ایکنا-( د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د سیالیو د پنځلسو ایران یو او دوو بهرنیو قضاؤت کونکو قاضیانو نامې اعلان شوې.
د خبر لمبر: 3486741 خپرونې تاریخ : 2023/01/12
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل،د ایران په حساسو مرکزونو کې د انګلستان د جاسو سی ادارې یو ترټولو مهم عامل ، د امام الزماه(عّ) دګمنامو مامورانو په لاس وپيژندل او ونیول شو.
د خبر لمبر: 3486739 خپرونې تاریخ : 2023/01/12
ایکنا-(تهران)د ایران د اطلاعاتو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائيلو دموساد جاسوسی ادارې شپږ عملیاتي ټيمونه پيژندلي او ددغې جاسوسۍ ادارې دیارلس عملیاتي عوامل ونیول.
د خبر لمبر: 3486732 خپرونې تاریخ : 2023/01/10
ایکنا-(تهران)په لبنان کې ددینونو او کلتورونو دخبرواترو د مرکز مشر دینی مرجعیّت مقام ته د فرانسې د شارلي ابدو سپکاوی کلتوری ترهه ګري او د دینی او انسانی ارزښتونو د اصوول او قوانینو خلاف ورزي وبلله او ټينګار ئې وکړ،فرانسې دې سملاسي ددغه سپير اوبې شرمه اقدام لپاره بخښنه وغواړي.
د خبر لمبر: 3486730 خپرونې تاریخ : 2023/01/10
ایکنا-(تهران) د پاکستان د پارلیماني ډلې مسئول انور الحق هم په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو په لړ کښې د ځینو کسانو له هلوځلو سره سره، مونږ تل له ایران ه ملاتړ کړی او نه پریږدو چې د پاکستان له لارې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3486728 خپرونې تاریخ : 2023/01/09
ایکنا-(تهران)په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو په کښت او تولید باندې د بندیز د حکم له صادریدو کابو د نهو میاشتو په تیریدو سره دغه هیواد لاهم د نشه ایزو موادو ترټولو ستر تولیدونکی دی.
د خبر لمبر: 3486721 خپرونې تاریخ : 2023/01/08
ایکنا-(تهران)په ۲۰۲۲کال کې اسلام او مسلمانان په نړیوالو بدلونونو کې په مختلفو حوزو کې له ډيرو ترینګلتیاؤ او مشکلاتو سره مخامخ وواو په ځينو ډګرونو کې ئې اغیزې شیندلی دي چې په هغوکې په تیر کال کې د قطر د فټ بال دنړیوال جام په بریالیتوب ااو ډير ښه ترسره کیدا سره د اسلامی نړۍ یو ارزښتمن او اوڅاره بریالیتوب حسابیږي.
د خبر لمبر: 3486715 خپرونې تاریخ : 2023/01/07
ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام ابوترابی فرد نن د جمعې لمانځه په خطبو کې ووئیل،د کورنۍ خیمه د اجتماعي پانګې اساس او نبیاد دی اومحترمې مئيندې او میرمنې ددغې خیمې ستنې دي.
د خبر لمبر: 3486713 خپرونې تاریخ : 2023/01/06
ایکنا-(تهران) د مقاومتی چورلیز د پیاوړي قوماندان شهید جنرال قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت،د ایران د قران دلوړې شورا له خوا د کرمان په بیت الزهرا(س)امامباړې کې د هیواد د قرآني ټولنې په شتون او د کرمان ولایت د یوشمیر مسئولانو اوخلکو په شتون سره د نامتو قاری مصطفی حسینی په زړه پورې غږ سره له قران او شهیدانو سره د انلس محفل ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486710 خپرونې تاریخ : 2023/01/05
ایکنا-(تهران)دعراق په کربلامعلی کې د حسینی مقدس آستان په همت سره د قرآن کریم د نړیوال نندارتون دوام پړاؤبه ترسره شي.
د خبر لمبر: 3486707 خپرونې تاریخ : 2023/01/05
ایکنا-(تهران)د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل امریکا باید پوهه شي چې د ایران ملت به د جنرال قاسم سلیماني له وینې تیر نشي او د دغه لوړمقام شهید د وینې غچ اخیستل حتمي دي.
د خبر لمبر: 3486701 خپرونې تاریخ : 2023/01/04
ایکنا-(تهران)د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د اسلامی جمهوریت دکتلوري مرکز په همت سره د زړونو د سردار حاج قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د مقاومت په چورلیز کې د ددغه لوي شید د میړنتوبونو یو انځوریز نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486700 خپرونې تاریخ : 2023/01/04
؛شهید سلیماني،د امت د اقتدار او وحدت شهید؛وبینار؛
ایکنا-(تهران)د ؛شهید سلیماني، دامت داقتدار او وحدت دشهید ؛نومې وبینار ویناوالو شهید قاسم سلیماني د امام خمینی د مکتب ترټولو غوره فارغ التحصیل وباله او ټينګار ئې وکړ، ددغه لوي شهید ترټولو مهم هدف،په لویدیځي اسیا کې د صهیونزم بشپړ نادولو او له صهیونزم څخه د قدس د ټاټوبي پاکول وو.
د خبر لمبر: 3486699 خپرونې تاریخ : 2023/01/04
ایکنا-(تهران)نن د سه شنبې ورځ د دوه زره درویشتم(۲۰۲۳) میلادي کال کښې د جنورۍ د میاشتې دریمه او د څوارلس سوه لومړي(۱۴۰۱) هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت له کلیزې او د مقاومت له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
د خبر لمبر: 3486698 خپرونې تاریخ : 2023/01/03
ایکنا-(تهران)د مصر یوه قاري په هغو دستورو کې چې د شهید جنرال قاسم سلیماني او د شهید ابو مهدی المهندس دشهادت د کلیزې په مناسبت ترسره شوې ، د قرآن کریم د یو شمیرآیتونو تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3486689 خپرونې تاریخ : 2023/01/02
ایکنا-(تهران)د زړونو د سردار د شهادت له دریمې کلیزې سره په یووخت د مرغومې یا جدې د میاشتې په دیارلسمه نیټه د ؛شهید سلیمااني په مکتب کې د عزت،امنیت،آزادي؛نومې نړیوال وبینار د قرآن دنړیوال خبری آ ژانس (ایکنا) له خوا د داخلی او بهرنیو شخصیّتونو او متفکرانو په شتون او ویناؤ سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3486688 خپرونې تاریخ : 2023/01/02
ایکنا-(تهران)د مصر یوه تکړه او مشهور قاری عبدالرحمن الخولی په هغو دستورو کې چې د شهید قاسم سلیماني او شهید ابومهمدي المهندس د شهادت دکلیزې په مناسبت ترسره شوې د قرآن کریم دآيتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3486682 خپرونې تاریخ : 2023/01/01
دعراق داهل سنت عالمانو د شورا مشر؛
ایکنا-(تهران)د عراق د اهل سنتو د عالمانو شورا مشر ووئيل، امریکا له شهیدقاسم سلیمانی او شهید ابومهدی المهندس سره مقابله ونه کړائ شوه،نو ځکه ئې هغوي په یولړ ناځوانمردانه ااو بزدلانه عملیاتو کې ټارګټ کړل.ځکه دغو شهیدانو د لویدیځ ټوله دسیسې او نقشې شنډې کړې.
د خبر لمبر: 3486681 خپرونې تاریخ : 2023/01/01
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي دغه راز ټينګار وکؤ، د ذوالفقار ۱۴۰۱ګډې پوځي مانورې بریالۍ اجرا دښمنانو ته ښئ چې هروخت او هرچه د اسلامی ایران د ټاټوبي په ضد اقدام وکړي ،نو پښمانه کونکی ځواب به ترلاسه کړي.
د خبر لمبر: 3486679 خپرونې تاریخ : 2022/12/31
ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي پخپلې یوې خطبې کې د لیندۍ دنهمې دحماسې دکلیزې په درنښت سره روښانه کړه، په دغې ورځې د امام او امت ترمینځ انسجام یو ځل بیا خپله پیاوتیا او مضبوتیا نندارې ته وړاندې کړه او او ثابته ئې کړه ،د امام او امت ترمینځ ارتباط چې د اسلام له لومړنیو وختونو راهسې ترنن ورځې پورې په مومنانو کې موجوددی نه شلیدونکی دی او هیڅوک مومنان له خپل امامه نشي جلا کولی.
د خبر لمبر: 3486675 خپرونې تاریخ : 2022/12/30