iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(غزه) د فلسطین د مقاومتی چورلیز د مبارزانو  او د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله پوځیانو ترمینخ   دطوفان الاقصی  عملیاتو په  اوج کې نښتې دوام لري او  ناکراریو اووحشت څپې په نیواکي ټاټوبو سیوری غوړولی دی  او صهیونیسټانو هم دغزې تړانګې په مختلفو سیمو خپلې بې آمانه بمبارۍ جاری ساتلي دي  چې د سلګونو عامو خلکو د شهادت او د سلګونو کورونو د ورانیدا سبب شوي دي
د خبر لمبر: 3488091    خپرونې تاریخ : 2023/10/11

ایکنا-(تهران) د نیجریه د اسلامی غورځنګ مشر او د افریقا د شیعیانو رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي  تهران ته په رارسیدا سره ووئيل، ډیر خوشال یم چې دغه شان لوی جمعیّت د مقاومت ملاتړ کوي،له منننې او قدرونې پرته نور بل هیڅ خبره نه لرم ، هیله مند یم چې اسلامی انقلاب په دنیا کې په بدلون راوستو سره د امام الزمان(ع) د ظهور زمینه برابره کړي.
د خبر لمبر: 3488089    خپرونې تاریخ : 2023/10/11

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د فلسطیني ځوانانو په وروستۍ حماسې کې د صهیونیسټي رژيم نه جبرانیدونکي ناکامئ ته په اشارې سره  ټينګاروکړ، وحشی صهیونیسټي رژيم د تلې دمیاشتې له پنځلسمې نیټې څخه وروسته  یعني د فلسطینیو  ځوانانو  له شجاعت ډلې حماسې  ورځې وروسته نور د  مخکې په څير صهونیستي رژیم نه دی،ددغې سترې بلا عامل د صهونیسټانو خپل کړچار دی  ځکه چې  کله تاسو وحشيتوب  او وحشي خوي  له حده زیاتوئ ڼو باید د ؛طوفان ؛ په تمه ووسئ
د خبر لمبر: 3488084    خپرونې تاریخ : 2023/10/10

ایکنا-(غزه) د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع خان یونس سیمې باندې د وحشي صهونیسټي رژيم  دجنګي الوتکو په حملې کې  مسجد الامین په بشپړ ډول په کنډوالې بدل شو.
د خبر لمبر: 3488083    خپرونې تاریخ : 2023/10/10

ایکنا-( غزه) د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس  پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو دیوې ویډیو په خپرولو سره اعلان کړی دی ، چې په طوفان الاقصی جنګ کې ئې له خودکش ډرونز استفاده کړې ده.
د خبر لمبر: 3488072    خپرونې تاریخ : 2023/10/08

ایکنا-(کویټه) د د بلوچستان صوبې د مستونګ د پولیسو یوه افسر جاوید لهړي په وینا چاودنه د مستونګ په الفلاح سړک کې د جومات ترڅنګ شوې او دد یوه ډيس ایس پي پشمول 47 کسان پکې شهیدان شوي دي او کابو 60 ټپیان هم روغتونونو ته منتقل کړئ شوي دي
د خبر لمبر: 3488023    خپرونې تاریخ : 2023/09/29

ایکنا-(غزه) د فلسطین په غزې کې د فلسطیني مقاومت چورلیز  دعملیاتو ګډې کوټې د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح سترې دروازې په وړاندې د ؛مقاومت ورځ ؛ په یاد کې د یادګار د بشپړیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3487985    خپرونې تاریخ : 2023/09/21

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العطمی سید علی خامنه اي وفرمائيل؛په سیمې کې د ایران معنوي شتون  د امریکا او ځینو  نورو هیوادونو چغې او شور ماشور پورته کړي دی.
د خبر لمبر: 3487982    خپرونې تاریخ : 2023/09/20

ایکنا-(تهران)ّد اسلامی انقلاب ستر لارښود نن د ایران د اسلامی جمهوریت له مشر او حکومتي کابینې غړو سره په کتنې کې ټينګار وکړ، دحکومتونود کار راز باید د الهی رضایَت ترلاسه کول او د خلکو لپاره کار وي.
د خبر لمبر: 3487877    خپرونې تاریخ : 2023/08/31

د صهیونیسټي پوځیانو جنایتونه
ایکنا - (فلسطین) د الجزیرې خبري چینل د خبر په حواله، د اسرائیلو پوځ د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې په نابلس کې یې پر یوه موټر باندې د برید له امله، درې فلسطینیان په شهادت رسولي دي.
د خبر لمبر: 3487684    خپرونې تاریخ : 2023/07/25

 د محرم په درشل کې حسیني حرم په تورو ټوکرو وپوښل شو(فیلم او انځورونه)
د خبر لمبر: 3487640    خپرونې تاریخ : 2023/07/17

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د شهیدان و له سلګونو کورنیو سره په کتنې کې شهیدان د ایران د تاریخ برلاسه اتلان وبلل او د رسانئ او هنر  مسئولان ئې په هنري انداز سره د شهیدان ود یاد او د ځوان نسل لپاره  دبیلګه جوړونې په ژوندي ساتلو کې لازیاتې  هڅې ته وبلل.
د خبر لمبر: 3487525    خپرونې تاریخ : 2023/06/25

د حرم د مدافعو شهیدان و یوشمیر کورنئ پرون (سه شنبه) د ذې الحجې په لومړۍ نېټه چې د حضرت علي (ع) او حضرت زهرا (س) د واده له کلیزې سره برابره وه، په امام خمیني (ره) حسینیه کې  د اسلامي انقلاب د ستر لارښود مېلمانه وو.
د خبر لمبر: 3487506    خپرونې تاریخ : 2023/06/21

قرآن څه وائي/53
ایکنا-(تهران)په ژوند کې تل ناکامئ وي او ترڅنګ ئې ځینی بریالیتوبونه هم موجود وي. یوا داسې پوښتنه چې د ناکامیو په وخت د مونږ په ذهن کې  ګرځي ، دا ده چې ولې مونږ  ماته وخوړله ؟ ولې بریالي نه شوو؟ او  ددغو پوښتنو په افق کې  له خپګان او سټریس سره مخ کیږو.
د خبر لمبر: 3487411    خپرونې تاریخ : 2023/05/30

ایکنا-(تهران)  د انګلستان یو مرکز پخپل یوه ځانګړي راپور کې وئيلي دي چې په افغانستان کې  په تیره بیا د دغه هیواد په شمال کې د شیعیانو په ضد د داعشیانو حملې زیاتې شوي دي.
د خبر لمبر: 3487374    خپرونې تاریخ : 2023/05/22

ایکنا-(تهران) د فلسطین د جهادِ اسلامي غورخڼګ عمومي منشي زیاد النخاله ووئيل،مونږ په سیاسي جنګ کښې ښه کړنلاره درلوده او یوه پياوړې معادله مو وروتپله.
د خبر لمبر: 3487357    خپرونې تاریخ : 2023/05/18

ایکنا-(تهران) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ دخیبر پختونخواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدی د قبایلی مشرانو په ټول کې پخپلې وینا کې ووئيل، ایم ډبلیو ایم ولسی غورځنګ به  خپلې هغې پالیسۍ ته چې پاکستان باید یوه خپلواکه  پالیسی ولرل شي او د بهرنیو قدرتونو  لاسوهنو مخه دې ونیول شي،ژمن وي او د خپل ګران هیواد دترقۍ او پرمختګ لپاره به خپلو هغو هلوځلو ته دوام ورکړي
د خبر لمبر: 3487345    خپرونې تاریخ : 2023/05/16

ایکنا-(تهران) د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې د  تری منګل په سکول کې د علم  دخورونکو څلور و استاذانو او درو ډرائيورانو د قاتلانو په ضد نن په پاره چنار ښارکې په سلګونو میرمنو اوماشومانو هم مظاهره وکړه او دعلم د قاتلانو د سزاکولو غوښتنه ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3487329    خپرونې تاریخ : 2023/05/13

ایکنا-(تهران) د پاکستان په پاراچنار کې په تري منګل هائي سکول کې پرون د شهید کړائ شوو اوو استاذانو د جنازو په دستورو کې ویناوالو ووئيل،پد مظلومواستاذانو وینه به هیڅکله هم صائع نشي او  د دجهالت دغه وحشي ډوله  تبلیغ کونکي به حتما  دخپل انجام سزا وویني
د خبر لمبر: 3487290    خپرونې تاریخ : 2023/05/05

ایکنا-(تهران) د فلسطین د سرې میاشتې د ایمر جنسي مرکز مدیر احمد جبریل ووئيل،د صهیونیسټانو په حملو کې ۱۶۶فلسطینی ښاریز ټپیان شوي او  او دغه راز ۱۵۲نور هم د اوښلن ګیسو له امله اغیزمن شوي دي.
د خبر لمبر: 3487288    خپرونې تاریخ : 2023/05/05