قاریان

IQNA

بچوې
ایکنا- د کوزوو د پلازمېنې پریشتینا د «کوچنیو حافظانو» په اکاډمۍ کې درو خویندو په یوه ورځ د قرآن کریم د عمّ  سپاره یا جزوه بشپړ حفظ  کړ.
د خبر لمبر: 3492967   خپرونې تاریخ : 2026/06/29

ایکنا -  د ایران  یوه نړیوال قاری او تکړه قرآني فعال  جعفر فردي  په زړه پورې غږ سره  د حضرت  امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې  د اسراء سورې  له لومړي تر دریم آیتونو پورې او دغه راز  د نازعات سورې  د ۲۶ او ۲۷ آيتونو په زړه پورې  تلاؤت کړ ی  دی .
د خبر لمبر: 3492952   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- په دوو افریقائي هیوادونو نیجر او نیجریه کې د محرم  الحرام د میاشتې د عزادارۍ مراسم په ۴۰۰ ښارونو او سیمو کې ترسره شول او داسې پراخ سیمه‌ییز رنګ ئې خپل کړی چې له ښارونو او ایالتونو له پولو هم واوښت.
د خبر لمبر: 3492944   خپرونې تاریخ : 2026/06/22

ایکنا۰  دمسلمانو محصیلینو  د قرآن د نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ منشي جلیل بیت‌مشعلي د مسلمانو محصلینو د قرآن نړیوالو سیالیو د اووم پړاو د ترسره کېدو په اړه د دغو  سیالیو د مناسب ظرفیت په یادولو سره وویل: له دې فرصت څخه به د شهید رهبر د قرآني شخصیت د مناسبې معرفۍ لپاره  ډیره ګټه واخلو، او دا کار به د ورکشاپونو او تخصصي غونډو د جوړولو له لارې عملي شي.
د خبر لمبر: 3492943   خپرونې تاریخ : 2026/06/22

د کربلا د قرآني نړیوالو سیالیو دویم مقام ګټونکی؛
ایکنا- د کربلا د سترې جایزې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د پنځم پړاو د تحقیق قرائت څانګې دویم مقام ګټونکي امید حسینی‌نژاد ، د ایران د قرآني کاروان د بریا راز د هېواد د استازو لوړ پخوالی او پراخې تجروبې وبللې او وې ویل:ایراني قاریان تر دې چې نړیوالو ډګرونو ته وارد شي، د سیالیو بېلابېل پړاوونه تېروي، له همدې امله تل د هرې سیالۍ په ډګر کې د لوړو مقامونو د ترلاسه کولو له اصلي مدعیانو څخه وي.
د خبر لمبر: 3492939   خپرونې تاریخ : 2026/06/21

ایکنا-  د مصر د اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ،د جون ۱۵مه (۲۵ غبرګولی)، د اوسمهاله پړاو د قرآن کریم د تلاوت له مخکښو څېرو څخه د مرحوم شیخ اسماعیل حلمي حجاب د زوکړې کلیزه ونمانځله.
د خبر لمبر: 3492928   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا-  د ایران د قرآن کریم د نړیوال قاري هاشم روغني په ښکلي غږ  سره د قرآن کریم د  محمدسورې له  ۱ څخه تر ۹ آیتونو او د سورې بینه له  ۱ څخه تر ۴ آیتونو تلاوت، چې د امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې  شوی،
د خبر لمبر: 3492925   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا - کیسه له ۱۹۶۰  لسیزې څخه پیلېږي، هغه مهال چې استاد محمد صدیق منشاوي د قرآن کریم بشپړ تلاوت د مصر د قرآن راډیو لپاره ثبت کړ. که څه هم د ارزونې کمېټې دغه تلاوت تأیید او وستایه، خو شیخ خپله پرې بشپړ راضي نه و. له ثبت شویو تلاوتونو تر اورېدو وروسته ئې احساس کړه چې ځینې ټیپونه ئې د هغه له معیارونو سره سمون نه خوري، نو په رسمي ډول ئې غوښتنه وکړه چې د هغو ځینې برخې له سره ثبت کړي.
د خبر لمبر: 3492905   خپرونې تاریخ : 2026/06/14

ایکنا- د بې‌وزلۍ او بیروزګارئ  زیاتوالی د نیجریه د مسلمانانو په ټولنې کې د ټولنیزې نابرابرۍ او د افراطي وسله‌والو ډلو د راټوکېدو لامل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492900   خپرونې تاریخ : 2026/06/13

ایکنا- د اهل سنتو د دیني مدرسو د زده‌کوونکو او روحانیونو د قرآن کریم د سیالیو  دولسمه مرحله  د ښځو او نارینه‌وو لپاره د حفظ او قرائت په برخو کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492895   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- د ایران استازو د کربلا د قرآن د جایزې په نړیوالو  سیالیو کې په بېلابېلو برخو کې غوره مقامونه ترلاسه کړل.
د خبر لمبر: 3492894   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا – د بوسنیا او هرزګوینا د Zenica ښار د قرآني ښوونځیو (کتاب) د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ تعلیمي کال د پاي مراسم د دغه ښار د اسلامي شورا په نوښت د زینیتسا په امفي تیئټر کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492892   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا – د مصر د قرآن کریم راډیو د مصر د مرحوم قاري ابراهیم شعشاعی   تلاوت، چې د نامتو قاري عبدالفتاح شعشعی زوی دی، پخپلو ماښامنیو پروګرامونو کې خپروي.
د خبر لمبر: 3492891   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- یوه تکړه مصري قاري او د قرآن کریم نړیوال قاضی شیخ عبدالفتح طاروطي( Sheikh Abdel Fattah Tarouti) د حسيني آستان  د قرآني فعالیتونو او د قرآن د پروګرامونود  ملاتړ  د څانګې ستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3492890   خپرونې تاریخ : 2026/06/10

ایکنا-  د الکوثر ټيلیویژني چینل د نولسم پړاو قرآني سیالیو،چې «اِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفَازًا» نومېدې، د پای مراسم ئې ترسره شول او د دې پړاؤ  ګټونکي اعلان شول.
د خبر لمبر: 3492888   خپرونې تاریخ : 2026/06/10

ایکنا - د عراق په امامین عسکرین سپيڅلی حرم کې د قرآن کریم د انس یوه روحاني غونډه د Al-Abbas Holy Shrine د قاریانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492887   خپرونې تاریخ : 2026/06/10

ایکنا-  سلیمان آشیرلایف، چې د روسیې د داغستان جمهوریت  اوسېدونکی او یو نامتو خوشنویس دی، په یوې معنوي تجربې کې ئې ټول قرآن کریم په خپل لاس لیکلی دی.
د خبر لمبر: 3492884   خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا - د مصر د قاریانو مشر (شیخ القراء)، احمد نعینع، هغه خبرونه رد کړل چې په ځینو ټولنیزو چینلونو کې خپاره شوي وو او ادعا ئې کوله چې د قاهرې د قرآن راډیو له خوا د ده د تلاوتونو خپرول ځنډول شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې دا خبر په بشپړه توګه دروغ ده  او هېڅ مستند بنسټ نه لري.
د خبر لمبر: 3492883   خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا – د کربلا د قرآن د تلاؤت او حفظ  د نړیوالو سیالیو  پنځم پړاؤ  د غبرګولې په شپاړسمه نیټه د مصر د نامتو قاری عبدالفتاح   طاروطي  په زړه پورې تلاؤت سره په حسیني حرم کې پيل  شوی دی.
د خبر لمبر: 3492878   خپرونې تاریخ : 2026/06/08

ایکنا -  د ایران د اسلامی  جمهوریت  یوه نړیوال قاری  او تکړه قرآنی فعال محمد جواد پناهي  د احزاب سورې  د یوشمیر آیتونو تلاؤت  وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492875   خپرونې تاریخ : 2026/06/07