iqna

IQNA

بچوې
ایکنا - په دوحې کې د افغانستان د طالب حکومت دسیاسی دفتر مشر، د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې د لوي څارنوال  په غوښتې پسې  ووئیل؛  دغه اقدام  د افغانستان اوروسیې ترمینځ د خبرواترو  او ملګرتیا لپاره د نوو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3490905    خپرونې تاریخ : 2025/04/03

ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود  پرون  د اسلامی نظام د مسئولانو، داسلامی هیوادونو د سفیران و  او نمایندګیو د مشرانو په ټول کې د سترو قدرتونو له کلنګ اخستو سره او له سرزروئ سره مقابله  د اسلامی امت په وحدت او بصیرت  کې وبلله او  د درستو اسلامی حکومتونو په لور د ایران د اسلامی جمهوریت د ورورولۍ  د لاس په اوږدولو باندې په ټينګار سره  ووئیل؛  په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټ رژيم  او دهغو د ملاتړ له بې مخینې جنایتونو سره د اغیزشیندونکي ډغرې  لاره ، د اسلامی حکومتونو ، اتحاد، یوزړتوب او یوه خوله کیدا ده.
د خبر لمبر: 3490896    خپرونې تاریخ : 2025/04/01

ایکنا - د ایران ن د اسلامی شورا مشر روښانه کړه،اسلامی هیوادونه او اسلامی امت دې د وحشي صهیونیسټي رژیم د وحشیتوب او جنایتونو د مخینوي لپاره دې سره یو موټی شي، او په  اقتصادی بندیزونو سره دې په سیمې  کې ددغه جنایتکار رژیم  حیاتي رګونه دې غوڅ کړي.
د خبر لمبر: 3490051    خپرونې تاریخ : 2024/10/23

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود په خپلې وینا کې ټينګار وکړ، په نړیوالو تعاملاتو کې هوښیار عمل کول حکمت دی او باید سفیران او نور استازي په دې اړه پخپلو دندو بشپړ عمل وکړي او د ایران د اسلامی جمهوریت دریځ په روښانه  او جوت ډول دنړیوالو غوږونو ته ورسوي.
د خبر لمبر: 3487363    خپرونې تاریخ : 2023/05/20

ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود، د صهیونیستي رژیم تدریجي زوال ته په اشارې سره وفرمایل : دغه زوال چې څو کاله مخکې پیل شوی وو اوس ګړندی شوی دی او اسلامي نړۍ باید له دغه ستر فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د خبر لمبر: 3487226    خپرونې تاریخ : 2023/04/22

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ايد اسلامی نظام  له یو شمیر مسئولانو،داسلامی هیوادونو له سفیران و او استازو او دقرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کونکو میلمنو سره په کتنې کئې د فلسطین له مظلومانو په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت څرګند او جوتو دریځونو ته په اشارې سره ووئيل، اسلامی انظام هیچا ته تمه نه کوي او د فلسطین له ملته په ښکاره ملاتړ او دفاع سره ،په هرې طریقې سره چې وي،هماغه راز به دوي سره مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3486916    خپرونې تاریخ : 2023/02/18

نړیواله ډله: الاحوازیه تکفیري ترهګرې ډلې چې بریتانیا او سعودي عربستان ورسره مالي مرستې او ملاتړ کوي پرون په اهواز کښې د ترهګرې پیښې مسولیت پرغاړه اخیستی .د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی بیګا د انګلستان د سفیر په نشتون کښې د بریتانیا موقته شارډز افیر او د ډانمارک او د هالینډ د سفیران و خارجه وزارت ته د احضارولو خبر ورکړ .
د خبر لمبر: 3481535    خپرونې تاریخ : 2018/09/23