IQNA

پاکستان ته د شهید رئیسي سفر ددواړو هیوادونو په اړیکو کې د بدلانه پيچومی کیدی شي

8:38 - May 23, 2024
د خبر لمبر: 3489263
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود  له پاکستان سره د خدای بخښلي ولمسشر رئیسي  ټینګار ته په اشارې سره  ووئیل، پاکستان ته د ابراهیم رئیسي سفر ددواړو هیوادونو په اړیکو کې د بدلانه پیچومی کیدلی شي او ډاکټر محمد مخبر  به د ملګرتیاؤ او موافقو لارې ته دوام ورکړي.

ایکنا نیوز د رهبرۍ د ویبپاڼې له قوله راپور راکوي،  د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ورسره پلاوي سره په کتنې کې د پاکستان د ورور ملت او حکومت  دهمدردئ د ښودلو په زړه پورې مننې سره  ووئيل،  دایران د اسلامی جمهوریت لپاره  له پاکستان سره  اړیکې ډير اهمیّت لري او دغه هیواد ته زمونږ نظر د ورورولۍ نظر دی ، البته په وروستیو کلونو کې  د دواړو هیوادونو اړیکې له ځينو ټيټو هسکو سره مخ دي او مونږ باؤري یوو ، د پاکستان دن وي حکومت په پړاؤ کې ددغو اړیکو  د بیا اوج ته د رسیدا امکان شته دی.

د اسلامی انقلاب معظم  لارښود  له پاکستان سره د  اړیکو په اهمیّت د خدای بخښلي ولسمشر ریسي ټينګار ته په اشارې سره ووئيل،  پاکستان ته د  ښاغلی رئیسي وروستی سفر  ددواړو هیوادونو په اړیکو کې مهم ټکی کیدلی شي  او ډاکټر محمد مخبر  به د ملګرتیاؤ او موافقو لاره په جدیّت سره تعقیب کړي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي دغه راز  ووئيل، د وروڼو هیوادونو ترمینځ دوستانه ارتباطات  همیشه په آسانۍ سره پرمخ نه ځي  اوباید  پر خنډونو بریالي شو او  دملګرتیاؤ پرمختګ  په جدیت سره او په عمل کې تعقیب شي.

د پاکستان  لومړي وزیر شهباز شریف هم  په دغې کتنې کې،پاکستان ته د ښاغلی رئیسي څه وخت مخکې سفر ډير ګټه ور او د راتلونکی د لارې د نقشې او داړیکو دلازیاتې پراختیا زمینه جوړونکی وباله او هیله ئې وښودله  چې  په مختلفو زمینو کې  اړیکې  لا لوړې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4217771    

captcha