ایران - پاڼه 51

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي دتهران په آزادۍ چوک کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب دکلیزې په میلیوني غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چېځیني  د پهلوی لاس پوڅي رژيم د څيرې په پاکولو پسې دي ،ووئيل، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په فرمان سره ، دمجاهدینو لپاره د علمي او تحقیقاتي او رونټیا ډګر یو داسې فرصت دی چې،د ټولنې لپاره په تیره بیا دځوانانو لپاره روښانه کړي، چې دغه تالي څټي(پهلوي رژيم) ددغه میړني ملت لپاره څوره ذلتونه ،وروسته پاتیوالي او نیمګرتیاوې درلودې.
د خبر لمبر: 3486881    خپرونې تاریخ : 2023/02/11

د قرآن د تلاؤت هنر/26
ایکنا-(تهران) د قرآن قاریانو سره دلچسپي ا ورته پام  او د قرآن د قرائت له رودو سره ګروهنه یوازې مسلمانانو پور مخصوصه نه ده  او د نورو دینونو پلویان هم د قرآن د تلاؤت دغږ له آوریدو سره  ګروهمن کیږي. کله دغه دلچسپي د پرمختګ او ودې ته د هڅونې او دد وړتیاؤ د کشفیدا سبب هم شوي دي.
د خبر لمبر: 3486869    خپرونې تاریخ : 2023/02/08

ایکنا-(تهران)د دوشنبې سهار وختي   اوه اعشاریه  اته ریشترې مرګونې اوزورورې زلزلې د ترکیې جنوبی سیمې او د سورئې شمالي سیمې سختې ولړزولې  چې  د وروستیو راپورونو په اساس تر دې دمه پکې څه دپاسه پنځه زره کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور ټپیان شوي دي
د خبر لمبر: 3486868    خپرونې تاریخ : 2023/02/07

ایکنا-(تهران)په ایران کې د وروستیو بلواؤ دمحکومانو او تورنو کسانو د بخښنې فرمان، د اسلامی  انقلاب د ځير او پوه لارښود د هغو ځلانده تدبیرونو په لیکه کې دی چې  دعقلانیّت،اقتدار او د ایران د اسلامی جمهوری نظام  د سترې بیړئ سبمول او نښه ده .دغه تاریخي فرمان یو ځل بیا د ملی انسجام  او دوحدت رامینځةکونې مینه ناکې ودې لامل شو . له بل پلوه دښمن  هم د سیاسی لوبو او فیصلې کونې له بندون سره مخ شو .
د خبر لمبر: 3486866    خپرونې تاریخ : 2023/02/07

ایکنا-(تهران)دد ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت د حضرت عبدالعظیم حسیني علیه السلام د  حرم د قرآن د تلاؤت دڅوکۍ درې زره څلوراتیایمې دستورې ترسره کیږي
د خبر لمبر: 3486865    خپرونې تاریخ : 2023/02/07

ایکنا-(تهران)د رجب د میاشتې پنځلمسه نیټه داسلام د ګران پیغمبر(ص) د لمسئ او حضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهراسلام ا... علیهما  دګرانې لور او د کربلا دپاڅون بیرغوالې حضرت زینب کبری سلام ا... علیها د  وفات کلیزه ده.
د خبر لمبر: 3486858    خپرونې تاریخ : 2023/02/06

ایکنا-(تهران) دعراق په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې  په کلیزې د علوی مقدس آستان ملکوتي صحن او  شاوخوا برانډئ د ضریح  مقدس  شاوخوا  برخو د وینځلو او د دوړو دپاکولو، دګلونوګیډئ په کیښودلو،دعا او د شعر د لوستلو او دغه راز د قرآن کریم د تلاؤت  په دستورو سره یوه ملکوتي   او روحاني فضا خوره وره شوه
د خبر لمبر: 3486855    خپرونې تاریخ : 2023/02/05

ایکنا-(تهران)د فلسطین له لسو تر دیارلسو کلونو پورې عمر لرونکی پنځلس  ماشومانو د ؛براعم القرآن ؛نومې پروګرام په چوکاټ کې د  عم سپاره حفظ او تلاؤت ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3486853    خپرونې تاریخ : 2023/02/05

ایکنا-(تهرانه)د تاجیکستان د دینی چارو د کمیشن مشر ووئيل، ددوشنبې ښار جامع جومات به د ۲۰۲۳کال په دوهمه نیمائي کې په رسمي توګه افتتاح شي.
د خبر لمبر: 3486847    خپرونې تاریخ : 2023/02/04

ایکنا-(تهران)د اسلامی ایران ولسمشر ووئيل،په وروستیو پيښو کې هغه دقیق او جامع تحلیل چې  داسلامی انقلاب معظم لارښود د دښمن د فتنې رامینځة کونې دعلتونو په باب درلودلی،ددښمن له دسیسې سره په مقابلې او شنډولو کې  اغیزشیندونکی ؤ.
د خبر لمبر: 3486844    خپرونې تاریخ : 2023/02/02

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې د شپوورځو او د حضرت زینب سلام الله علیها د وفات له کلیزې سره په یووخت د حسینی اربعیّن  داتمې نړیوالې جایزې  پایزې دستورې داسلامی ارتباطاتو  او کلتور د ادارې په حسینه الزهرا(ع) کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3486842    خپرونې تاریخ : 2023/02/02

ایکنا-(تهران)د امامت او ولایت د آسمان د لومړي ستوري حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په درشل کې په نجف اشرف کې د ؛محمد و علی قدوتنا؛په نامې سره د بیرغ د رپولو دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486841    خپرونې تاریخ : 2023/02/02

ایکناـ(تهران)په ملایشیا کې د رستو فاؤنډیشن  د قرآنی هنرونو نړیواله جشنواره چې د مرغومې په دیرشمه نیټه د  مختلفو هیوادونو د هنرمندانو کوربه وه،د سلواغې په لسمه یعني وړمه ورځ د پایزو دستورو په ترسره کیدا سره پاي ته رسیدلې ده.
د خبر لمبر: 3486840    خپرونې تاریخ : 2023/02/01

ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو لوړرتبه چارواکي د ملاهیبت الله اخوند زاده په څنګ ته کولو د غورعلت په هیواد کښې د انجلیو په زده کړې باندې بندیز ګڼي،ځکه چې د دوې له نظره د ښځو د زده کړې د موضوع په هکله د ناهیلیو زیاتیدل د طالبانو د حکومت د وحدت د ګډوډیدا لپاره یو ګواښ دی
د خبر لمبر: 3486839    خپرونې تاریخ : 2023/02/01

ایکنا-(تهران)په ملایشیا کې د رستو قرآني هنرونو نړیواله جشنواره چې د مرغومې یا جدې د میاشتې په دیرشمه نیټه د ملایشیا په پوتراجایا کې وقاع د  رستو فاؤنډیشن د قرآن د چاپ او نشر په مرکز کې پيل شوې  او  د مختلفو هیوادونو دهنرمندانو کوربه وه، دسلواغې په لسمه نیټه  ماښام د پایزو دستورو په ترسره کیدا سره پاي ته ورسیده.
د خبر لمبر: 3486835    خپرونې تاریخ : 2023/02/01

ایکنا-(تهران)د حضرت امام محمد تقي علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د حضرت امام رضا علیه السلام  او د حضرت بی بی معصومه سلام ا...علیها په سپيڅلو حرمیّنو کې له پرون راهسې ځانګړې دستورې جوړې شوي دي .
د خبر لمبر: 3486836    خپرونې تاریخ : 2023/02/01

ایکنا-(تهران)د ایران له لورې د ټوریسټي ویزو د ورکولو د بهیر له بندیدا وروسته، اوس بیا د افغانستان د هرات ولایت ځایي چارواکو د دغه بهیر د پلېدو غوښتونکي شوي او له ایران ي لوري سره ئې موافقه شوې چي د ثبت نام بهیر د کنسولېټ تر نظارت لاندې تر سره شي.
د خبر لمبر: 3486825    خپرونې تاریخ : 2023/01/30

 ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د پوه بنسټه ډګرونو له سلګونو تولیدونکو،ټيکدارانو او فعالانو سره په کتنې کې  د ایران د پرمختګ  لرلید او دملت راتلونکي له اوسنیو اټکلونو لا روښانه وبالۀ.
د خبر لمبر: 3486824    خپرونې تاریخ : 2023/01/30

ایکنا-(تهران)د مصر د اوقافو وزیر د مصر په نړیوالو سیالیو کې د اته پنځوسو هیوادونوشتون ته په اشارې سره د راتلونکی کال د روژې  د مبارکې میاشتې په اوه ویشتمه شپه ددغو سیالیو د غوره کسانو د درنښت د دستورو دترسره کیدا لپاره دپلانونې خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3486819    خپرونې تاریخ : 2023/01/29

ایکنا-(تهران)د منصور په نوم یو ۲۶ کلن افغان چې د ایران په سمنان ښار کې د دماعي سکتې له امله مړ شوی وو، مور او پلار یې د خپل مړ شوي زوی د بدن غړي په یاده سیمه کې نورو ناروغ افغانانو ته د هغوی د ژوند ژغورلو په موخه ورکړي وو.
د خبر لمبر: 3486814    خپرونې تاریخ : 2023/01/28