iqna

IQNA

بچوې
آیت الله ناصر مکارم شیرازی!
ایکنا – یوه ستر دیني  مرجع آیت الله  مکارم شیرازي د رهبرۍ د ستر مقام له نظره د امریکائي بشري حقوقو لسم نړیوال کنفرانس ته په یوه پیغام کې  ددې خبرې په کولو سره چې انسان او د هغه حقوقو ته د لویدیځ نظر  دخوښې او ګټه  غواړی دی ، ووئیل؛ باید هیڅکله هم د لویدیځ په پوچو شعارونو ونه غولیږو، هغه بشری حقوق چې  لویدیځ ئې ډنډورې وهي ، له مینځه ډَډ او پوچ دی ،دوي  د انسان کرامت ته هیڅ اعتقاد نه لري او نه هم  هغو  اصولو ته  پابند دي  چې ادعا ئې کوي.
د خبر لمبر: 3491355    خپرونې تاریخ : 2025/07/03

ایکنا - د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مجلس غورځنګ مشر  د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود  آیت‌الله العظمی سید علی  خامنه‌ای  ژوند ته هرډول ګواښ او تیری ، د عقیدې، کرامت او اسلامي امت پر ضد تیری وباله او و ې ویل چې په داسې بڼه کې به په پاکستان کې هیڅ امریکائی په امان کې نه وي.
د خبر لمبر: 3491351    خپرونې تاریخ : 2025/07/02

ایکنا - د قرآني ټولنې د یوې بیانیې په خپرولو سره، د متحده ایالاتو د ولسمشر د سپکاوي او ګواښوونکو څرګندونو په وړاندې د اسلامی انقلاب د سترلارښو په شان کې په دغې ګستاخئ  سخت غبرګون وښود او اعلان ئې وکړ چې د خپل قرآني امام د ساتنې  لپاره به له هیڅ اقدام څخه  ډډه ونه کړي او که د بې شرم ا و پلیت دښمن   لخوا کومه تېروتنه احساس شي، نو په  قدرمن ایران  او په ټوله نړۍ کې به خپل ټول امکانات او قوتونه د دغو خبیثو فتنه‌ګرو د له مینځه وړلو لپاره بسیج کړي. 
د خبر لمبر: 3491346    خپرونې تاریخ : 2025/07/02

ایکنا – دعربستان د سرې میاشتې ادارې سره اړونده د رضاکارو ټیم د ۱۴۴۶ قمری کال د حج  د مناسکو په عملیاتو کې د ګډون لپاره څه دپاسه ۵۵۰ ښځې او سړي رضاکار بشپړ سنبال کړي دي.
د خبر لمبر: 3491198    خپرونې تاریخ : 2025/05/31

ایکنا-(تهران)د ایران د ا سلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د هیواد امنیت او آرامښت د شهید علی وردي په څیر د زرګونو شهیدانو د  پاکې وینې نتیجه وبلله  او وې وئيل  امنیت اوثبات د ایران د ملت او حکومت لومړنۍ سره کرښه ده  
د خبر لمبر: 3486394    خپرونې تاریخ : 2022/10/31

ایکنا-(تهران)د ایران دجنوب لویدیځ خوزستان ولایت دپولیسو قوماندان د عمومی امنیت او اطلاعاتو دپولیسو په پیچلو عملیاتو کې د وسلو او مهماتو د قاچاق د یوه دچینل او کشف خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3486303    خپرونې تاریخ : 2022/10/08