iqna

IQNA

بچوې
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رئیسی او ورسره د ملګرو د چورلکې  په غمجنونکي پيښې پسې په مشهد کې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپیڅلي حرم بیرغ د ملی ویر د شپو ورځو په پیلیدا سره خپل ځاي تور بیرغ ته پریښود.
د خبر لمبر: 3489255    خپرونې تاریخ : 2024/05/21

ایکنا – د حضرت امام رضا علیه السلام د صریح د ننه په فضا کې د شهید آیت الله رئیسي خالصانه زړه بایلونکي انځورونه د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره یو ځای لیدل کیږي.
د خبر لمبر: 3489254    خپرونې تاریخ : 2024/05/21

ایکنا – د ایران په آذربایجان شرقي ولایت کې د ولی فقیه نماینده او د تبریز د جمعې امام ایت الله سید محمد علی آل هاسم  د قرآن د نړیوال خبری آژانس (ایکنا) افتخاری خبریال ؤ، دغه لوی عالم او ولسی ویاړمن د ولسمشر د چورلکې په پیښې کې  شهید شو.
د خبر لمبر: 3489253    خپرونې تاریخ : 2024/05/21

په درست هیواد کې پنځه ورځې  عمومی ویر
 ایکنا – حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر او ورسره  د ملګرو د شهادت په مناسبت  په تسلیّت وئيلو او د ۵ ورځې عمومی ویر په اعلانولو سره  وفرمائيل؛  محترم رئیسي  ستړیا نه پيژندله . په دغې تراخې پيښې کې د ایران ملت  له یوه مخلص، ارزښتمن او صمیمي خدمت کونکي  محرومه شو . د هغه لپاره  د  خلکو رضایت او صلاح  د الهي رضایت ښودنه کوي، پر هر څه برلاسه باله، له دې امله د ځينو بدغواړو  او ناشکره کسانو کړاؤنه  او ځورول  د چارو د اصلاح او پرمختګ لپاره د هغه د شپې ورخې هڅو خنډ نه کیدل.
د خبر لمبر: 3489252    خپرونې تاریخ : 2024/05/21

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
 ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د یارلسم  ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي چې پخپلې کارنامې کې ئې د رضوي مقدس حرم منجوري هم درلوده او د مقاومتي چورلیز او فلسطین پشتیبان ؤ ،عین دخدمت په وخت کې د شهادت لوړې درجې ته ورسید.
د خبر لمبر: 3489251    خپرونې تاریخ : 2024/05/21

ایکنا -  حسن مسلمي نائیني ووئيل، شهید آیت الله رئیسي په هغه ډير تواضع سره چې ئې درلود،د خلکو خدمت ته لیواله ؤ او  له خلکو سره د خدمت ډير زیات شوق درلود.
د خبر لمبر: 3489250    خپرونې تاریخ : 2024/05/21

ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او هغه سره د مله پلاوو شهادت د نړیوالو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی چي ورته به یوه لنډه کتنه وکړو
د خبر لمبر: 3489247    خپرونې تاریخ : 2024/05/20