د مصر د اوقافو وزارت !
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د ۱۹۶۱ کال د جولائی په ۲۳ نېټې د قرآن کریم د لومړي ثبت شوي ترتیل شوي تلاوت د بشپړېدو د کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې دا پروژه د قرآن کریم د خدمت او په ټولې نړۍ کې د هغه د خپرېدو په برخې کې یو مهم تاریخي پړاو ؤ.
د خبر لمبر: 3493084 خپرونې تاریخ : 2026/07/27
د سینګاپور باعلوي جومات؛
ایکنا- د سینګاپور باعلوي جومات د اسلامي میراث د ساتنې او معرفي کولو په یو مهم مرکز او د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمینځ د ګډ ژوند او خبرو اترو په یوه پُل بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3493075 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
ایکنا- د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم اړونده د موکبونو او حسيني پلاؤ څانګې اعلان کړی چې د عراق له بېلابېلو ولایتونو او همدارنګه له یو شمېر عربي، اسلامي او نورو هېوادونو څخه د سږکال حسینی اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره له ۱۳ زرو او ۵۰۰ څخه زیات موکبونه ثبت شوي دي.
د خبر لمبر: 3493073 خپرونې تاریخ : 2026/07/25
حجتالاسلام خاموشي:
ایکنا- د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې مشر وویل، که لازم شرایط برابر وي، نو د قرآن کریم د ۴۹ عمومی سیالیو وروستۍ مرحله او همدارنګه د قرآن نړیوالې سیالۍ به د هېواد د شرایطو په اساس، یا په حضوري او یا هم په غیرحضوري ډول ترسره شي.
د خبر لمبر: 3493063 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا- د ۲۰۲۶ کال د جولائی شلمه د مصر او اسلامي نړۍ د نامتو قاري شیخ محمود علي البنا د وفات کلیزه ده. نوموړی د قرآن کریم د تلاوت له وتلو استادانو څخه و او تلاوتونه ئې په پراخه کچه شهرت لري.
د خبر لمبر: 3493061 خپرونې تاریخ : 2026/07/22
ایکنا- د عراق د شیعه اوقافو ادارې اړوند د قرآن علومو ملي مرکز د دغه هېواد د قرآني استعدادونو د شپاړسم پړاو عمومی سیالیو د لومړنیو ازموینو د ترسره کولو لړۍ پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3493060 خپرونې تاریخ : 2026/07/22
ایکنا- د مراکش د تیفلت ښار د زدهکوونکو د قرآن کریم د حفظ د بشپړېدو د لمانځنې په مناسبت، د قرآن کریم د حافظانو ستر لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3493059 خپرونې تاریخ : 2026/07/22
د مصر داوقافو وزیر!
ایکنا- د مصر د اوقافو وزیر په دغه هیواد کې د ؛محفل یا حکومت تلاؤت؛ نومې دقرآنی ټيلیویژني سیالیو د دوهم پړاؤ د مقدماتي مرحلو دترسره کیدا په ځاي کې په شتون سره ووئيل؛ دغه سیالۍ د قرآنی وړتیاؤ او د قاریانو د نوي نسل د روزنې لپاره یو ښه فرصت دی.
د خبر لمبر: 3493055 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
ایکنا- د مصر دیارلس کلنو غبرګو وروڼو، مازن او محمود، د مصر د قرآني ټیلوېژني پروګرام «د محفل تلاوت» په دوهم پړاو کې په ګډون سره د قاضیانو او نندارچیانو پراخه ستاینه ترلاسه کړه.
د خبر لمبر: 3493052 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه او مشهور قاری احمد ابوالقاسمي د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د یاد په دستورو کې چې د رضوی مقدس حرم په کوربتوب سره ترسره شوې ، د فاتحې سورې او دغه راز د نساء سورې له ۶۴ آیته تر ۷۱ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493051 خپرونې تاریخ : 2026/07/20
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاری قاسم مقدمي د ایران د شهید رهبر د درنښت په دستورو کې چې په سه شنبې مازدیګر د تهران په امام خمینی عیدګاه یا مصلی شبستان کې ترسره شوې ، د فجر مبارکې سورې وروستي آیتونه تلاؤت کړل.
د خبر لمبر: 3493037 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- د ایران یوه نړیوال قاري سید جواد حسیني او د اهلبیتو (ع) مداح سعید حدادیان په یوه ځانګړي شخصي قرآني محفل کې د قرآن کریم آیتونه په منافسه (دوهګوني تلاوت) بڼه ولوستل.
د خبر لمبر: 3493032 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
ایکنا - د مصر نامتو قاري او ډاکټر شیخ احمد نعینع د مصر په راډیو کې د قاریانو د ټاکنې د معیارونو په اړه وویل چې د ارزونې په کمېټیو کې هېڅ ډول واسطه، خپلويپالنه او یا توپير نشته، بلکې د منلو یوازینی معیار وړتیا او فني مهارت دی.
د خبر لمبر: 3493029 خپرونې تاریخ : 2026/07/15
ایکنا - هغه قرآني محفلونه چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد له ښخولو وروسته د مقدس رضوي حرم په آستان کې پیل شوي وو، د جمعې ورځې یعني د چنګاښ یا لړم دمیاشتې تر ۲۶مې پورې به دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3493025 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا- د قرآنی محفل په زرګونو فعالانو په تهران کې له قرآن سره د انس محفل چې د شهید رهبرامام خامنه اي په درنښت کې ئې د هیوغاد قرآنی مرکز ترسره کوي، د چنګاښ د میاشتې په ۲۴ نیټه د تهران په میدان ولی عصر کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3493021 خپرونې تاریخ : 2026/07/13
ایکنا- د غزې په شمال کې د «النور» قرآني مرکز د ډېرو ستونزو او سختو شرایطو سره سره خپل تعلیمي فعالیت ته دوام ورکوي.
د خبر لمبر: 3493018 خپرونې تاریخ : 2026/07/13
ایکنا- د ټیلیویژني «محفل» نومې پروګرام د قرآن کریم له استادانو، فعالانو او د قرآني چارو له مینهوالو څخه غوښتنه کړې چې هغه ځانګړي او الهامبخښونکي اشخاص، کورنۍ او ډلې ور وپېژني او ور معرفي ئې کړي چې د دې پروګرام د مېلمنو په توګه ګډون کولای شي.
د خبر لمبر: 3493010 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
کینیا - د کینیا په شمال ختیځ کې یوې ډلې مسلمانو ښځو په یوه بریالي نوښت کې د خپلې خوښې کار پر داسې پرمختیائي پروژې بدل کړی چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د قرآن کریم خدمت او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا په ګډه پر مخ وړي.
د خبر لمبر: 3492983 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
ایکنا- د کوزوو د پلازمېنې پریشتینا د «کوچنیو حافظانو» په اکاډمۍ کې درو خویندو په یوه ورځ د قرآن کریم د عمّ سپاره یا جزوه بشپړ حفظ کړ.
د خبر لمبر: 3492967 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا - د ایران یوه نړیوال قاری او تکړه قرآني فعال جعفر فردي په زړه پورې غږ سره د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې د اسراء سورې له لومړي تر دریم آیتونو پورې او دغه راز د نازعات سورې د ۲۶ او ۲۷ آيتونو په زړه پورې تلاؤت کړ ی دی .
د خبر لمبر: 3492952 خپرونې تاریخ : 2026/06/23