IQNA

د قدس نړیواله ورځ د صهیونیسټانو د جنایتونو د پاي ځيری ورکوي

16:42 - April 13, 2023
د خبر لمبر: 3487180
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ لوي درستیزوالي  د قدس  دنړیوالې ورځې په درشل کې  په یوې اعلامیې کې  د فلسطین تر نیواک لاندې د خلکو د حقوقو او د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو او نیواکګرۍ د ختمیدا په ملاتړ کې د نړیوالو اورګانونو او بشری حقوقو د ادارو د قانوني دندو  یادونه وکړه.

ایکنا خبری آژآنس د پوځ د لوي درستیزوالۍ له دمطبوعاتي دفتر له قوله راپور راکړ،د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، تر اوسه پورې فلسطین او قدس شریف د اسلامی نړۍ د وحدت  بیلګه  او د نړۍ د  هر دین او مذهب او هرتوکم د درستو آزادي غواړو او مظلومانو په حق غواړي بیلګې بدله شوې ده.

همداراز  د ایران د خارجه وزارت په اعلامیې  کې  هم راغلي ديد فلسطین د ملت دمظلومیّت او حقیقت چغه او هغه څه چې د فلسطین په ټاټوبي کې رامینځةکیږي،د سږکال قدس په ورځې به له بل هروخته زیات په درستې نړۍ کې د سلګونومیلیونو آزادي غواړو  او عدالت غواړو له خولې پورته کیږي او د فلسطین د آزادۍ چغه به  ،نه یوازې د  اسلامی نړۍ  لومړنۍ موضوع  په توګه وي،بلکې د نړیوالو مقرراتو او قوانینو او دبشری حقوقو د خلاف ورزۍ تر ټولو  څرګنډ مصداق په توګه  به  پورته شي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي،هماغه ډول چې د  اسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائيلي دي ؛د استکبار او صهیونیزم  ستر سیاست ،د مسلمانو ټولنو په ذهنیّت کې د فلسطین دموضوع کمرنګه کول او د هیرولو په لور ئې کاږل دي.

په دغې اعلامیې کې هم داراز وئیل  شوي دي ، په داسې حال کې چې صهیونیسټي ترهه ګرو،نه یوازې د میلادي کال په لومړنیو درو میاشتو کې  د ښځو او ماشومانو پشمول  کابو سل فلسطینیان  شهیدان کړي دي،د بشری حقوقو لویدیځي مدعیان او د امریکاپشمول د صهیونیسټي نیواکګرو ملاتړو اروپائي هیوادونو ددغو جنایتونو په وړاندې په بې شرمه چپتیا سره ځانونه د ترهه ګرۍ په ترټولو ستر ملاتړو بدل کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4133724/%

captcha