اسلامی امت - پاڼه 45

IQNA

بچوې
ایکنا-(نیویارک) د اسلامی ایران ولسمشر دملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍکې ووئیل،په الهی او آسماني کتاب قرآن کریم کې موجود د انساني ټولنو لپاره  تمدن جوړونکي  او د  انسان او ټولنې  دغه الهام بخښونکي لوړتعلیمات  او  وحدت  بخښونکي مفهمونه ،هیڅکله هم نه سوځي .
د خبر لمبر: 3487979   خپرونې تاریخ : 2023/09/20

ایکنا-(اسلام اباد)  د پاکستان د مسیحیانو یو شمیر استازو په اسلام اباد کې د  ایران دسفارت په کلتوري خونې په شتون سره  په  اروپائي هیوادونو کې  دقرآن کریم آسماني مقدس کتاب  سپکاوي محکوم کړل او  وار د واره ئې د دغه آسماني کتاب قصدا سپکاوي څخه خپله کرکه او  نفرتاعلان کړ.
د خبر لمبر: 3487966   خپرونې تاریخ : 2023/09/17

ایکنا-(سویډ) دسویډ خبری سرچینو  په سویډ کې د قرآن آسماني کتاب دسپکاویو دعامل سلوان مومیکا له خوا خبر خپور کړی چې دی نور د قرآن له سپکاویو لاس  په سر شوی او د قرآن کریم د سپکاويو لپاره ئې  خپلې ټوله غوښتې بیرته اخستي دي.
د خبر لمبر: 3487935   خپرونې تاریخ : 2023/09/10

ایکنا-(سټاکهم) د سویډ عراقي توکمه خبیث مومیکا په لاس د قرآن کریم یوې نخستې د اور اچونې په سپک اقدام پسې پاریدلو مسلمانانو غبرګون وښود او دسویډ د پولیسو او پاریدلو مسلمانانو ترمینځ  د اخ وډب شو.
د خبر لمبر: 3487906   خپرونې تاریخ : 2023/09/05

ایکنا-(ډنمارک) له یوې  اونۍ هم په کم وخت کې  په ډنمارک کې یوې افراطي ډلې بیا د   الهي  او آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی او مسلمانان هماغه راز په محکومیّتونو او  د خولې په اعتراضونو بسنه  کوي.
د خبر لمبر: 3487687   خپرونې تاریخ : 2023/07/26

د عمان مفتی وائي؛
ایکنا –(عمان) د عمان ستر مفتی  په یوه ټویت  کې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې  ټينګار کړی چې له دغه هیواد سره د اسلامی هیوادونو د اړیکو غوڅول یو دینی فرض دی.
د خبر لمبر: 3487676   خپرونې تاریخ : 2023/07/24

ایکنا-(تهران)  په اروپا په تیره بیا په سویډ کې د  افراطیانو  په لاس د قرآن کریم بیا بیا  سپکاويو ، په درستې اسلامی او عربی نړۍ  او د نړۍ په نورو سیمو کې  د غبرګونو او محکومیّتونو ستره څپه راوالاړه کړې ده  چې  هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3487675   خپرونې تاریخ : 2023/07/23

ایکنا-(قاهره) د الازهر دینی مشرانو د سویډي شیانو د بایکاټولو لپاره له اسلامی هیوادونوغوښتنه کړې،له مسلمانانو سره د ملګروملتو سرمنشي پيوستون،په سویډ کې د قرآن کریم دنسخې په بیا سوځولو د عربستان غبرګون و په سویډ کې د قرآن کریم له سپکاویو د درو صهیونیسټي تنظیمونو دملاتړ په باب د عراق په دیاله ولایت کې د مسلمانو عالمانو د ټولنې دمشر ټينګار،په اراوپائي هیوادونو کې د وحي د الهي کلام د سوڅیدا په باب ترټولو وروستي غبرګونونه دي.
د خبر لمبر: 3487663   خپرونې تاریخ : 2023/07/22

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  د پا کستان د پوځ له مشر قوماندان سره په کتنې کې   ددغه ګاونډي هیواد امنیت او ثبات د ایران  امنیت او ثبات وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487634   خپرونې تاریخ : 2023/07/16

ایکنا-(تهران) د سویډ اسلامی اتحادئې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تورات له سوځولو سره د سویډ د حکومت او پولیسو  د پخلاکیدا په محکومولو سره وئيلي دي چې مسلمانان د مقدسو کتابونو د سوځولو او د هغو له هر ډول سپکاویو سره مخالف دي او دنفرت یو زیږنده  جنایت ئې ګڼي .
د خبر لمبر: 3487632   خپرونې تاریخ : 2023/07/16

ایکنا-(کربلا) د کربلاجایزې د قرآنی نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ منشي ،د اسلامی نړۍد ځينو مقدسو عتباتو،مشهورو زیارتونو ،جوماتونو او مقاماتو څخه د قرآني غوره او نوو وړتیاؤ کشفیدا  ددغو سیالیو  یو مهم امتیاز وباله او وې وئيل، دغه قرآني پيښه  نړیوالو ته د قرآن د غږ او پيغام د رسولو لپاره یو فرصت ؤ.
د خبر لمبر: 3487625   خپرونې تاریخ : 2023/07/15

ایکنا-(ریاض) د اسلامی ملګرتیاموسیسې،عربستان او متحده عربی اماراتو پشمول زیاترو اسلامی  هیوادونو د مقدسو کتابتونو د سپکاوی او ددیني روادارۍ  دخیال نه ساتلو په محکومیت کې د انسانی حقوقو د شورا د پریکړه لیک په تصویبیدا کې  د ملګروملتو د دغې شورا د فیصلې هرکلی وکړ.
د خبر لمبر: 3487624   خپرونې تاریخ : 2023/07/15

ایکنا-(لبنان)  د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ووئيل، په سویډ کې د قرآن کریم سوځول یوه خطرناکه او دردناکه پیښه ده  او باید د نړۍ درست پتمن ئې محکومه کړي ،د قرآن کریم د سوځولو لپاره د یوه مسیحي  ټاکل د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځ د فتنې د اور د لمبو د غرغنډه کولو لپاره د صهیونسټانو د پلانونې نښه ده .
د خبر لمبر: 3487622   خپرونې تاریخ : 2023/07/13

ایکنا-(دوحه) قطر یوځل بیا  د مسلمانانو په ضد له هرډول  نفرت خورونې او توپیر او دمقدساتو له سپکاویو سره  دمخالفت په باب پخپل دریخ  یوځل بیا کلک ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487619   خپرونې تاریخ : 2023/07/13

ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو ویندوي په یوې اعلامیې کې ووئيل، د افغانستان د طالبانو حکومت  په دغه هیود کې د سویډ د درستو فعالیتونو ددریدا حکم صادر کړی دی.
د خبر لمبر: 3487611   خپرونې تاریخ : 2023/07/11

ایکنا-(ترکیه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سویډ کې د قرآن  سوځونې په سپیر او ځيږ اقدام باندې په بیا غبرګون کې ټينګار وکړ،که مسلمانان له یوه بل سره متحد شي، نو  هیڅوک  د دوی دمقدساتو دسپکاوي جراءت نشي پيدا کولی.
د خبر لمبر: 3487602   خپرونې تاریخ : 2023/07/09

ایکنا-(تهران) نن د امامت او ولایت د آسمان اوم ځلانده ستوری حضرت موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.
د خبر لمبر: 3487600   خپرونې تاریخ : 2023/07/09

ایکنا-(ترکیه)  مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د ترکیې په استانبول کې د قرآن کریم  د سپکاویو په محکومیت جنین ښار له فلسطینیانو سره د پیوستون د اعلان په مناسبت یو لړ دستورې جوړې کړې او ددینی مقدساتو د سپکاوي کونکو هیوادونو سره ئې د ډيپلوماټيکو اړیکو دغوڅولو او د اقتصادی بایکاټ په ضرورت  ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487597   خپرونې تاریخ : 2023/07/09

ایکنا-(سویډ) د سویډ اسلامی ټولنو  په سټاکهم کې د قرآن سوځونې او د اسلامی ضده خوځښټونو دزیاتیدا په ضد داعتراضه ناستې په خاطر د غونډیدا  بلنه ورکړې.
د خبر لمبر: 3487596   خپرونې تاریخ : 2023/07/08

ایکنا –(تهران )د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې دیوې اعلامیې په صادرولو سره ، په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوي کونکي موضوع ته د راتلونکي جمعې لمانځه د خطبې د مخصوص کولو غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3487588   خپرونې تاریخ : 2023/07/06