د شهید رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره لیدنه
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د د وخت د خدای بخښلي ولسمشر شهیدابراهیم رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره په لیدنې کې، د خدای بخښلی ولسمشر شهید د زړه، ژبې او عملي صفتونو په تشریح کولو سره وفرمایل: قدرمن شهید رئیسي د الهي حکومت د یوه مسئول بشپړ مثال و او د په ستړي کېدونکي هڅو سره ئې خلکو او د ملت عزت او اعتبار ته خدمت وکړ او دا لاره او روده زموږ د ټولو مسئولانو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره یو لوي درس دی.
د خبر لمبر: 3491148 خپرونې تاریخ : 2025/05/20
ایکنا د وخت خداي بخښلی ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي باور درلود چې هر څه یې په واک کې دي، د خدای د بندهګانو د خدمت لپاره دي او په دې لاره کې ئې خپل ټول امکانات د اسلامي او ولایي منهج پر بنسټ د مظلومانو او مستضعفانو د مرستې لپاره وکارول.
د خبر لمبر: 3491144 خپرونې تاریخ : 2025/05/20
د مقاومت ډیپلماسۍ سمینار او ولسمشر
ایکنا - نن سهار د «مقاومت ډیپلماسۍ،نړیوال سمینارکې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پخپلې وینا کې وویل؛شهید رئیسي او د خدمت نورو شهیدانو یو کال وړاندې د خلکو د خدمت او عدالت د ټینګولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه زیاته کړه: که دغو شهیدانو رشوت او بډې رشتونه اخیستی وای یا د امریکا د ولسمشر په څېر کارونه ئې کړي وای، نو بیا به ژوند ساده نه وای. دا قدرمن کسان په ساده ژوند، صداقت او خلکو ته په نږدېوالي کې مشهور دي او دا ځانګړنې په آسانۍ د دوي په ژوند کې لیدل کېږي.
د خبر لمبر: 3491138 خپرونې تاریخ : 2025/05/19
پارس ټوډې – د اسلامی انقلاب ستر لارښود د تیرې یکشنبې په ورخې د ایران د اسلامی جمهوریت د دیارلسم حکومت د کابینې له غړو سره په کتنې کې د ولس د مختلفو وګړو مشکلاتو د حل لپاره بې ځنډه هڅه،د داخلی توانمنیو په ژورتیا د اعتقاد،ددیني اوانقلابی دریځونو په اعلانولو کې د جوَتوَالي، د نه ستړیکیدا، نه ناامید کیدا،په بهرني سیاست کې د عزت او تعامل درعایتولو، د لورو پروژو د اجرا د اهتمام،د تواضع، تقوا، معنویّت، ذکر او توسل لپاره هڅه د خداي بخښلي شهید ابراهیم ریئسي د کاري او شخصي غوره توب ځانګړنې وبللې.
د خبر لمبر: 3489499 خپرونې تاریخ : 2024/07/08
ایکنا – د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر الله د ایران د نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د بریالیتوب په مناسبت پخپل پيغام کې ټينګار وکړ، حزب الله او نورې مقاومتی ډلې ټپلې دایران اسلامی جمهوریت خپل همیشنی اوقدرتمن ملاتړی او پشتیبان ګڼي.
د خبر لمبر: 3489489 خپرونې تاریخ : 2024/07/07
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار په لومړنیو شیبو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راي اچونې په مرکز کې په شتون سره خپله رایه واچوله او وې وئيل، خلک دې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره هیڅ شک ونه کړي.
د خبر لمبر: 3489447 خپرونې تاریخ : 2024/06/28
ایکنا - د ولس شهید ابراهیم رئیسي او د مقاومت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان یوازې د ایران مشران نه ؤ بلکې د نړۍ د درستو پتمنو او مقاومتي لورو مشران وو او دوي پخپلو روښانه دریځونو او خلوص سره ښودلې چې د درست اسلامی امت او انسانیّت د ژغورنې لپاره چغې پورته کوي او ظا لمان او جنایتکاران چې په هره بڼه وي رټي ئې او د هغوي په مقابل کې په قدرت سره دریږي.
د خبر لمبر: 3489299 خپرونې تاریخ : 2024/05/29
ایکنا – په یویشتمې پيړۍ کې د جمعیت اسلام ټولنې په همت سره د ؛اسلام او د آزادۍ او سولې لارې چارې؛ نومې نړیوال سمینار د ۲۰۲۴کال د مئ په ۲۸ او ۲۹ نیټه د پاریس په لویدیځي نړۍ فاؤنډیشن کې ترسره کیږی.
د خبر لمبر: 3489289 خپرونې تاریخ : 2024/05/28
ایکنا – د لبنان د اسلامی عمل جبهې عمومی غږملونکي ټيڼګار کړی؛شهید رئیسي د خپل نیکه رسول الله(ص)په تعلیماتو او اسلامی اصولو ته پابند یو مسئول واقعي بیلګه او یو استثنائي شخصیّت او د نړۍ ددرستو مستضعفینو اوپتمنو او دهغو په سر کې د فلسطین د ملت ملاتړی ؤ.
د خبر لمبر: 3489283 خپرونې تاریخ : 2024/05/27
ایکنا – د ایران یو نړیوال قاري حمید رضا احمدي وفا د شهید ولسمشر او د هغه د ملګروشهیدانو د درنښت په دستورو کې چې په امام خمیني امامباړې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په شتون سره ترسره شوي، د الرّحمن سورې له لومړي تر ۱۳ پورې آیتونو تلاؤت وړاندې کړ چې وستایل شو.
د خبر لمبر: 3489281 خپرونې تاریخ : 2024/05/26
ایکنا – د آیت الله ابراهیم ریسی او د هغه د ملګرو شهیدانو په یاد او درنښت کې دقرآن کریم د ختم دستورې د اصفهان ولایت کې د حضرت امام رضاعلیه السلام د ګرانې خور حضرت زینب(س) په سپيڅلي حرم کې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3489274 خپرونې تاریخ : 2024/05/25
د خدمت د شهیدانو د جنازو دستورې د تهران د ولس په ولولناک او پرتمین او میلیوني شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489273 خپرونې تاریخ : 2024/05/25
ایکنا - حضرت ایت الله خامنه اي مرحوم شهید حسین امیر عبداللهیان هم نه ستړی کیدونکی وباله او ویې ویل په داخلي او خارجي جبهو کښې د شهید رئیسي او د شهید حسین امیر عبداللهیان د خدمتونو او د هڅو بیانول یوه اوږده او مفصله کیسه ده.
د خبر لمبر: 3489272 خپرونې تاریخ : 2024/05/25
ایکنا – د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي، شهید ایت الله ابراهیم رئیسي د ایران او اسلامی هیودونو په دفاع کې یو داسې شجاع شخصیّت وباله چې د اسلامی امت یو ویاړ او د نړۍ له نورو رهبرانو سره ئې توپير درلود.
د خبر لمبر: 3489270 خپرونې تاریخ : 2024/05/25
ایکنا - د شهید جمهور په قرآني کمپاین کې د ایران قرآنی شخصیّتونه ،حافظان ،قاریان او له دغې لړئ سره مینه وال په دغه کمپاین کې برخه اخلي .
د خبر لمبر: 3489269 خپرونې تاریخ : 2024/05/25
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاری حمید شاکر نژاد د اهواز د جندي شاپور د طبي علومو په پوهنتون کې د خدمت د شهیدانو د درنښت په دستورو کې د الرحمن سورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3489268 خپرونې تاریخ : 2024/05/25
ایکنا -حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د لمانځه له اقامې وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت له شهید ولسمشر او ورسره ملګرو سره ئې خداي په آماني وکړه.
د خبر لمبر: 3489261 خپرونې تاریخ : 2024/05/22
ایکنا -د پاکستان د ولسی جرګې مشر سردار آیاز صادق د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر شهادت ددرست اسلامی امت لپاره لوي تاوان وبالۀ او وې وئيل، دابراهیم رئیسي ژوند د ایران او اسلامی نړۍ ولسونو خدمت ته وقف ؤ.
د خبر لمبر: 3489260 خپرونې تاریخ : 2024/05/22
ایکنا - د حج تمتع په درشل کې د مختلفو هیوادونو او په مختلفو توکمو او ژبو سره په لسګونو زره حاجیان په مدینې منورې کې د نبوي حرم په داخل او شاوخوا کې په زیارتونو او عبادتونو بوخت دي او له دغه معنوي اوروحاني فرصته نهایته استفاده کوي او یوه ډیر ه معنوي او روحاني او له ولولې ډکه فضا ئې رامینځةکړې ده.
د خبر لمبر: 3489258 خپرونې تاریخ : 2024/05/22
ایکنا – د تقلیدي تلاؤتونو د جشنوارې لومړنۍ پړاؤپایزې او نهائي دستورې چې د ولسی شهید او خادم الرضا آیت الله ابراهیم رئیسي او ورسره د ملګرو د یاد او درنښت په بڼه کې ترسره شوه ،د یکشنبې په مازدیګر د تهران په شهید شهرودي لوبغالي کې او له قرآنی فعالیتونو سره د زرګونو مینه والو په شتون سره خپل کار پاي ته ورسوه
د خبر لمبر: 3489257 خپرونې تاریخ : 2024/05/21