ایران - پاڼه 21

IQNA

بچوې
ایکنانیوزد (دُنیا نیوز) له قوله راپور راکړ، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په ولسی جرګې کې پخپلې وینا کې وویل ؛ټول اسلامي هېوادونه دې یو موټی شي او د اسرائیلو پر وړاندې دې مقابله وکړي، ځکه که  اوس اسلامی نړۍ  سره یو موټی نشي ،  نو نن د ایران او  سبا به د بل او بیا به د  ټولو وار وي.
د خبر لمبر: 3491269    خپرونې تاریخ : 2025/06/14

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د وحشی او تیریګر صهیونیسټي رژیم د نن سهار وختی جنایت پسې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د ایران لوي ملت ته پیغام صادر کړ.
د خبر لمبر: 3491266    خپرونې تاریخ : 2025/06/13

د وحي  په ټاټوبي کې  
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت یو نړیوال قاري او دنور  قرآنی کاروان   غړي د  وحي په ټاټوبی کې د  صافات مبارکې سورې د  آیتونه تلاوت کړل.
د خبر لمبر: 3491262    خپرونې تاریخ : 2025/06/12

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود نن سهار د   ایران د اسلامی شورا له  او استازو سره په کتنې کې ټینګار وکړ چې د ملي یووالي ساتل  اوس  تر بل هر وخته زیات  اړین دي او د سلیقَوي، سیاسي او کاري  اختلافاتو راپورته کول، د شخړو او نیوکو په بڼه  له بل هر  وخته  زیات تاوان رسوي  . هغه زیاته کړه: لکه څنګه چې مونږ په په کرتو  ویليدي ، په بنسټیزو مسئلو کې باید له هېواد څخه یو غږ راپور ته شي  او ملت او سیاسي او مدیریتي ټولګه  باید د یوه  لاس په څېر یو موټی وي.
د خبر لمبر: 3491259    خپرونې تاریخ : 2025/06/11

ایکنا -   د قرآن  کریم یوه  مصري حافظ حماده محمد السید خطاب،د خدای د کورد حاجیانو او زیارتوالو لپاره په مسجد الحرام کې د قرآن د حفظ  په سیالیو کې غوره مقام ترلاسه کړ.
د خبر لمبر: 3491257    خپرونې تاریخ : 2025/06/11

ایکنا -  د ایران د اسلامي جمهوریت د حج او زیارتو د چارو  ادارې د حاجیانو لپاره د غوره اجرایوي خدمتونو د وړاندې کولو په دلیل  د  غوره  هیواد په توګه د سعودي عربستان له  حج وزارت څخه د "لبیتم" جایزه وګټله. 
د خبر لمبر: 3491250    خپرونې تاریخ : 2025/06/10

  حج په قرآن کې / 8
ایکنا - قرآن کریم د آل‌عمران سورې په ۹۶ او ۹۷ آیتونو کې کعبه د لومړني کور  په توګه معرفي کوي چې په ځمکه کې د انسانانو د عبادت لپاره جوړ شوی دی. 
د خبر لمبر: 3491249    خپرونې تاریخ : 2025/06/10

د بیت الله الحرام حاجیانو ته د ولی امر مسلمین پیغام
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود او د  مسلمانانو ولی امر د حج بیت الله الحرام د حاجیانو په نامې پخپل الهی پیغام کې وفرمائيل؛د اسلامي نړۍ د اوسنيو ستونزو د حل لپاره د حج درسونه او معرفت تر بل هر وخت زیات اړین دي. سږکال دویم حج دی چې د غزې د صهیونیستي رژیم له جنایاتو سره هم‌مهاله دی. پوښتنه دا ده: د دغې بشري بوږنوکې غمیزې پر وړاندې څوک باید ودریږي؟ بې له شکه، اسلامي حکومتونه د دغې دندې لومړني مخاطبان دي او ملتونه د دغې دندې د پلي کولو غوښتونکي دي.
د خبر لمبر: 3491229    خپرونې تاریخ : 2025/06/05

ایکنا - په افغانستان کې د جامعه المصطفي العالمیه د نمایندگی مشر حجت‌الاسلام والمسلمین سید عبدالحمید ثابت وویل: د نمایندگی څیړنیزې برخې په تېرو درو کلونو کې له سلو زیات علمي پروژې بشپړې کړې او د تېر کال راهیسې د فعالیتونو د پراخوالي له امله  د  څيړنې دا برخه په څيړنیز مرکز(پژوهشکده) بدله شوه   
د خبر لمبر: 3491217    خپرونې تاریخ : 2025/06/03

ایکنا – د ایران د اهل سنت حاجیانو  د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه  د نماینده  په شتون او وینا او دغه راز د رهبرۍ په خبرګانو شورا کې  د ګلستان ولایت د اهل سنت د نماینده او د حج او زیاراتو دچارو د ادارې دم شر په شتون  او ویناؤ سره  د  فلسطین ددفاع لپاره په حج کې د اسلامي همپالنې او پیوستون  په عنوان سره  عمومی سمینار ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491214    خپرونې تاریخ : 2025/06/02

ایکنا - ایران او اسپانیا هیوادونه  به د اسلام او کاتولیک مسیحیت ترمینځ د لومړي پړاؤ دیني خبرې اترې ترسره کړي.
د خبر لمبر: 3491189    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

ایکنا - د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر په یوې غونډې کې د ۱۴۴۶ کال د حج موسم لپاره د دغه هېواد پلانونه تشریح کړل، چې موخه ئې د مناسکو اسانتیا او حاجیانو او عمره کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو کیفیت لوړول دي.
د خبر لمبر: 3491188    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

ایکنا – د ایران د اسلامی حمهوریت د پوځ لوي درستیز  د پاکستان د پوځ له ستر قوماندان سره په کتنې کې ووئيل؛ ددواړو هیوادونو پوځونه  د پولو په هردواړو  خواؤ  کې د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلولپاره  کلک   او پریکنده هوډ لري.
د خبر لمبر: 3491187    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

ایکنا -  د پاکستان لومړي وزیر د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ایران له ولسمشر سره له کتنې وروسته وویل: پاکستان په اسلامي امت کښې د ایران د مهم مقام لپاره د ډیر اهمیت قائل دی او د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره له ایران سره د سټراټیجکو ملګرتیاو پياوړتیا ته خپله ژمنه اعلانوي.
د خبر لمبر: 3491179    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

ایکنا –  په داسې حال کې چې له زیاتره اروپائي هیوادونو پشمول د نړۍ له هیوادونو افغان کډوال بیرته ګرځول کیږي، د ایران په اسلامی جمهوریت کې تردې دمه د افغان کډوالو بچیان زده کړې کوي او د ایران د اسلامی جمهوریت رسمي راپورونه ښئ چې تر دې د مه په ایران کې  په ښونځیو کې څه دپاسه اوه لکه کډوال زده کونکي زده کړې کوي.
د خبر لمبر: 3491177    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

     حج په قرآن کې/ ۲
ایکنا – د قرآن کريم  په بېلابېلو آيتونو کې د قربانئ، طواف او د حرم سيمې ته   د واریدیدا پشمول  د حج مناسک  د الهي شعائرو په توګه معرفي شوي، چې د دغو شعائرو سپکاوی د ديني مقدساتو په وړاندې بې پروائي ګڼل کېږي. قرآن کريم په مائده سوره  کې ،په دوهم آيت  کې مؤمنانو ته خبرداری ورکوي، چې د الهي شعائرو، حرامو مياشتو، ډالیو (قربانيو)، (د قربانيو نښو) او د خداى د کور (کعبې) زيارت کوونکو  حاجیانو ته سپکاوی ونه کړي. په دغه  آيت کې راغلي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا».
د خبر لمبر: 3491167    خپرونې تاریخ : 2025/05/26

 ایکنا - د   ۱۴۰۴  حج لپاره د لېږل شوي  نور قرآني کاروانیو  غړي مهدي صلاحي په يوه قرآني محفل کې د کلام‌الله مجيد د آيتونو تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3491169    خپرونې تاریخ : 2025/05/25

ایکنا - د دبۍ د قرآن کریم نړیوالو سیالیو د ۲۸ پړاؤ د نامو  لیکل ، د چهارشنبې په ورځ، یعني د غبرګولي ۳۱  پیل شوي او تر یوې میاشتې پورې به دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3491161    خپرونې تاریخ : 2025/05/24

  په دغو ولوناکو دستورو  یوې برخې کې د ایران ممتاز قاری او د نور قرآنی کارواان یوه غړي ،محمد مهدي شیخ الاسلامی  د ایران یو حاجیانو په دغه ولولناک ټول کې  د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3491160    خپرونې تاریخ : 2025/05/24

د شهید رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره لیدنه
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د د وخت د خدای بخښلي ولسمشر  شهیدابراهیم  رئیسي او د خدمت  د نورو  شهیدانو له کورنيو سره په لیدنې کې، د خدای بخښلی ولسمشر شهید د زړه، ژبې او عملي صفتونو  په تشریح کولو سره وفرمایل: قدرمن شهید رئیسي د الهي حکومت د یوه مسئول بشپړ مثال و او د په ستړي کېدونکي هڅو سره ئې  خلکو او د ملت عزت او اعتبار  ته خدمت وکړ او دا  لاره او روده  زموږ  د ټولو مسئولانو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره یو لوي درس دی.
د خبر لمبر: 3491148    خپرونې تاریخ : 2025/05/20