ایران - پاڼه 17

IQNA

بچوې
ایکنا – په ملګرو ملتو  کې د ایران نمایندګۍ د امریکا له خوا  د ایران پر خاورې د برید په غبرګون کې، امنیت شورا ته په یوه بیړني لیک کې دغه  تېریګر  اقدامات سخت محکوم کړي چې بې له کومې  مخکینئ لمسؤنې  او له مخکې پلان شوي وو،امنیت شورا څخه ئې غوښتي چې بیړنۍ ناسته دې  جوړه کړي او دا بریدونه دې په سختو ټکو وغندي. 
د خبر لمبر: 3491301    خپرونې تاریخ : 2025/06/22

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د امریکا لخوا د ایران پر سوله‌ییزو ایټمي تاسیساتو له برید وروسته په خپل ټولنیز چینل ایکس پاڼې کې لیکلي: د ملګرو ملتو د منشور او د هغه د اصولو  او قواعدو په اساس  چې د ځان د دفاع په چوکاټ کې د  روا او جایز ځواب اجازه ورکوي، ایران د خپل حاکمیت، ګټو او د خلکو د دفاع لپاره ټولې ټاکنې خوندي ساتي.
د خبر لمبر: 3491299    خپرونې تاریخ : 2025/06/22

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو له خوا د جنایتکارو او صهیونیسټي رژیم په خلاف د عده ۳ عملیاتو شلمه څپه او مرحله د دښمن له دفاعي ډال او توغندوي دفاعي سسټموو څخه د تیریدا  له نوو تاکتیکونو څخه په استفادې او دغه رازپه ویجاړونکي سرجنګي قدرت سره  له مایع اوجامدو سونګ لرونکو توغندیو څخه په استفادې سره غورا جوړه کړې ده.
د خبر لمبر: 3491298    خپرونې تاریخ : 2025/06/22

ایکنا -  د محمد رسول الله(ص) مداحي همخوانئ ډلې غړو  د آل عمران سورې د ۱۴۶آیت په ګډه تلاوت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3491296    خپرونې تاریخ : 2025/06/21

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن  او معارف چینل  په ژوندئ بڼه په دغو شپو و رځو کې له کتونکو سره یو ځ اي د قران کریم د آیتونو دتلاوت او دعاګانو  خپرول پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3491295    خپرونې تاریخ : 2025/06/21

ایکنا – د کربلا د جایزې  قرآن نړیوالو سیالیو څلورم پړاؤ نتیجې اعلان شوې او د  ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې  د ایران دا سلامی جمهوریت دوو نمایندګانو لومړی او دوهم مقام خپل کړ.
د خبر لمبر: 3491294    خپرونې تاریخ : 2025/06/20

ایکنا- د پاکستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددغه هیواد ټوله مشترکې پولې فعالې دي او له دې سره توپیر لرونکي ادعائي راپورونه دروغ دي.
د خبر لمبر: 3491293    خپرونې تاریخ : 2025/06/19

ایکنا - د ایران اسلامی جمهوریت د ګواښ او تیریو په سیوري کې هیڅکله هم له خبرو اترو سره لیوالتیا نه لري او عمان ته د ایران دخارجه وزارت هیڅ یو پلاوی نه دی تللی
د خبر لمبر: 3491292    خپرونې تاریخ : 2025/06/19

ایکنا - سترد دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاانی وفرمائيل؛حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د سلګونو میلیونونو مومنانو رهبر دی  او مومنان  دخپل رهبر  او لارښود  له ژونده خپل ځانونه د قربانولو په رودو ښه پوهیږي.
د خبر لمبر: 3491291    خپرونې تاریخ : 2025/06/19

ایکنا - د ایران قدرتمنو فتاح  او سجیل نومې ماډرنو توغندیو د تل ابیب پشمول د صهیونیستي رژيم ستر پوځي  او څيړنیز او پوځي مرکزونه په نښه کړل  او د تیریګر رژيم بلاغواړو متحدانو ته ئې  جوَت پيغام واستوؤ
د خبر لمبر: 3491290    خپرونې تاریخ : 2025/06/19

د مصر یو مشهور قاری عبدالفتاح طاروطي  له نیواکګر صهیونیسټي رژيم سره  په مقابلې کې د ایران له ولس سره خپل پیوستون اعلان کړ او له خداوندمتعاله ئې د یران د اسلامی  جمهوریت لپاره د بریالیتوب  او د قرآن کریم په برکت د تائيد دعا وکړه.
د خبر لمبر: 3491288    خپرونې تاریخ : 2025/06/18

ایکنا - د خبیث رژيم او دامریکا دړکه ورکونکی ولسمشر  دې پوهه شي ، چې د ایران له ملت سره بابد په احترام سره خبره وکړي  او ګواښونکي  دړکې هیڅ ګټه نه ورکوي. هغه کسان چې  ایران له تاریخه خبر دي ، ښه پوهیږي چې د ایران ملت د هیڅ ډ،ل تپنو په وړاندې نه تسلیمیږي او په هرډول شرائزطو کې د خپلو حقه حقوقو  دفاع کوي او نورو تپونکو سولې  او دوکې باندې ښه پوهیږي.
د خبر لمبر: 3491287    خپرونې تاریخ : 2025/06/18

ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی  اړیکو ادارې  د وعده صادق ۳ ویاړمنو او قدرتمنو عملیاتو له یولسمې څپې سره په یووخت په یوې خبرتیا کې ټينګار وکړ، د فتاح اول  ماډل توغندي د شرغواړي صهیونیسټي پوځ د افسانوي دفاعی سسټم د پاي  پیل دی.
د خبر لمبر: 3491286    خپرونې تاریخ : 2025/06/18

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکو د توغندیو پر صهیوینسټي سیمو باندې د لګیدا دغه وحشي رژيم لالهانده کړی دی.
د خبر لمبر: 3491285    خپرونې تاریخ : 2025/06/17

ایکنا - د ایران د توغندوي بریدونو اتمه څپې د نیواکي ټاټوبو پراخې سیمې په نښه کړې. 
د خبر لمبر: 3491284    خپرونې تاریخ : 2025/06/17

د بحرین د اهل تشیعَ مشر:
ایکنا - آیت‌الله عیسی قاسم د اسرائیلي رژیم تیریو ته د ایران د ځواب په غبرګون کې وویل:ددغو تیریو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ ، رسالت ډوله او شجاع دریځدی او د عزت خوندي کونکی دی، چې نه یوازې د هغه عزت کمزوری نه کوي، بلکې په بشپړ ډاډ سره د الهي نصرت په  په لاره کې ګام پورته کوي او د خدای په خاطر له هیڅ رټلې او تاوانه  نه وېریږي. 
د خبر لمبر: 3491282    خپرونې تاریخ : 2025/06/17

ایکنا - د یمن انصارالله غورځنګ په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د یمن د وسله‌والو ځواکونو توغندوي یونټ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین ۲ هایپرسونیک توغندیو په کارولو سره په بیلابیلو وختونو کې د نیواکي ټاټوبو په یافا په سیمې کې د صهیونیسټي دښمن حساس ټارګټونه په شیشت کې راوستل. 
د خبر لمبر: 3491281    خپرونې تاریخ : 2025/06/16

د امریکائي مسلمانانو شورا غوښته:
ایکنا - د امریکا د مسلمانو ډلو تر ټولو لوي  ایتلاف له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې د اسرائیلو له ایران سره له  جګړې سره دې یوځای نشي. 
د خبر لمبر: 3491280    خپرونې تاریخ : 2025/06/16

  احمد ابوالقاسمي:
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت یو   نړیوال قاري احمد ابوالقاسمي د الهی  امید د خلکو د روحیې په پیاوړي کولو کې   د قرآن د آیتونو د تلاوت په رول باندې په ټینګار سره وویل؛ له دښمنانو سره د مونږ  بنسټیز توپیرالهي  مرستې او د خداوندمتعال په ژمنو باندې  د اعتماد په امید کې دی ؛ د قرآن د آیتونو تلاوت، نه یوازې آرامښت بخښونکی دی، بلکې د  ملت په زړه  کې تل پاتې  او باطني قدرت  او ځواک هم رامینځته کوي. 
د خبر لمبر: 3491277    خپرونې تاریخ : 2025/06/16

ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت شجاع ولس د جمعې په ورځ  د جمعې لمانځه له اقامه کولو وروسته  د صهیونیسټ رژيم  دحملې او د یوشمیر پوځي قوماندانانو ، ساینس پوهانو او  عامو خلکو په شهادت پسې دغه څاروي ډوله  اقدامات په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3491276    خپرونې تاریخ : 2025/06/15