اهل تسنن - پاڼه 3

IQNA

بچوې
د اماراتو د سلطنتي محکمې مرستیال
ایکنا-(تهران) په دیني چارو کې د متحده عربی اماراتو د سلطنتی دیوان سلاکار علی الهاشمي له خوارجو سره په مخامخیدا کې د حضرت امام علی(ع)سیرت ته په اشارې  سره ووئيل،امام علی خپلو بیروکارو ته ټینګر کړی چې  خوارج له زیات انحراف پرته کافر نه ګڼي  او دا چاره باید د مونږ لپاره بیلګه شی.
د خبر لمبر: 3488047    خپرونې تاریخ : 2023/10/02

ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت  د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې  ګډونوالو د اسلامی وحدت د اونۍ په مناسبت چې له پڼجشنبې ورځې راهسې پیل شوي ، په دې مناسبت په وبینار ویډیوئي کنفرانس کې په ډاګه  کړې چې د سوډان د جنوب بیلیدا او د عراق د کرستان سیمې ویشل کیدا د وحشي صهیونیسټانو او  استعمار ګرو دسیسې دي، دوي غواړي درسته اسلامی  نړۍ ټوټه ټوټه کړي، چې باید اسلامي نړۍ ورته ځيره ووسي.
د خبر لمبر: 3488028    خپرونې تاریخ : 2023/09/30

د اهل سنت ستر دینی عالم وایی؛
ایکنا-( افغانستان )  د افغانستان د هرات ولایت د اهل سنت یو شمیر دینی عالمانو په هرات کې د محرم   د شپو ورځو د ویر په دستوروکې په شتون سره ټینګار وکړ د افغانستان خلکو د امام حسین (ع)له پاڅون په بیلګې سره امریکا پرضد جهاد وکړ .
د خبر لمبر: 3487680    خپرونې تاریخ : 2023/07/24

د پاکستان د بلوجستان صوبې د کویټه ښار د سفیر جامع جومات د جمعې امام او د اهل تسنن یو غوره دیني عالم  مولوی قاری عبدالرحمان نورزي ټينګار وکړ، دا د اسلامی  جمهوریت رسالت دی چې د ایران او نورو اسلامی هیوادونو په عالمانو اومتفکرانو ترمینځ دارتباط له لارې دوي د ایران له اسلامی انقلاب سره آشنا کړي او ددغه غورځنګ لیدتوګې د نورو اسلامی هیوادونو لپاره بیان  کړي.
د خبر لمبر: 3487457    خپرونې تاریخ : 2023/06/11

د تهران د پوهنتون مشر«محمد مقیمي» په یولړ څرګندونو کې وویل: د اسلامي انقلاب پیغام د ټولو ملتونو ترمنځ یووالی دی، خو دښمنان اجازه نه ورکوي چې دغه پیغام په اسلامي نړۍ کې په سمه توګه واورېدل شي.
د خبر لمبر: 3487452    خپرونې تاریخ : 2023/06/10

 د افغانستان د تبیان کلتوری او علمی مرکز مشر حجةالاسلام حسینی مزاري ووئيل،  نن سبا د افغانستان مسلمان  ولس  د حضرت امام خمینی له لیدتوګو اغیزمنلی  دی او هڅه کوي  د هغه  بزرګوار د تفکر په لاره کې او د  اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د لارښونو  او رهبرۍ  له  لارې  هڅه او حرکت وکړي او   دخپلو مبارزو حرکت  یوې نتیجې ته ورسوي..
د خبر لمبر: 3487440    خپرونې تاریخ : 2023/06/07

د بنګله دیش دغه لوي عالم  روښانه کړې ده ، حضرت امام خمینی  د ایران ملت  له ظلم او استبداد څخه د ژغورنې او خپلواکۍ لپاراه پاڅون ته وهڅوۀ او دینی احکام ئې د ټولنې په چارو کې وارد  او تثبیت کړل. احمد رضا فاروقي  دغه راز ووئيل،  د حضرت امام خمنیی  د  نوښت پالې لیدتوګې په برکت په ایران کې  د درستو آسماني دینونو پیروکار په سولې ،آرامښت او امنیت کې ژوند کوي.
د خبر لمبر: 3487436    خپرونې تاریخ : 2023/06/06

د پاکستان په پيښور، لاهور پنډۍ، لاهور ،کراچۍ،پاره چنار پشمول په لسګونو ښارونو کې  د حضرت امام خمینی د تلین په مناسبت  دکلیزې دستورې ولمانځل شوې او دیني عالمانو د اسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني د نولسمې پيړۍلوي شخصیّت وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487434    خپرونې تاریخ : 2023/06/06

د نیجریه دعالمانو د شورا مشر شیخ موسی تفاوا بلیوا ووئيل،  له حضرت امام خمیني مخکې، دنړۍ مسلمانان  ناامید وو،خو د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر په تعالیماتو سره ، مسلمانان پوهه شول چې اسلام د دوی یوازینۍ امید او غوره لاره ده .
د خبر لمبر: 3487418    خپرونې تاریخ : 2023/05/31

ایکنا-(تهران) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ دخیبر پختونخواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدی د قبایلی مشرانو په ټول کې پخپلې وینا کې ووئيل، ایم ډبلیو ایم ولسی غورځنګ به  خپلې هغې پالیسۍ ته چې پاکستان باید یوه خپلواکه  پالیسی ولرل شي او د بهرنیو قدرتونو  لاسوهنو مخه دې ونیول شي،ژمن وي او د خپل ګران هیواد دترقۍ او پرمختګ لپاره به خپلو هغو هلوځلو ته دوام ورکړي
د خبر لمبر: 3487345    خپرونې تاریخ : 2023/05/16

ایکناـ(تهران) د اسلامی وحدت دوهم سیمه ایز کنفرانس دایران او د مینخنۍ آسیائي هیوادونو د  ستازو په شتون سره  د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې په همت سره له پرون راهسې د ایران په ګرګان کې روان دی
د خبر لمبر: 3486903    خپرونې تاریخ : 2023/02/15

ایکنا-(تهران)آیت الله سیستاني په افغانستان کې د ملی پیوستون،وحدت ،داخلی انسجام اوله درستو ملیّتونو اوډلو ټپلو سره د ګډ سوله ایز ژوند په نظر کې د نیولو په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئيل، د افغانسان له اوسنیو واکوالانو سره په چلند کې باید له تاؤتریخوالي ډډه وشي.
د خبر لمبر: 3486706    خپرونې تاریخ : 2023/01/05

ایکنا-(تهران)د مذهبونو دنزدکیت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام  شهریاری  له صیونیسټي غاصب رژیم سره  د اړیکو عادي کیدا او په کلکه ئې رتل د اسلامی وحدت د شپږ دیرشم نړیوال کنفرانس یوه اصلي موضوع وبلله.
د خبر لمبر: 3486305    خپرونې تاریخ : 2022/10/09

ایکنا-(تهران) د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په بشری ټولنو کې د فکری انحراف د رامینځةکولو او د اهل بیت علیههاالسلام  له نوراني لارې د اوسمهاله انسان د لیرې  ساتلولپاره  لپاره دسلطې د نظام هڅوته په اشارې سره ووئيل،دماهیّت له پلوه ماډرن جاهلیّت  په نوو ظواهرو کې  هماغه پخوانی جاهلیّت دی .
د خبر لمبر: 3486167    خپرونې تاریخ : 2022/09/01

ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعیانو د ټولنې د غوښتو تعقیبونکي کمیشن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستاند شیعیانو حقوقو او  ددغو حقوقو د په رسمیّت پيژندنې ته دطالبانو دحکومت د توجه غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486116    خپرونې تاریخ : 2022/08/17

ایکنا-(تهران)د افغانستان د شیعیّانو د عالمانو شورا،ددغه هیواد د اهل تشیَع د حقوقو د تصویبیدا او د طالبانو په موقته حکومت کې د دوي د ځائيګي د تائيدیدا غوښته وکړه .
د خبر لمبر: 3485936    خپرونې تاریخ : 2022/06/28

دافغانستان په کابل کښې د تبیان د کلتوري او د ټولنیزو فعالیتونو دفتر پرون په یوې بیانیې کښې په دې هکله د سیمې د ملتونو او حکومتونو په تیره بیا د طالبانو د هوښیارتیا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3485687    خپرونې تاریخ : 2022/04/16

تهران (ایکنا) -له دې مخکې   په افغانستان کې د طالبانود حکومت دامر باالمعروف او نهی از منکر د وزارت د اطلاعاتو د برخې مشر او وییندوي  مولوی  محمد صادق  عاکف مهاجر د نوروز او نوی لمریز کال د پيلیدا ددستورو په باب د طالبانو د  نظر په اړه  وئيلي ، د نوروز اختر له مونږ سره اړه نه لري او ضرورت نه ویني چې  دنوروز جشن ولمانځي .
د خبر لمبر: 3485559    خپرونې تاریخ : 2022/03/20

د ایکناخبری آژانس درست کارونکي  په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکي وایوو .
د خبر لمبر: 3485554    خپرونې تاریخ : 2022/03/19

تهران (ایکنا) - د افغانستان د اهل تشیّع  د عالمانو شورا،تل  دطالبانو په موقته حکومت کې ددغه هیواد د شیعیانو د رول او ځائيګي غوښته کړې ده .
د خبر لمبر: 3485437    خپرونې تاریخ : 2022/02/20