ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د خوزستان ولایت د پولیسو قوماندان سردار سیدمحمد صالحي نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د خوزستان ولایت دعمومي امنیت پولیسو په دقیقې عملیاتي پلانونې او خاصو اقداماتو سره ددغه چینل درې کسان چې دوسلو یوه جوپه ئې شوش ولسوالس ته منتقلولو نیّت درلود،په یولړ منسجمو عملیاتو کې ونیول.
هغه روښانه کړه ، په پلټنو کې نهه کلاشنکوف، درې ګاډي چې په قاچاق کې ورڅخه استفاده کیدله او دغه راز یو شمیر نوره تجهیزات او مهمات کشف او ضبط شوي دي.
د خوزستان دپولیسو قوماندان د وسلو او مهماتو له قاچاقبرو سره دپولیسو پر کلک هوډ او مبارزې ټينګار وکړ او وې وئيل، دولس امنیت دپولیسو سره کرښه ده او له هغه چا سره به چې د خلکو د امنیت دګډوډولو نیّت لری ، سخت قانوني چلند وکړي.