین امیر عبداللهیان هم نه ستړی کیدونکی وباله او ویې ویل په داخلي او خارجي جبهو کښې د شهید رئیسي او د شهید حسین امیر عبداللهیان د خدمتونو او د هڅو بیانول یوه اوږده او مفصله کیسه ده.
د خبر لمبر: 3489272    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا – د شهید آیت الله سید ابراهیم  رئیسي د مجاهدانه هلوځلو د قدرونې په ویاړ د قران کریم د ختم ولسی حرکت او کمپین اجرا شوی دی .
د خبر لمبر: 3489271    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا – د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي، شهید ایت الله ابراهیم رئیسي  د ایران او  اسلامی هیودونو په دفاع کې یو داسې شجاع شخصیّت وباله چې د اسلامی امت یو ویاړ او د نړۍ له نورو رهبرانو سره ئې توپير درلود.
د خبر لمبر: 3489270    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا -  د شهید جمهور په قرآني کمپاین کې  د ایران قرآنی شخصیّتونه ،حافظان ،قاریان  او له دغې لړئ سره مینه وال په دغه کمپاین کې برخه اخلي .
د خبر لمبر: 3489269    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاری حمید شاکر نژاد د  اهواز د جندي شاپور د طبي علومو په پوهنتون کې د خدمت د شهیدانو  د درنښت په دستورو کې د الرحمن سورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3489268    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

د آیت الله ابراهیم رئیسي جنازه  د  میلیونونو مینه والو په ویر او ماتم کې  خراسان رضوي ولایت ته په  ترټولو روستي سفر د امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په لور روانه کړئ شوې ده  او خلک په ویر او ماتم کې د یاحسین یاحسین  او شهادت شهادت  او تسلیّت تسلیّت په  چغو سره   خپل شهید و لسمشر بدرګه کوي  څو امام رضا علیه السلام په څنګ کې ئې  خاورو ته وسپاري .
د خبر لمبر: 3489267    خپرونې تاریخ : 2024/05/23

ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود  له پاکستان سره د خدای بخښلي ولمسشر رئیسي  ټینګار ته په اشارې سره  ووئیل، پاکستان ته د ابراهیم رئیسي سفر ددواړو هیوادونو په اړیکو کې د بدلانه پیچومی کیدلی شي او ډاکټر محمد مخبر  به د ملګرتیاؤ او موافقو لارې ته دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3489263    خپرونې تاریخ : 2024/05/23

ایکنا – د شهید ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره د شهیدو ملګروملتو جنازو ته د نړۍ د ۶۸ هیوادونو مشرانو ،لوړپوړو چارواکو او ځانګړو استازو د درنښت دستورې، پرون مازدیګر  د تهران د سرمشریزې په هال کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489262    خپرونې تاریخ : 2024/05/23

ایکنا -حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د لمانځه له اقامې وروسته  د ایران د اسلامی جمهوریت له شهید ولسمشر  او ورسره ملګرو سره ئې خداي په آماني وکړه.
د خبر لمبر: 3489261    خپرونې تاریخ : 2024/05/22

ایکنا -د پاکستان د ولسی جرګې مشر سردار آیاز  صادق د ایران  داسلامی جمهوریت  د ولسمشر شهادت ددرست اسلامی امت لپاره لوي تاوان وبالۀ او وې وئيل، دابراهیم رئیسي  ژوند د ایران او  اسلامی نړۍ ولسونو  خدمت ته وقف ؤ.
د خبر لمبر: 3489260    خپرونې تاریخ : 2024/05/22

ایکنا - د حج تمتع په درشل کې  د مختلفو هیوادونو او په مختلفو توکمو او ژبو سره په لسګونو زره  حاجیان په مدینې منورې کې د نبوي حرم په داخل او شاوخوا کې  په زیارتونو او عبادتونو بوخت دي او له دغه معنوي اوروحاني فرصته  نهایته استفاده کوي او یوه ډیر ه معنوي او روحاني  او له ولولې ډکه فضا ئې رامینځةکړې ده.
د خبر لمبر: 3489258    خپرونې تاریخ : 2024/05/22

ایکنا – د تقلیدي تلاؤتونو د جشنوارې لومړنۍ پړاؤپایزې او نهائي دستورې چې د ولسی شهید او خادم الرضا آیت الله ابراهیم رئیسي  او  ورسره د ملګرو د یاد او درنښت په بڼه کې ترسره شوه  ،د یکشنبې  په مازدیګر د تهران په شهید شهرودي لوبغالي  کې او له قرآنی فعالیتونو سره د زرګونو مینه والو په شتون سره خپل کار پاي ته ورسوه 
د خبر لمبر: 3489257    خپرونې تاریخ : 2024/05/21

ایکنا –د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر او ورسره د ملګرو د چورلکې په پيښې پسې د ایران ملت پشمول ددرستې نړۍ مبارز ملتونه ترډیره حده غمجن او ویرجن شوي دي.
د خبر لمبر: 3489256    خپرونې تاریخ : 2024/05/21