عرفات

IQNA

بچوې
ایکنا- د حج تمتع د مناسکو له رسمي پیل سره هم‌مهاله، د سعودي عرب چارواکو وئيلي دي چې د بیت‌الله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې د «مِنا» مشعر ته رسېدلي دي او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج مراسمو، په ځانګړي ډول د «یوم الترویه» لپاره ټول اجرائي، خدماتي او ډیجیټلي تدابیر بشپړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492827    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا - د سعودي عربستان چارواکو وئيلي دي چې د حج د زیارتوالو د لا ښه خدمت لپاره یې په مسجدالحرام او مسجدالنبي کې د یخَولو او سمارټ  رڼا ستر سیستمونه فعال کړي دي؛داسې سیستمونه چې د نړۍ له تر ټولو لویو سړوَنکو او رڼا ورکونکو ټولګو شمېرل کېږي او د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته د میلیونونو حاجیانو هوساینه او امنیت تضمینوي.
د خبر لمبر: 3492821    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا-  «له بکس یا بکسې  پرته حج»  په نامې سره طرحه سږ کال د لومړي ځل لپاره پر ټولو بهرنیو   حاجیانو او زیارتوالو  عملي کېږي. دا کار د دې طرحې پراخوالی او بشپړتیا ښئي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د خدای د کور د مېلمنو  له کومې استثنا پرته خدمت وشي، او په دې توګه په نړیواله کچه د خدماتو د معیار یو شانوالی او د عملیاتو د اغېزمنتیا لوړوالی تضمین کړي.
د خبر لمبر: 3492819    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا-  د حج په شپو ورځو کې له د رستې نړۍ  په میلیونونو  مسلمانان  د حج تمتع  د مناسکو په ترسره کولو سره ، د خدای د کور له طوافه او د صفا او مروې ترمینځ له سعي کولو رانیولې به عرفې کې  تر وقوف، په مشعر کې د شپې ترپاتیکیدا،په منا کې تر قربانۍ  او تر رمی جمرات پورې  د اسلامی اتحاد او یووالی او د بندۍ  او ایمان بې مخینې ځلا نندارې ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3491242    خپرونې تاریخ : 2025/06/08

ایکنا د مسجدالحرام او نبوي شریف د دیني چارو د ادارې مشر ووئيل؛  د ۱۴۴۶ قمری کال  د حج موسم لپاره ئې د عرفې ورځې د خطبې د ژباړې پروژه په ۳۵ ژوندیو ژبو پیل کړې ده. 
د خبر لمبر: 3491204    خپرونې تاریخ : 2025/06/01

اینا-(مکه مکرمه) د بیت الله الحرام حاجیان د عرفات په صحرا کې په شتون سره  او د عرفې د ورځې د مناسکو په ترسره کولو سره د حج لوي او عظم رکن  ادا کوي او  دغه ولولناک او میلیوني شتون یوه په زړه پورې منظره  نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3487545    خپرونې تاریخ : 2023/06/28

دبیت الله الحرام حاجیانو ته د مسلمانانو دولی امر پيغام
ایکنا-(تهران ) دمسلمانانو ولی امر د حج په مناسبت پخپل مهم پیغام کې وفرمائيل ؛  د مسلمانانو وحدت د حج له دوو اساسي ستنو یوه ستنه ده چې کله له ذکر او معنویت سره -چې د دغه راز او رمز لرونکې فریضې بله اساسي ستنه ده -یو ځای شي  نو اسلامي امت د عزت او نېکمرغۍ اوج ته رسولی او هغه د  «وَ لِلَّهِ العِزَّةُ وَ لِرَسولِهِ وَ لِلمُؤمِنين»  مصداق ګرځولی شي. حج د  دغه دوو سیاسي او معنوي عناصرو ترکیب دی: او د اسلام مقدس دین د سیاست او معنوی یوه برمناکه او عظیمه ګډوله ده.
د خبر لمبر: 3485967    خپرونې تاریخ : 2022/07/08

نړیواله: د بیت الله الحرام حاجیانو؛ په عرفات بیدیا کی له مشرکینو څخه د برائت په مراسمو کی، د مسلمانانو په وحدت او یو موټی توب، او د دښمنانو له تفرقه اچونکو پلانونو سره په مقابلی کولو ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3481457    خپرونې تاریخ : 2018/08/21

نړیواله ډله: د حج تمتع مناسک له پرون سهار د بیت الله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې له مکې نه مشعر منا ته را تللو سره  شورو شو.
د خبر لمبر: 3481453    خپرونې تاریخ : 2018/08/20