ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ایران خلک د نوي کال په دیارلسمه ورځ د خوښو اونیکو ددودونو په اساس د طبیعت لمن ته ورځي څو له طبیعي مواهبو څخه په خوند اخستو سره ، یوه تانده او له خاطرو ډکه ورځ دکورنۍ او خپلوانو ترڅنګ تیره کړي.
د هرکال د وري دمیاشتې دیارلسمه نیټّه ،یعني د نوروز د اختر د چټیانو ترټولو وروستۍ ورځ ده چې؛سیزده بدر ؛بلل کيږي.
ایرانیان پخوا راهسې د نوي لمریز کال او نورو ز له دولس ورځو خوشالیانو او جشنونو وروسته د نوروز دیارلسم په ورځ باغونو ، پارکونو او دښټو ته ورځي څو د نیکمرغه نوروز اختر ترټولو وروستۍ ورځ په طبیعت کې او د شنو بوټو او د چینو د روانو اوبو او آبشارونو ترڅنګ تیره کړي .طبیعت له ډير پخوا راهسې دایران د ولس داحترام وړ دی او دطبیَعت په ساتنې او پاکوالي کې ئې هڅه کړې ده . د نوروز د دیارلسمې ورځې کې د ایرانیان ګرځيدل او د طبیعت لمن ته دنګل ، ترټولو نیک نړیوال پیکیج دی او د نوروز د نیکمرغه اختر ددغې ورځې جشنونه او دستورې یوه تاریخي او لرغوني ریښه لري.
د طبیعت درستو مینه والو ته دې دغه ورځ مبارک وي .
https://iqna.ir/fa/news/4128760/13-%D