IQNA

په هرات کې د ایران کنسولګري عادي ویزه نه صادروي؛ په ایران کې د پنځه کلن خاص اقامت تفصیلات اعلان شول

14:32 - October 16, 2025
د خبر لمبر: 3491875
ایکنا - د افغانستان په هرات کې د ایران داسلامي جمهوريت  کنسولګرۍ د يوې  اعلامیې په خپرولو سره، د نوې ویزې د   صادرولو شرطونه او د بهرنيانو لپاره د پنځه کلن خاص اقامت ضابطې  او قواعد اعلان کړي دي.

ایکنایوز د ایراف د انټرنیټي پاڼې له قوله راپور راکړی، د ایران  د اسلامي جمهوريت د ویزې دفورم ثبتیدا اوس یوازې د تجارتی ، ټرانزیټي، اقامتي، زده کړې او  د درملنې د ویزې لپاره ترسره کېږي.

د افغانستان په هرات کې د ایران د کنسولګرۍ په اعلامیې کې ټينګار شوی چې عمومي ویزه (عادي یا سياحتي) تر دويم اعلان پورې نه صادریږي او غوښتونکي دې د دغه ډول ویزې لپاره مراجعه ونه کړي.

د اعلان په بلې برخې کې،په ایران کې  د پنځه کلن خاص اقامت پروګرام ته اشاره شوې چې په ایران کې د بهرنيو پانګوالو د جذبولو موخه لري.

له اعلان شوي شرطونو سره سم، د دې ډول اقامت غوښتونکي باید لږ تر لږه   ۲۵۰  زره امريکائي ډالر یا د معتبرو اسعارو برابر ئې   د  ایران  په یوه بانک يا مالي موسیسې کې سپارښت یا پانګونه وکړي.

تر  تکفل لاندې کسانو لپاره چې پکې ښځه او  له  ۱۸ کلونو کم ماشومان شامل دي، سپارښت  په دې ډول ټاکل شوی دی:

۱۰۰ زره (یو لک) ډالر د پنځو کسانو کورنۍ لپاره

۲۰ زره ډالر د هر اضافي کس لپاره

د سپارښت  یا پانګونې وخت باید لږ تر لږه پنځه کاله وي او نهائي تصديق د ایران د اسلامي جمهوريت د اقتصادي چارو او مالي  وزارت لخوا صادر کېږي.

د خاص اقامت لرونکي به ډېرو ګټو څخه  استفاده وکړي چې پکې د اقامت د تمديدولو امکان، د کار د اجازت  ترلاسه کول، د درملنې او زده کړې خدماتو ته لاسرسی، د  ګاډي د چلولو مدرک یا لایسنس ترلاسه کول، هېواد ته د واریدیدا او خارجیدا په آزادۍ او سپارښت اصل او ګټې تضمين شامل دي.

د خاص اقامت ترلاسه کولو پروسه په  د غو درو مرحلو کې ترسره کېږي:

۱. د پانګونې د ویزې غوښتنه د ایران د پانګونې او اقتصادي او تخنيکي مرستود ادارې  له لارې راجستر  کول یا ثبتول،

۲. د ایران د اسلامي جمهوريت د ډيپلوماسي استازو ته مراجعه د څو ځله واریدیدا د  ویزې د ترلاسه کولو لپاره چې اعتبار ئې له درو  میاشتو څخه تر درو کلونو پورې دی

۳. د پنځه کلن اقامت اجازت د  ترلاسه کولو لپاره د خاص اقامت کميشن د د سکرټریټ له لارې اقدام کول

 د افغانستان په هرات کې د ایران کنسولګرۍ هم له  غوښتونکي څخه غوښتنه کړې چې د غوښتنې راجسټر مخکې، له اعلان شوي ضابطو سره د خپلو شرایطو په سموالي  ډاډه شي.

https://iraf.ir/87760/social 

captcha