اسلامی امت - پاڼه 41

IQNA

بچوې
ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت  دنړیوالې ټولنې  عمومی منشي  په عین حال کې  روښانه کړې ده ،  چې سږکال اختر د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  دمسلمانانو  په نسل وژنې کې د  وحشي صهیونیسټي رژيم د  څاروي ډوله  جنایتونو او  اقداماتو په تریخوالي سره  یوځاي  شوی دی ، چې په نهایت کې  به د فلسطین دمظلوم  ملت په صبر او مجاهدت سره د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره  انجام ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3489029   خپرونې تاریخ : 2024/04/10

ایکنا - د  ایکنانیوز  درست کارکونکي په دې نیکمرغه مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته دزړه له کومې  د اختر مبارکي وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3489026   خپرونې تاریخ : 2024/04/10

ایکنا – د نجومو  نړیوال مرکز د اعلان په اساس په ۸ اسلامی او عربي هیوادونو کې  د وري د میاشتې په ۲۲ یعني په چارشنبې ورځې به  اختر وي.
د خبر لمبر: 3489021   خپرونې تاریخ : 2024/04/09

اکینا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر رضا امیري م قدم  پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې  په دغه هیواد کې  وروستیو پارلیماني اتنخاباتو په ترتولو ښه ډول دترسره کیدا او دهغه د حکومت د  جوړولو په باب  ورته مبارکي ووئیله .
د خبر لمبر: 3488989   خپرونې تاریخ : 2024/04/03

ایکنا- د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د  یو دیرشم پړاؤ  نړیواله برخه د ۲۵اسلامی او  غیر اسلامی هیوادونو د نمایندګانو په شتون سره  د وري یا فروردین د میاشتې له لومړۍ تر اتمې نیټې پورې د کتونکو کوربه  ده.
د خبر لمبر: 3488938   خپرونې تاریخ : 2024/03/25

ایکنا-  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  درست مسلمانان، د روژې مبارکه میاشت  په روژې ساتلو ،عبادتونو ، لمنځونو ،مناجاتو او او په سترو ښو کارونو سره لمانځي،د نړۍ د وږو او اړمنو خلکو په خیال ساتلو سره  او له نورو سره د ښیګڼې کولو په هوډ سره د اړمنو او  بې وځله خلکو سره مرستو ته دانګي  او تر خپل وسه ورسره  ملتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488918   خپرونې تاریخ : 2024/03/21

ایکنا- د نساء سورې ۷۴آیت  دا پیغام لری چې د باطل جبهه به  دحق دجبهې له خوا له دوامدارې مبارزې سره  له شاتګ پرته  بله چاره ونه لري او دتاریخ په اوږدو کې  همدغه دایمي مبارزه ده چې د حق د جبهې  یاران زیاتیږی او  د الهی آزموئنو د پراختیا سبب شوي.
د خبر لمبر: 3488854   خپرونې تاریخ : 2024/03/10

ایکنا- په انډونیشیا او ملایشیا کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د ملاتړو شرکتونو د محصولاتو اوشیانو  بشپړ بایکاټ هماغه راز دوام لري او دغو شرکتونو ته ئې دسلګونو میلیونونو ډالري تاوانونه اړولي دي.
د خبر لمبر: 3488846   خپرونې تاریخ : 2024/03/09

ایکنا- د بنګله دیش لومړۍ وزیرې  وړاندیز کړی چې د  D-۸  ډلې  غړي اسلامی هیوادونه دې د یورو په شان  مشترکه  اسعاري کرنسي رابرسیره کړي.
د خبر لمبر: 3488839   خپرونې تاریخ : 2024/03/07

ایکنا- د انګلستان یوې ډلې مسلمانانو له اسلامي تعلیماتو سره ددغه هیواد دخلکو د بلدتیا لپاره په واټونو کې  په خلکو کې په انګریزي ژبه ترجمه شوي قرآن کریم نسخې ویشې کړې.
د خبر لمبر: 3488828   خپرونې تاریخ : 2024/03/05

ایکنا- د الجزایر  په پلازمینې محمدیه سیمې کې واقع  الجزیره جامع جومات د مخ کتنې دستورې  چې د افریقا ترټولو لوي جومات او د نړۍ دریم لوي جومات شمیرل کیږي، د کب دمیاشتې په شپږمه نیټه د دغه هیواد دو لسمشر عبدالمجید تبون په شتون سره  ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3488791   خپرونې تاریخ : 2024/02/27

ایکنا- د هالینډ د مختلفو ښارونو په سلګونو مسلمان ځوانان د هالینډ په اسخیدام ښار جومات کې غونډ شول او د غزې د مظلومو خلکو لپاره ئې اجتماعی دعا وکړه.
د خبر لمبر: 3488785   خپرونې تاریخ : 2024/02/26

ایکنا- د پاکستان د موقته حکومت خارجه وزیر جلیل عباس جیلانی د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې ووئيل، په پاکستان کې ټول د  اسلامی ایران د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي د سفر په انتظار کې دي.
د خبر لمبر: 3488774   خپرونې تاریخ : 2024/02/24

ایکنا- حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  په دې خبرې په ټينګار سره چې  نن سبا اسلامی نړۍاو د نړۍ پتمن دغزې دخلکو په غم کې ویرجن دي، ووئيل،دغزې پر مظلوم ولس  هغه کسان ظلم کوي،چې هیڅ انسانیّت نه لري. او په همدې اساس  ترټولو مهمه  دنده ، د غزې له مظلومو  خلکو ملاتړ،او د هغو کسانو ملاتړ او د مقاومت له ځواکه څخه کلک ملاتړ او شجاعانه مقاومت دی چې،د غزې له خلکو سره مرستې کوي.
د خبر لمبر: 3488768   خپرونې تاریخ : 2024/02/22

ایکنا- د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د ترسره کیدا په څلورمه شپه  او د محمد رسول الله مداحي کونکي ډلې د اجرا په وخت، د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې  په هال کې مړه دې وي امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونو انګازې پورته شوې او فضا ئې  په یوې بلې ولولې بدله کړه.
د خبر لمبر: 3488764   خپرونې تاریخ : 2024/02/22

ایکنانیوز – د کلام الله مجید د روح بخښونکو او هدایتونکو آیتونو ته دتوجه د کلتور د دودولو په موخې سره ،له دغه مقدس او آسماني کتابه ، په ټولنیزو چینلونو او د ګرافیکي پلان په چوکاټ کې ځیني آیتونه خپرۀ کړي او  خپلو خوږو  کتونکو ته ئې  ډالۍ کړي دي.
د خبر لمبر: 3488755   خپرونې تاریخ : 2024/02/20

ایکنا- د افغانستان له طالبانو سره د تعامل لپاره د مشترکه دریځو غوره کول او د نړیوالې همپالنې رامینځةکیدا او همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو  د ځانګړی استازي ټاکل د افغانستان په باب ددوحې د غونډې په ترټولو مهمو چورلیزونو کې شامل وو.
د خبر لمبر: 3488754   خپرونې تاریخ : 2024/02/20

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ د پنجشنبې په مازدیګر د ایران د  اسلامی شورا د مشر محمدباقر قالیباف  او د  کلتور او اسلامی ارشاد د  چارو د وزیر محمد مهدي اسماعیلي  په شتون سره د اسلامی هیوادونو  د سرمشریزې په  هال کې پیل شوې .
د خبر لمبر: 3488734   خپرونې تاریخ : 2024/02/17

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ لومړنۍ ورځ د زده کونکو او سړیو  په دوو ډلو کې د دیارلسو ګډون کونکو په ا جرا سره پرون ناوخته پیل شوې ده او په دغه لومړنۍ ورځې د ایران دوه نمایندګانو خپله اجرا وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488733   خپرونې تاریخ : 2024/02/17

ایکنا- د ایران د فرهنګ او اسلامی ارشاد وزیر ووئیل، څلویښت کلمه په دیني کلتور کې د بشپړتیا سمبول دی او اوس چې د قرآن کریم سیالۍ خپل څلویښتم پړاؤ ته رسیدلی دي ،نو دا د ددغې لوئې کلتوري پیښې د پیاوړتیا او پخوالي د اوج نښه ده او په دې کې د ګډون لپاره ډیری هیوادونو ګروهنه رابرسیره شوې ده.
د خبر لمبر: 3488725   خپرونې تاریخ : 2024/02/16