د مسلمانو محصلینو د قرآن نړیوالو سیالیو اووم پړاو، د تحقیق قرائت او د ټول قرآن د حفظ په څانګو کې د نیمه هائي مرحلې له بشپړېدو او د غوره قاریانو او حافظانو له ټاکلو وروسته، اوس د نهائي سیالیو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. په همدې مناسبت د دغو سیالیو له منشي له جلیل بیتمشعلي، سره مرکه شوې چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
ایکنانیوز له هغه پوښتنه وکړه چې د سیالیو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړئ.، نو هغه هم په ځواب کې ووئيل؛دپوهنتوني جهاد علمي او انقلابي بنسټ یوه ډېره ښه نوښتګره طرحه د مسلمانو محصلینو د قرآن د نړیوالو سیالیو برخه ده. د اووم پړاو اجرایي چارې له یوه کال څخه زیات وخت کېږي چې روانې دي.
وروستیو پېښو، د دولس ورځني جنګ او د رمضان جنګ، په ځینو برخو کې د دې بهیر د ځنډ لامل شوی، خو مونږ خپله ټوله هڅه وکړه چې د مخکې ټاکل شوي اجرایي مهالوېش له مخې پر مخ ولاړ شو.
د دې پړاؤ لومړنۍ مرحله د ۷۶ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه. اوس د نیمه نهائي سیالیو له پړاو وروسته، د تحقیق قرائت په څانګې کې ۲۵ کسان نهائي سیالیو ته رسېدلي دي.
همدارنګه، د قرآني ټیکنالوژیو او عامه قرآني تولیداتو په برخې کې دارالانشا ته له لېږل شوو ۴۵ آثارو څخه، د قاضیانو او داورانو د پلاوي له ارزونې وروسته ۱۰ آثار د سیالیو نهائي مرحلې ته د وروستۍ ارزونې لپاره غوره شوي دي.
سربېره پر دې، د ټول قرآن ۲۶ حافظانو هم په نیمه نهائي سیالیو کې له یو بل سره سیالي وکړه او د هغو حافظانو نومونه به چې فاینل سیالیو ته ئې لار موندلې، ډېر ژر اعلان شي
له کابو دوو میاشتو راهیسې ایکنا خبري آژانس د «رایحه» مجلې د نوې ګڼې د چمتو کولو په هڅه کې دی. دا ګڼه د شهید امام خامنهای (رح) د قرآني شخصیت پر بنسټ برابریږي، څو د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د قرآني او تر ډېره ناپېژندل شوي شخصیت د معرفۍ لپاره یو ارزښتناک ګام پورته شي.
https://iqna.ir/fa/news/4358919